د یونان د کیترا ټاپو کپسالي بندر ته رسېدلي کډوال، د ۲۰۲۲ د اګست ۱۷، انځور: ګیورګوس سامیوس، اي پي، پېکچر الاینز
د یونان د کیترا ټاپو کپسالي بندر ته رسېدلي کډوال، د ۲۰۲۲ د اګست ۱۷، انځور: ګیورګوس سامیوس، اي پي، پېکچر الاینز

یوناني چارواکي خبر ورکوي چې پرون چهارشنبه په لسهاوو کډوال د دغه هېواد د کیترا ټاپو کپسالي بندر ته رسېدلي دي. دوی وایي چې یاد کډوال چې په دله کې یې زیات شمېر افغانان هم دي په دوو کښتیو کې سپاره ول.

د یونان ساحلي ځواکونو ویلي دي په لومړۍ بادبان لرونکې کښتۍ کې چې پرون چهارشنبه سهار د اګست ۱۷مه د کیترا ټاپو کپسالي بندر ته ورسېده ۹۳ افغانان، یو پاکستانی او ۳ ترکان سپاره ول.

ځایي رسنیو خبر ورکړی دی چې د یادو مهاجرو په ډله کې ۵ ماشومان او ۵ ښځې هم دي. کیترا نیوز پر خپل وبسایټ د دغې کښتۍ او د کډوالو د یوې لویې ډلې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي.

ویل کېږي چې په دویمه بېړۍ کې چې پرون غرمه یاد ټاپو ته ورسېده کابو ۵۰ کسان سپاره ول خو د یونان ساحلي ځواکونو یې هویت نه دی په ډاګه کړی. دا هم لا نه ده څرګنده چې یادې بېړۍ له کوم هېواد څخه د یونان پر لور روانې شوې وې او ایا په یو وخت کې یې خپل سفر پیل کړی و که نه.

 د بشري حقونو سازمانونو او رسنیو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې د کډوالو کښتۍ د ترکیې د اوبو پر لور شړي او کډوالو ته دغه هېواد کې د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي، خو یونان بیا دغه تورونه ردوي او ناسم یې بولي.

په تېرو دوو اونیو کې سازمانونو او رسنیو د کډوالو د یوې ۳۸ کسیزې ډلې په هکله راپورونه خپرول چې په وینا یې د یوناني ځواکونو له خوا تر شړل کېدو وروسته د اوروس ټاپو په یوه کوچني ټاپو کې ایسار پاتې وو. یوناني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې یاد مهاجر یې موندلي دي. دوی دغه راز د یوې ماشومې د مرګ خبر تایید کړ. په وینا یې یادو مهاجرو کې ۹ مېرمنې او ۷ ماشومان هم شامل وو.

بیا ولولئ: یونان د اوروس سمندر په کوچني ټاپو کې بند پاتې ۳۸ کډوال موندلي دي

دا په داسې حال کې چې لږ مخکې د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي ویلي وو چې یاد مهاجر پر هغه ټاپو بند پاتې دي چې د یونان د خاورې برخه نه بلل کېږي. خو نوموړي یوه ورځ وروسته وویل چې یاد مهاجر د ورکړل شوي جغرافیوي موقعیت کې په څلور کیلومترۍ کې موندل شوي دي.

د یادولو ده چي تيره اونۍ د یونان رودس ټاپو ته نژدې په اوبو کې یوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې له امله یې نږدې ۵۰ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د یونان ساحلي ساتونکو په حواله، پېښه کې د افغانانو په ګډون نږدې ۳۰ کډوال ژغورل شوي وو. نوموړي د ژغورل شوو مهاجرو له قوله ويلي وو چې د دوی کښتۍ چې پکې ۶۰ تر ۸۰ پورې کسان سپاره ول، د ترکېې له انتالیا څخه د ايټاليا پر لور حرکت کړی وو.

 

نورې ليکنې