د صحرا په دښته کې د کډوالو ژغورلو عملیات. انځور: د صحرا د الارم فون فېسبوک پاڼه
د صحرا په دښته کې د کډوالو ژغورلو عملیات. انځور: د صحرا د الارم فون فېسبوک پاڼه

هر کال د کډوالۍ پر لارو سلګونه کسان لادرکه کېږي. د بېلګې په توګه مدیترانه د نړۍ یوه تر ټولو خونړۍ لاره بلل کېږي، یا افریقا کې د صحرا دښته. کډوال نیوز د لادرکه شویو کسانو د ورځې (د اګست ۳۰) په مناسبت د فرانسې د سره صلیب د نړیوالې ټولنې له مرستیالې لوسیل ماربو سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: دا مهال د سره صلیب نړیواله ټولنه د څومره لادرکه شویو کسانو په لټه کې ده؟

لوسیل ماربو: د سره صلیب نړیوالې ټولنې یو انټرنټي سایټ جوړ کړی چې ترېس دې فېس نومېږي او هغو کسانو ته ځانګړی شوی چې د اروپا پر لارو لادرکه شوي دي. دا سایټ داسې یو ډېتابېس دی چې موږ ته اجازه راکوي چې د هغو کورنیو شمېر معلوم کړو چې د خپلو ورکو خپلوانو د لټولو لپاره له موږ سره اړیکه نیسي.

سرحدي سیمو کې له یو بل نه د کورنیو غړو د بېلېدو پېښې رامنځ ته کېدلی شي

تر ۲۰۲۱ پورې، ۱۶۵۰۰ کسان د ۲۵۶۰۰ تنو نورو په لټه کې وو. د ترېس دې فېس سایټ په مرسته په اونۍ کې په متوسطه توګه یوه کورنۍ خپل لادرکه شوی غړی موندلی شي.

کډوال نیوز: د کوم هېواد وګړي د لادرکه شویو کسانو لویه برخه جوړوي؟

لوسیل ماربو: په سایټ کې مو افغانان د ورکو کسانو لویه برخه جوړوي. ورپسې سوریایان، اریتریایان، عراقیان او سومالیایان راځي. خو لادرکه شویو کې کنګویي او تونسي اتباع هم دي.

کډوال نیوز: ولې داسې ویل کېږي چې د ورکو کسانو شمېر تر ۲۵۶۰۰ تنو ډېر دی؟

لوسیل ماربو: ځینې کسان په سمندر کې لادرکه کېږي. دا په دې مانا چې ځینې وختونه د کډوالو بېړۍ ډوبېږي خو څوک یې په اړه معلومات نه لري.

همداراز ځینې کورنۍ د خپلو ورکو خپلوانو په هکله څه نه وایي. نو ځکه یې معلومات زموږ په ډېتابېس کې ثبتېږي نه.

موږ پوهېږو چې ځینې سرحدونه ډېر خطرناک دي. مدیترانه، اتلانتیک (د قناري ټاپوګان) او یا اژه سمندر خورا خطرناک ځایونه بلل کېږي. خو نورو سیمو کې هم غجمنې پېښې رامنځ ته کېدلی شي: د بېلګې په توګه په افریقا کې د صحرا دښته د ناپېژانده کسانو هدیره ده.

کډوال نیوز: خلک څنګه د کډوالۍ پر لارو لادرکه کېږي؟

لوسیل ماربو: ډېری کسان په سمندر کې لادرکه کېږي، خو یو شمېر نور بیا د اروپا پر لارو ورکېږي. 

سرحدي سیمو کې له یو بل نه د کورنیو د غړو د بېلېدو پېښې رامنځ ته کېدلی شي. ځینې نور خپل موبایلونه له لاسه ورکوي او یا لار ورنه ورکېږي. که مهاجر د خپلو خپلوانو شمېرې ثبت کړې نه وي، په راتلونکي کې ورسره اړیکې نه شي ټینګولی.

د یادولو ده چې ټول هغه کسان چې لادرکه شوي مړه شوي نه دي. ځینې کسان ژوندي دي خو موږ نه شو کولی چې اړیکه ورسره ونیسو. داسې یوه قضیه مو هم ثبت کړې چې د دوو وروڼو په هکله وه. دوی په جرمني کې اوسېدل او له یو بل نه یې څو کیلومتره فاصله درلوده، خو له یو بل سره یې اړیکه نه لرله.

کډوال نیوز: تاسې کډوالو ته څه مشوره ورکوئ ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي؟

لوسیل ماربو: کډوال باید د خپلو خپلوانو شمېرې ثبت کړي. ښه به وي چې دغه سند په یو پلاستیک کې وساتل شي ترڅو چې د سمندري سفرونو پر مهال له منځه لاړ نه شي.  

بله مسله دا چې ماشومانو ته باید ووایو چې د خپلو خپلوانو شمېرې حفظ کړي. دا به یوه ښه حل لاره وي.

د پولیسو له خوا د نیول کېدو په صورت کې مهاجر باید - که ممکن وي - چارواکو ته ووایي چې دوی د یوې کورنۍ غړي دي. ځینې کډوال په بند کې اچول کېږي او له بهر سره تماس نه شي نیولی، دوی له خپلو ماشومانو سره اړیکه له لاسه ورکولی شي. 

کډوال نیوز: د کډوالو لادرکه کېدو د هغوی پر خپلوانو څه اغېز لرلی شي؟

لوسیل ماربو: د هرې شمېرې تر شا یوه کورنۍ ده چې قرباني شوې ده. دا یو ډېر سخت حالت دی ځکه چې خلک نه پوهېږي چې خپلوان یې ژوندي دي که مړه شوي دي. موږ باید دې ته باید پام وکړو چې تر هغه وخته پورې چې د لادرکه شویو کسانو مړي موندل شوي نه وي، خپلوان یې لا هم هېله مند دي.

باید ووایم چې په داسې یو حالت کې ژوند له غمونو ډک وي.

موږ پوهېږو چې د ټولو ورکو کسانو موندل شووني نه دي

ورته پېښې مهمې ټولنیزې، اداري او اقتصادې پایلې هم لرلی شي. ژوند به نور اسان نه وي: داسې کونډې ښځې چې بېرته واده نه شي کولی، هغه کسان چې د ورکو کډوالو بانکي حسابونو ته لاسرسی نه شي موندلی، د یوه سړي تر لادرکه کېدو وروسته د هغه د مېرمنې او ماشومانو ناوړه حالت...

د همدې کبله د سره صلیب نړیواله ټولنه کورنیو ته رواني او ټولنیز خدمات وړاندې کوي. موږ له ځایي چارواکو سره ګډ کار کوو ترڅو داسې قوانین تصویب شي چې د خلکو لادرکه کېدو پکې په رسمیت وپېژندل شي او کورنیو ته یې پناه ورکړل شی. موږ دغه راز له هغو مېرمنو سره مالي مرسته کوو چې خاوندان یې لادرکه شوي دي. همداراز موږ داسې پروګرامونه هم جوړوو چې کورنیو ته اجازه ورکوي چې د یو روانپوه په حضور کې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي. 

کډوال نیوز: د سره صلیب نړیواله ټولنه د ورکو کسانو د موندلو لپاره څنګه فعالیت کوي؟

لوسیل ماربو: کار مو زیات وخت نیسي. موږ په معموله توګه له دوو حالاتو سره مخ کېږو.

ځینې وختونه کورنۍ زموږ له ځایي ادارو سره اړیکه نیسي. موږ ورپسې بیا دوسیه پرانیزو او کورنیو ته د ترېس دې فېس سایټ په هکله معلومات ورکوو. دوی کولی شي چې د خپلو خپلوانو انځورونه پکې خپاره کړي.

خو ځینې کورنۍ نه غواړي چې خلک د هغوی د ستونزو په هکله خبر ترلاسه کړي. نو موږ د یوې اوږدې مرکې په جریان کې له هغوی نه غواړو چې د خپلو خپلوانو د لادرکه کېدو شرایطو په هکله معلومات راکړي، ورپسې دغه معلومات د سره صلیب نړیوالې ټولنې او د سره صلیب له ځایي ادارو سره شریکوو.

دویمه مسله دا ده چې ځینې وختونه د لادرکه شویو کسانو مړي موندل کېږي، خو هویت یې نه دی څرګند. موږ له مړو څخه د موندل شویو شیانو لکه د جواهراتو، ټاټوګانو او... په مرسته د هغوی د کورنیو د موندلو هڅه کوو. هڅه کوو چې له زیاتو سرچینو سره تماس ونیسو، د همدې کبله په یوه ځانګړې پېښه کې د ژوندي پاتو کسانو سره غږېږو. دا یوه پېچلې او اوږده پروسه ده.

موږ پوهېږو چې د ټولو ورکو کسانو موندل شووني نه دي. خو کورنۍ حق لري چې د خپلو خپلوانو په هکله ځواب ترلاسه کړي. موږ د بېلابېلو پېښو په هکله پلټنه کوو او له بېلابېلو سرچینو سره غږېږو ترڅو ځواب مو ورته د قناعت وړ وي. دا یو لوی مسولیت دی.

کډوال نیوز: د لادرکه شویو کسانو کورنۍ څه باید وکړي؟

لوسیل ماربو: دوی باید د سره صلیب له ځایي ادارو سره تماس ونیسي. دلته یې لېنک شته.

مهمه خبره دا ده چې ټول معلومات باید ثبت کړل شي: د سفر ځای او نېټه، د سفر ملګري، د سفر مقصد، فزیکي مشخصات (ټاټوګانې او...). دغه معلومات د ورکو کسانو د لټولو لپاره ډېر مهم دي.

ډېری وختونه موږ د کورنیو وروستۍ مرجع یو. دوی لومړی د خپلو خپلوانو د سفر د ملګرو او یا له خپلو نورو خپلوانو سره غږېږي او ورپسې له موږ سره تماس نیسي.

هغه کورنۍ چې غړي یې لادرکه دي باید ډېر ژر له موږ سره تماس ونیسي او موږ ته د خپلو ورکو خپلوانو د لټولو اجازه ورکړي. کورنۍ باید پر موږ باور ولري ځکه چې موږ غواړو خلکو ته بشردوستانه مرستې ورسوو. 

 

نورې ليکنې