د ترکیې ساحلي سرتېری او د کډوالو یوه کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د ترکیې ساحلي سرتېری او د کډوالو یوه کښتۍ. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې سمندري ځواکونه وایي چې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې یې ۲۰۳ غیر قانوني کډوال ژغورلي دي. د ژغورل شویو کسانو له ډلې څخه ۱۸۱ تنه یې د یونان سمندري ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

ازمیر ښار کې د ترکیې د ساحلي ځواکونو قومنداني وایي چې تر ۲۰۰ ډېر غیر قانوني کډوال یې په سمندر کې ژغورلي دي. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو کډوالو له ډلې ۱۸۱ تنه یې د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو، خو ۲۲ تنو نورو بیا غوښتل چې د سمندر له لارې یوناني ټاپوګانو ته واوړي.

د ترکیې د سمندري ګارد په حواله د یوناني ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي کډوال د ازمیر ښار د سفري حصار، مندرس، قره بورون او چشمې اوبو کې ژغورل شوي دي.

بل پلو بیا دوه ویشت تنه نور چې غوښتل یې ځانونه یوناني ټاپوګانو ته ورسوي د سفري حصار په ساحلي اوبو کې نیول شوي دي.

چارواکو ژغورل شوي کډوال د ازمیر د کډوالو ادارې ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځو مخکې د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي ویلي وو چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې د ۱۵۰ زره غیرقانوني کډوالو مخه نیولې ده. نوموړي له یوې ځایي ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي وو چې یوازې په اګست میاشت کې نږدې ۵۰ زرو کډوالو پر یونان د «یرغل» هڅه کړې.

خیریه سازمانونو په وار وار سره پر یونان تور لګولی دی چې کډوال یې په ناقانونه طریقه د ترکیې پر لور شړلي دي، خو یونان بیا دا ادعاوې ردوي. میتاراچي خپله مرکه کې د کډوالو د په شا تمبولو پېښې رد کړې او ترکیه یې په دې تورنه کړې وه چې «مهاجر یونان ته استوي».

هر کال زرګونه افریقایي کډوال او یا د منځني ختیځ د هېوادونو اتباع اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه یونان ته د ورتګ هڅه کوي. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې له ترکیې څخه د اوروس او یا اژې سمندر له لارې یونان ته ځان ورسوي.

که څه هم ترکي چارواکي په منظمه توګه سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د شړل شویو کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي، خو ترکیه پخپله هره میاشت د ګڼو افغانانو په ګډون زیات شمېر کډوال له خپلې خاورې څخه باسي. د ترکیې د کډوالو ادارې تېره اونۍ وویل چې له دغه هېواد څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ۶۷ سلنه زیات شوی دی.

بیا ولولئ: ترکیه: سږ کال تر دې دمه د ګڼو افغانانو په ګډون نږدې ۷۴ زره کډوال اخراج شوي

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال تر دې دمه ۷۵۶۷۸ مهاجر له ترکیې څخه شړل شوي دي. خپرپاڼه کې راغلي چې ترکي ځواکونو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ترکیې ته د ۲۰۴۹۶۶ غیرقانوني کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.

 

نورې ليکنې