د ارشیف انځور: ګیتي اېمېجېز
د ارشیف انځور: ګیتي اېمېجېز

بلغاریايي چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې په دوو بېلابېلو پېښو کې ۱۴۱ کډوال نیولي دي چې غوښتل یې په ناقانونه طریقه دغه هېواد ته واوړي. ویل کېږي چې نیول شوي کسان ټول د افغانستان اتباع دي.

د بلغاریا پولیسو د یکشنبې په ورځ د اګست په ۲۸مه د دغه هېواد بورګاس ښار ته نږدې د ۱۴۱ افغانانو د نیولو خبر ورکړ.

چارواکو ویلي دي چې د افغان کډوالو یوه ۸۸ کسیزه ډله چې په یوه لارۍ کې سپاره وو، د بلغاریا سرحدي ښار بورګاس ته نږدې نیول شوې ده. زیاته شوې چې موټر چلوونکی د شمالي مقدونیې تبعه دی او د انساني قاچاق تور پرې لګول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د بلغاریا پولیسو بورګاس ښار ته نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې ۵۳ تنه نور افغانان نیولي دي چې ویل کېږي موټر ته یې انتظار کاوه.

نیول شوي افغانان چارواکو د شېنګېن سکېل د پولیسو پوستې ته انتقال کړي دي چې د بورګاس ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

بلغاریا پر بالکان لار پروت هېواد دی. اروپا ته راتلونکي زیات شمېر کډوال په معموله توګه له ترکیې څخه دغه هېواد ته د اوښتو هڅه کوي، خو ډېری وختونه دوی د ترکیې او بلغاریا پر پوله د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

بیا ولولئ: له افغان پناه غوښتونکو سره د بلغاریایي پولیسو د تاوتریخوالي په اړه د بشري حقونو د څار ادارې اندېښنه

د یادولو ده چې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ ترافیکي پېښه کې د دوو بلغاریایي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و. په وینا یې دغه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې یو بس ودروي چې کډوال یې انتقالول.

همدارنګه تېره یکشنبه د بلغاریا ګودېش سیمې ته نږدې چې په صوفیا کې موقعیت لري، یو بس چلوونکی د ترافیکي پېښې له امله ووژل شو چې خپل موټر کې یې ناقانونه کډوال سپاره کړي وو. د دغې پېښې وروسته د بلغاریا امنیتي ځواکونو په یو ځنګل کې ۳۰ افغان کډوال وموندل چې ځینې یې په سطحي توګه ټپیان شوي وو.

 

نورې ليکنې