الیانوس کمپ. د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
الیانوس کمپ. د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

وروسته له هغه چې پرون پنجشنبه یوناني ځواکونو د یونان پلازمېنه اټن کې د الیوناس له مهاجر کمپ څخه د کډوالو د ایستلو په موخه د خنډونو د لرې کولو هڅه وکړه، د هغوی او مهاجرو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه. دغه خنډونه د کمپ اوسېدونکو جوړ کړي وو. چارواکي وایي دوی توانېدلي چې لسګونه کډوال له دغه کمپ څخه وباسي، خو سلګونه نور لا هم هلته پاتې دي.

یوناني پولیسو پرون پنجشنبه سهار وختي د اګست ۱۸مه هڅه وکړه چې پلازمېنه اټن کې د الیوناس په نوم د کډوالو هغه کمپ خالي کړي چې شاوخوا ۶۷۰ کسان پکې ژوند کوي.

پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د کمپ د خالي‌ کولو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو، کډوالو او د کډوالو مدافعانو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي. همدارنګه یوناني ځواکونو د کډوالو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکې ګاز کارولی دی.

په ورته مهال د یونان د کډوالۍ چارو وزیر نوتیس میتاراچي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دوی د سیمې د مډرن کولو او نورو ودانیو ته د کډوالو د استولو په موخه د کمپ د تړلو تصمیم درلود. خو په وینا یې د کډوالو یوې کوچنۍ ډله او ملاتړو یې هڅه وکړه چې د دې کار مخه ونیسي.

هغه په یو بل ټویټ کې د کډوالو یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې یوناني کارکوونکو ته ګواښ د زغملو نه دی او کمپ به په قطعي توګه تړل کېږي.

بل پلو د یاد وزارت یو مسول ویلي دي چې له کمپه ایستل شویو ټولو مهاجرو رضایت لیکونه لاسلیک کړي دي. هغه زیاته کړې ده چې د دغه کمپ د تړلو کار به د روان کال تر پایه پورې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د الیوناس اوسېدونکي به د اټن وروستي کمپ شیستو ته ولېږدول شي.

د الیونانس کمپ ډېری اوسېدونکي ځکه نه غواړي چې نورو ځایونو ته ولېږدول شي چې ویل کېږي هلته د ژوندانه شرایط نسبتا ښه دي او کډوال له کمپ څخه د وتلو اجازه لري.

الیوناس لومړنی مهاجر کمپ دی چې په ۲۰۱۵ کې د یونان مرکزي سیمه کې پرانیستل شوی و.

هغه مهال د نړۍ ځینو چارواکو لکه د فرانسې پخواني ولسمشر او د اروپایي‌ پارلمان پخوانۍ مشرې روبرتا مېتسولا له دغه کمپ څخه لیدنه کړې وه.

بیا ولولئ: ترکیه وایي یونان د دوی پر لور مهاجر شړي

یونان یو له هغو هیوادونو دی چې د منځني ختیځ او افریقا څخه راغلو مهاجرو لپاره اروپا ته د داخلېدو دروازه بلل کېږي. په تېرو څو کلونو کې دغه هېواد ته د اوښتونکو په شمېر کې کموالی راغلی دی. د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او رسنیو په وار وار یونان په دې تورن کړی چې کډوال یې په ناقانونه طریقه له خپل قلمرو څخه شړلي چې له امله یې ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د یونان حکومت بیا دا خبرې ناسمې بولي‌ او ردوي‌ یې. 

 

نورې ليکنې