امستردام کې یوه کښتۍ. انځور: فلیکر
امستردام کې یوه کښتۍ. انځور: فلیکر

د هالنډ پلازمېنې امستردام ښاري شورا پرېکړه کړې ده چې د تېر اپل د کډوالو په مرکز کې د سرپناه کړکېچ د هوارولو په موخه لږترلږه ۱۰۰۰ پناه غوښتونکو ته په یوه کښتۍ کې سرپناه ورکوي.

د امستردام ښاري شورا پرون سه شنبه وویل چې چمتو ده چې د هالنډ په تېر اپل کمپ کې د سرپناه کړکېچ د هوارولو په موخه په یوه کښتۍ کې د نږدې ۱۰۰۰ پناه غوښتونکو هرکلی وکړي.

دغې شورا ویلي دي چې یاده کښتۍ به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د وېستېلیجک هاونګبید په صنعتي مرکز کې لنګر واچوي چې د ښاري کانالونو او سیلانیانو څخه لرې دی. ټاکل شوې ده چې پناه غوښتونکي به لږ تر لږه ۶ میاشتې په دغه کښتۍ کې ژوند وکړي.

نوموړې شورا زیاته کړې چې د اړتیا په صورت کې تر ۱۵۰۰ تنو ته سرپناه ورکولی شي.

دا پرېکړه امستردام وروسته له هغه کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بشري حقونو سازمانونه د هالنډ تېر اپل مرکز کې د کډوالو د ناوړه وضعیت په هکله خبرداری ورکوي. تېره اونۍ د یاد مرکز مخې ته یو درې میاشتنۍ ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ورته مهال د هالنډ د کډوالۍ وزیر اریک وان دېر بورګ د امستردام د ښاري شورا دا اقدام د پناه غوښتنې د کړکېچ د هوارولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

یادې ښاري شورا په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې دغه پلان چې د دولت له خوا تمویلېږي، تېر اپل کې بشري کړکېچ حلولی شي.

د کډوالو او ټولنیزو چارو کې د امستردام شورا سلاکار روتګر ګروت واسینک تېر اپل کې وضعیت «دردوونکی» بللی دی. هغه زیاته کړې ده چې «موږ باید د سرپناه د کموالي ستونزه په ګډه حله کړو ترڅو مهاجر د اوسېدو ځای ولري».

امستردام د وېلسن نورد وروسته د هالنډ دویم ښار دی چې کډوالو ته په کښتیو کې سرپناه ورکوي. د هالنډ حکومت په جولای میاشت کې ویلي وو چې په پام کې لري‌ چې مهاجرو ته په کښتیو کې د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

د یادولو ده چې هالنډي چارواکو د تېرې شنبې په ورځ له تېر اپل څخه د هالنډ بېلابېلو سیمو ته د سلګونو هغو کډوالو د لېږد خبر ورکړ چې له تېرو څو وختونو راهیسې یې د یاد مرکز مخې ته خیمې درولې وې.

خو هالنډي رسنیو بیا وویل چې لسګونه کډوال په لیکو کې د خپلو ځایونو د له لاسه ورکولو له وېرې لا هم په تېر اپل کې پاتې دي.

د خبریالانو په حواله د تېرې جمعې په ورځ سلګونه پناه غوښتونکي تېر اپل مرکز مخې ته تر هغو خیمو لاندې پراته وو چې تشنابونو ته نږدې تړل شوې وې. په وینا یې یادو مهاجرو هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روت بیا دغه مرکز کې ځینې «صحنې شرموونکې» بللې او د ستونزو د هوارولو ژمنه یې کړې وه.

دمګړۍ هالنډ کې د سرپناه د کموالي له امله نږدې ۱۶ زره کسان چې قبولي یې ترلاسه کړې ده پناه غوښتونکو ته په ځانګړي شویو مرکزونو کې شپې سبا کوي.

 

نورې ليکنې