یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس. تصویر: آرشیف
یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس. تصویر: آرشیف

د یونان چارواکي وايي چې د ژغورنې په عملیاتو کې نه دي توانیدلي چې له ترکیې سره پر پوله د کډوالو یوه لویه ډله چې د ترکیې چارواکو لخوا يي خبردارۍ ورکړل شوی و، و مومي. له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې چارواکو د ایوروس سیند په ټاپو کې د کډوالو د یوې لویې ډلې د شتون په اړه یونان ته خبر ورکړی و.

د یونان پولیسو د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي بیانیه کې وویل چې په دغه ټاپو کې چې اروپا ته په ناقانونه ډول د ننوتولو یوه لویه لاره ده، د کډوالو د ژغورنې لپاره پرله پسې هڅې يي پیل کړي خو تر دې مهاله دغه هڅې بې پایلې وې.

نور ولولئ: ترکیه وایي د یونان له خوا شړل شوي ۱۸۱ کډوال یې ژغورلي

له دې وړاندې پولیسو ویلي و چې دغه کډوال موندل شوي خو وروسته بیا د پولیسو یوې ویاندې دغه خبره رد کړه.

د ترکیې او یونان ترمنځ د کډوالو ترمنځ ناندرې له وړاندې موجودې دي. اتن تل انقره په دې تورنوي چې کډوال هڅوي ترڅو په ناقانونه ډول د یونان خاورې ته د ننه شي. ترکیه بیا په بدل کې یوناني چارواکي په دې تورنوي چې کډوالو ته په خپله خاوره کې د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي او بیرته يي ترکیه ته شړي.

تیره میاشت د یونان په یوه ټاپو کې د ۳۸ کډوالو یوه ډله له څو ورځو لادرکه کیدو وروسته و موندل شوه چې غوښتل يي د پولې له یوې غاړې څخه بلې غاړې ته واوړي.

د ایوروس سیند چې اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یوه مهمه لاره ده، د ترکیې او یونان ترمنځ شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې په دې وروستیو کې یوناني چارواکو د کډوالو د مخنیوي لپاره دغه پوله کې تدابیر سخت کړي.

 د روانې میاشتې په پیل کې د یونان حکومت ویلي و چې د کال له پیل څخه له ۱۵۰ زرو څخه ډیر کډوال په ناقانونه ډول له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي.

 

نورې ليکنې