ارشیف انځور: پېکچر الاینز
ارشیف انځور: پېکچر الاینز

برېتانوي چارواکي وایي چې یوازې د تېرې دوشنبې په ورځ ۱۲۹۵ کډوال چې په ۲۷ وړوکو کښتیو کې سپاره وو د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي.

د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو نوی ریکارډ. د برېتانیا دفاع وزارت وایي چې د دوشنبې په ورځ په ۲۷ کښتیو کې سپرو ۱۲۹۵ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي.

د پرس اسوسیشن په حواله د روان کال له پیل راهیسې ۲۲۶۷۰ کډوال توانېدلي چې د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي. د ۲۰۲۱ له پیل څخه تر اګست میاشتې پورې ۱۲۵۰۰ مهاجر برېتانوي سواحلو ته رسېدلي وو.

په ورته مهال کالې کې د مهاجرو ملاتړ سازمان غړي پیر روک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې «د هوا د حالاتو ښه والی» د دې سبب شوی دی چې زیات شمېر کډوال برېتانیا ته د ورتګ هڅه وکړي.

برېتانیا ته په کوچنیو بېړیو کې د مهاجرو د ورتګ مخنیونه د دغه هېواد لومړیتوب بلل کېږي. د برېتانیا یو تازه پارلماني راپور ښيي چې ښایي د روان کال تر اخره پورې به تر نږدې ۶۰ زره کډوال یاد هېواد ته واوړي.

بیا ولولئ: په دوو ورځو کې تر ۵۰۰ ډېر کډوال برېتانیا ته اوښتي دي

بل پلو بیا د برېتانیا حکومت یو ویاند د مهاجرو شمېر کې راغلی زیاتوالی «د نه منلو وړ» بللی دی. تېر اپریل د برېتانیا لومړي وزیر بورسیس جانسون له رونډا سره د یو تړون د لاسلکېدو خبر ورکړی و. نوموړي ویلي وو چې د دغه تړون له مخې به ناقانونه کډوال له برېتانیا څخه افریقایي هېواد رونډا ته استول کېږي.

خو د تېرې جون میاشتې پر ۴مه رونډا ته د کډوالو د لېږد لومړي پرواز د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې له امله لغوه شو. ټاکل شوې ده چې د برېتانیا محکمې به راتلونکې میاشت د دغه پروګرام په هکله خپله پرېکړه وکړي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ د نومبر په ۳مه نږدې ۲۰۰۰ کډوالو د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې وه چې ۱۱۸۵ تنه یې وتوانېدل ځانونه دغه هېواد ته ورسوي. همدارنګه ۷۷۰ تنه نور سمندر کې ژغورل شوي، یو کس لادرکه او یو بل کس بیا مړ شوی و.

د کډوالۍ نړېوالې ادارې د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ راهیسې برېتانیا ته د ورتګ د هڅو په لړ کې لږ تر لږه ۲۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

 

نورې ليکنې