د ارشیف انځور: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
د ارشیف انځور: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

برېتانوي چارواکي وایي چې نږدې دوه سوه کډوال د تېرې سه شنبې په ورځ د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. فرانسوي چارواکي بیا دغه سمندر کې د شاوخوا ۱۰۰ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز د برېتانیا د دفاع وزارت له قوله وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ په څلورو کښتیو کې سپرو ۱۸۰ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې یاد کډوال دوور بندر ته انتقال شوي دي.

بل پلو بیا فرانسوي چارواکي وایي چې د اګست په ۱۶ او ۱۷ ورځو کې د پا دو کالې په دماغه کې په دوو کښتیو کې سپاره ۱۰۱ کډوال ژغورلي دي.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ایز عملیاتي مرکز د سه شنبې په شپه او د چهارشنبې په ورځ پا دو کالې دماغه کې د هغو کډوالو د کښتیو په هکله خبر ترلاسه کړ چې له ستونزو سره مخ شوې وې.

د سمندري ځواکونو کښتۍ فلامان وکولی شوه چې د کډوالو لومړۍ بېړۍ دنکرک بندر ته راوړي چې ۶۲ کسان پکې سپاره ول. همدارنګه په یوه بله بېړۍ کې سپاره ۳۹ کډوال د فرانسوي ځواکونو له خوا بولونی سور مېر بندر ته انتقال شول.

د مانش او شمالي سمندر قومنداني زیاته کړې ده چې ژغورل شوي مهاجر یې روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارلي دي.

د یو بل خبر له مخې د فرانسوي ځواکونو ژغورونکې کښتۍ د سه شنبې په شپه د لافرینکوک په ساحلي اوبو کې هم ۵۰ تنه نور مهاجر ژغورلي او دنکرک بندر ته یې انتقال کړي وو.

د امنیتي تدابیرو او ګواښونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د تګ هڅه کوي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې تر ۲۰ زره کډوال توانېدلي دي چې د انګلیس کانال له لارې په ناقانونه طریقو برېتانیا ته واوړي. دا په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې ۱۱۳۰۰ کډوالو د یاد سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.

د برېتانیا د دفاع وزارت تېره اونۍ وویل چې یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر ۵۰۰ زیاتو مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې