برېتانیا ته رسېدلي کډوال، می ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز
برېتانیا ته رسېدلي کډوال، می ۲۰۲۲. انځور: پېکچر الاینز

برېتانوي چارواکي وایي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتي دي. بل پلو بیا فرانسوي چارواکو یاد کانال کې د نږدې ۳۰۰ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د راپورونو په حواله د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي.

پرون یکشنبه په ۲۵ کښتیو کې سپرو ۱۱۶۰ کډوالو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسول.

د برېتانیا د دفاع وزارت وایي چې د تېرې شنبې په ورځ بیا ۹۶۰ تنه نور چې په ۲۰ کښتیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتي دي. له دې سره سږ کال تر دې دمه برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر ۲۷ زرو ته رسېږي. زیاته شوې ده چې یاد کډوال د دوور او دنجس بندرونو ته لېږدول شوي دي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: یوه ورځ کې نږدې ۱۳۰۰ کډوال برېتانیا ته اوښتي دي

بل پلو بیا فرانسوي چارواکي وایي چې د تېرې اونۍ په پای کې یې د انګلیس کانال په اوبو کې نږدې ۳۰۰ کډوال ژغورلي دي چې برېتانیا ته یې تلل غوښتل.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون یکشنبه د اګست ۴مه د شمالي سمندر او پا دو کالې په اوبو کې ۱۰۹ تنه ژغورل شوي دي.

زیاته شوې ده چې فرانسوي ژغورونکو تېره جمعه یاد کانال کې ۴۰ کډوال وژغورل، خو ۲۲۱ تنه نور په دې بریالي شول چې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.

د امنیتي تدابیرو او خنډونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۱۳ پورې ۲۰ زره کډوالو برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې ده چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېر اپریل د برېتانیا حکومت وویل چې په پام کې لري چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي پناه غوښتونکي رونډا ته واستوي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې د دغه پلان د عملي کولو لپاره رونډا ته سفر کړی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې تړون لاسلیک کړی و.

که څه هم دغه تړون تر اوسه عملي شوی نه دی، خو د برېتانیا د روغتیایي عدالت سازمان تېره اونۍ په یوه راپور کې پر کډوالو د یاد تړون د ناوړه اغېزو په هکله خبرداری ورکړ. 

 

نورې ليکنې