کډوال د بروکسل د فدازیل ادارې مخې ته، د ۲۰۲۲ د اګست ۲۹. انځور: پېکچر الاینز
کډوال د بروکسل د فدازیل ادارې مخې ته، د ۲۰۲۲ د اګست ۲۹. انځور: پېکچر الاینز

د بلجیم حکومت د دغه هېواد پلازمېنه بروکسل کې د پناه غوښتنې ادارې مخې ته د کډوالو د کمپونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. خو سازمانونه بیا وایي چې دغه طرحه د کډوالو ستونزې نه شي هوارولی.

د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. له تېر یو کال راهیسې د بلجیم د کډوالو اداره فدازیل د سرپناه له کموالي سره مخ ده او ډېری مهاجر نه شي کولی چې پتي شاتو کې د پناه غوښتنلیکونو د ثبت ادارې ته خپلې دوسیې وړاندې کړي. سربېره پر دې چې یادې ادارې په تېر یو کال کې نږدې ۲۵۰۰ نوې سرپناوې پرانیستې دي، خو وضعیت کې لا هم بدلون نه دی راغلی. د بلجیم حکومت هڅه کوي چې د دغې ستونزې د هوارولو لپاره اړمنو کسانو (کورنیو او بې سرپرسته ماشومانو) ته لومړیتوب ورکړي. خو مجرد کډوال بیا د سرپناه د موندلو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي.

دغه وضعیت د دې سبب شوی دی چې سلګونه پناه غوښتونکي د پتي شاتو د پناه غوښتنلیکونو د ثبت ادارې مخې ته شپې سبا وکړي. د پناه غوښتنې او کډوالۍ په چارو کې د بلجیم حکومت نوې منشي نیکول دو مور د دغې ستونزې د هوارولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده.

«دغه طرحه شته ستونزې نه شي هوارولی»

 دغه طرحه کې راغلي دي چې پناه غوښتونکي باید لومړی خپلې دوسیې د بهرنیانو ادارې ته وړاندې کړي چې بولوار پاشکو کې موقعیت لري. کله یې چې پاشکور کې غوښتنلیکونه ثبت شول، دوی کولی شي چې د سرپناه غوښتلو لپاره پتي شاتو ته مراجعه وکړي.

خو د مهاجرو د ملاتړ سازمان سیرې مشرې سوتیتو نګو کډوال نیوز ته وایي چې ورته «طرحې شته ستونزې نه شي هوارولی». هغه وایي چې د دوشنبې په ورځ [د اګست ۲۹] سلګونه کسانو د بهرنیانو اداره کې د خپلو غوښتنو د ثبت هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.

بله ستونزه دا ده چې زیات شمېر مهاجرو ته د نوې طرحې په هکله اطلاع نه ده ورکړل شوې. د مهاجرو د ملاتړ ښاري پلټفورم بنسټګر او ویاند مهدي کاسو کډوال نیوز ته وایي چې کډوال پاشکو نه پېژني او نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي. نوموړی په دې آند دی چې «وضعیت تر پخوا خراب شوی دی».

بیا ولولئ: بلجیم کې د پناه غوښتونکو کړکېچن حالت

د سرپناه کموالی

د سوتیتا نګو په وینا دغه «سمبولیک اقدام» د کډوالو ستونزې نه شي حلولی. نوموړې وایي چې دغه طرحه یوازې په لیکو کې د کډوالو شمېر کمولی شي او بس. د هغې په خبره اوس ځینې کسان د خپلو دوسیو د ثبت لپاره پاشکو ته ځي خو ځینې نور بیا د سرپناه د غوښتلو لپاره پتي شاتو ته مراجعه کوي.

په ورته مهال د فدازیل ادارې ویاند بنوا مانزي وایي چې دا طرحه د لا زیاتو سرپناوو د جوړولو په موخه نه ده وړاندې شوې او هدف یې دا دی چې پناه غوښتونکي دوو بېلابېلو ادارو ته راجع وکړي چې له یو بل نه فاصله لري.

خو د دغې طرحې له امله تېره سه شنبه سلګونو کسانو د پتي شاتو او نږدې پنځوس تنو نورو د پاشکو د بهرنیانو ادارې مخې ته شپه سبا کړه. 

د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو اصلي ستونزه د سرپناه کموالی بولي او وایي چې د هرکلي نوي ځایونه باید پرانیستل شي.

بیا ولولئ: د بلجیم حکومت پناه غوښتونکو ته د مناسبو شرایطو د نه برابرولو له کبله محکوم شوی دی

مرکزونو کې د کډوالو شمېر

له تېرو څو کلونو راهیسې بلجیم کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې زیاتوالی او د دوسیو په ارزولو کې سستی د اوسني وضعیت دوه لاملونه بلل کېږي. اوسمهال هر یو مهاجر د منفي او یا مثبت ځواب ترلاسه کولو پورې په متوسطه توګه یو کال نیم د هرکلي په مرکزونو کې پاتې کېږي.

بنوا مانزي وایي چې له مرکزونو څخه د وتونکو کسانو شمېر تر هغو پناه غوښتونکو کم دی چې مرکزونو کې سرپناه ور برابرېږي. هغه وایي چې د دوسیو د ارزولو پروسې د چټکېدو لپاره باید د کارکوونکو شمېر زیات راشي.

د فدازیل دغه ویاند اوسنی وضعیت نامناسب بولي او وایي: «کډوال حق لري چې د پناه غوښتنې لړۍ په جریان کې سرپناه ولري.» هغه په دې باور دی چې سرپناه لرونکي کډوال هم د اوږد انتظار له امله د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي.

 

نورې ليکنې