مهاجر چي غواړي له تونس څخه ايټاليا ته ځان ورسوي / انځور: اي پي اې/خوسې سېنا ګولاو
مهاجر چي غواړي له تونس څخه ايټاليا ته ځان ورسوي / انځور: اي پي اې/خوسې سېنا ګولاو

د مهاجرو او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ يو لوړ پوړی چارواکي د چهارشنبې په ورځ پر خپلو شخړيزو څرګندونو بخښنه وغوښته.

د تونس د جرجيس په بندر کي د هغو مهاجرو د مړيني په وير کي يو لاريون تر سره سو چي په مديترانه کي مړه سوي ول. د دغه مارچ مخکي هغه مېندي وې چي د مهاجرت پر ياده لاره يې خپل اولادونه له لاسه ورکړي ول. 

د مديترانې و لوېديځي او مرکزي سيمي ته د ملګرو ملتونو د (UNHCR) سازمان ځانګړي استازي، وينسنټ کوچېټل د ياد مارچ په هکله د يو ټويټري پيغام په جواب کي ليکل ول: «زيان يې غمګين دی. خو همدغه مېندي په دې کي ستونزه نه ويني چي خپل اولادونه دا ډول خطرناکو سفرونو ته وهڅوي.» نوموړي ياد پيغام د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۶مه نېټه) خپور کړ. نوموړي په دغه پيغام کي زياته کړې وه: «لکه په سېنيګال کي د هغو مېندو او پلرونو سمبوليکه محاکمه چي خپل اولادونه په وژونکو سفرونو سره ګواښ ته اچوي د دريځ د بدلون لامل کيدلای سي.»

د ملګرو ملتونو د ياد چارواکي يادو څرګندونو سخت غبرګونونه راوپارول. په خواله رسنيو کي د فرانسې سره تړاو درلودونکي کوچېټل يادي څرګندونې غېرمناسبي او غېر حساسي يادي او وغندل سوې. 

کوچېټل د خپل مخکني ټويټ په وړاندي د سختو غبرګونونو وروسته يوه ورځ وروسته په يو بل ټويټري پيغام کي بخښنه وغوښته. هغه وليکل: «زما د مخکني ټويټونو په وړاندي و سختو غبرګونونو ته په کتلو سره زما پيغام غير مناسب ؤ.» هغه زياته کړې: «په زياته زه د هغو مېندو په هکله خواښينی يم چي خپل اولادونه يې له لاسه ورکړي دي. د دومره زيات شمير ژوندونونو د له منځه تللو او د قاچاق وړونکو د خوښيو په وړاندي زما ناهيلي هم زما الفاظ نه مشروع کوي.»

نوموړي ليکلي دي: «زه هيله لرم چي خلک به نور د تونس د پرېښودلو لپاره داسي لېوني قدمونه نه اخلي او نه به يې څوک په دې کي حوصله افزايي کوي.»

د الارم فون په نوم مرستندويه ډلې د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د مستعفي کېدو غوښتنه کړېده. دغه سازمان د هغو مهاجرو لپاره تليفوني خدمات وړاندي کوي، څوک چي د تليفون له لاري د ژغورل کېدو مرسته غواړي. ياد سازمان ويلي دي چي د کوچېټل «شرموونکي» الفاظ د دې څرګندويي کوي چي په دې هکله ناپوهي موجوده ده چي په کوم شمير مغلق لاملونه سته چي خلک داسو خطرناکو سفرونو ته مجبوره کيږي. 

د (UNCHR) سازمان يو وياند ويلي دي چي دغه سازمان د مهاجرو د کورنيو د محاکمه کېدلو ملاتړ نه کوي. د هغه په وينا په استثنی د هغو کسانو چي په جنايتي قاچاق کي ښکېل وي. دغه وياند ويلي دي چي د کوچېټل د پیغام په وړاندي غبرګونونه درکوي او دا چي ځانګړي استازي بخښنه غوښتې ده.

په روان عيسوي کال په مديترانه کي د ۱۲۶۴ په شاوخوا کي مهاجر يا لا درکه سوي او يا مړه سوی دي. له ۲۰۱۴ راهيسي پر دغه سمندري لاره ۲۴۵۴۸ انسانان لادرکه سوي او يا مړه سوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې