د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف
د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ترکیې د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره مخامخه شوه چې له دې سره دغه هیواد له ایران سره پر پوله د کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړل او د ناقانونه کډوالو پر وړاندې يي په ګڼو ښارونو کې عملیات پیل کړل. په پایله کې لسګونه زره افغانان د اخراج مرکزونو او لسګونه زره نور بیرته افغانستان ته واستول شول.

د ترکیې چارواکي مني چې د روان میلادي کال له پیل څخه يي له ۴۴ زرو څخه ډیر افغانان په ۱۸۶ چارتر الوتکو کې بیرته افغانستان ته استولي دي.

کډوال نیوز په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت، خپل هیواد ته د دوې د بیرته استولو او پر دلایلو يي په ترکیه د کډوالۍ د برخې فعال او په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د انجمن له مشرعلي حکمت سره خبرې کړي.

له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو د ډیرو لامل په څه کې دی ؟

له ترکیې څخه د افغان کډوالو ایستل یوه نوې خبره نه ده. له دغه هیواد څخه له پخوا هغه افغانان چې پر قانوني شرایطو برابر نه وو، ایستل کیدل. د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۶۳ زره افغانان خپل هیواد ته بیرته استول شوي و خو د کرونا وایروس د خپریدو له امله په ۲۰۲۰ کال کې د افغانانو د اخراج کچه ۱۲ زرو ته او ۲۰۲۱ کال کې ۲۱ زره تنو ته راټیټه شوه. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو اخراج یو ځل بیا ډیر شو.

د بشري حقونو فعالان وايي چې په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون او د کډوالۍ نوې څپې، په ترکیه کې ټاکنې،د دغه هیواد کمزوری اقتصاد او نور هغه لاملونه دي چې ترکیې د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی.

نور ولولئ: ترکیه: سږ کال تر دې دمه د ګڼو افغانانو په ګډون نږدې ۷۴ زره کډوال اخراج شوي

په ترکیه کې د کډوالۍ د برخې فعال علي حکمت د کډوالو د ایستلو د ډیریدو یو لامل په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال ټاکنو نږدې کیدل او د حکومت د کډوالۍ د سیاستونو پر ضد د مخالفو سیاسي ګوندونو تبلیغات بولي.

د حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو د ترکیي د ملتپال ګوند او د دغه ګوند په ګټه د رسنیو تبلیغات د دې لامل شوي چې د کډوالو په ځانګړي ډول د سوریايي او افغان کډوالو پر وړاندې د ولس کرکه او احساسات ډیر شي.

ښاغلی حکمت وايي چې مخالف سیاسي ګوندونه د دغه هیواد د اقتصاد د کمزوري کیدو لامل هم په ترکیه کې د کډوالو د شمیر ډیریدل بولي چې له دې امله حکومت هڅه کوي د کډوالو مخه ډبه کړي او ګڼ شمیر کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي.

سربیره پر دې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره ترکیې ته په ناقانونه ډول د افغانانو کډوالي ډیره شوه چې له دې سره ترکیې د کډوالو د مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کړل او ګڼ شمیر تازه ورغلي افغانان يي بیرته خپل هیواد ته واستول.

پر کډوالو د فشارونو ډیریدل

په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال د ټاکنو رانږدې کیدل او د کډوالو له امله پر حکومت د سیاسي ګوندونو د فشار له امله انقرې پر کډوالو نوي فشارونه ډیر کړل. د ترکیې په ختیځه برخه کې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د مخنیوي پر وړاندې تدابیر سخت شول. همدارنګه په ښارونو کې هم د پولیسو ګزمې ډیرې شوې او په پایله کې ګڼ شمیر ناقانونه کډوال له نیولو وروسته د اخراج مرکزونو ته واستول شول.

علي حکمت وايي:« د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ترکیه کې د نویو ورتلونکو کډوالو نوم لیکنه دریدلې، له ایران سره پر پوله د وان په ښار کې افغانان له نیولو وروسته بیرته د ایران خاورې ته اخراج کیږي.په ښارونو کې د پولیسو د ګزمې له امله کله ناکله هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري نه شي کولای له خپلو کورونو ووځي.»

علي وايي چې حکومت ترانسپورټي شرکتونو ته امر کړی چې د بې اسناده کډوالو د لیږد څخه دې ډ ډه وکړي. د علي په خبره حتی هغه خلک چې د کډوالۍ کارتونه لري له اجازې پرته اوس نه شي کولای له یو ښار څخه بل ښار ته سفر وکړي.

د اخراج په مرکزونو کې د افغان کډوالو د ساتلو په اړه علي وویل:« هغه کډوال چې اسناد و نه لري د پولیسو لخوا له نیولو وروسته د اخراج مرکزونو ته استول کیږي او دوه یا درې میاشتې هلته په سختو شرایطو کې ساتل کیږي. که چیرې دوې په دغه موده کې د «داوطلبانه ستنیدنې» سند لاسلیک کړ نو بیرته افغانستان ته استول کیږي.»

نور ولولئ:له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو دوام: د یوه اخراج شوي افغان کیسه

علي په دې باور دی چې په دغو مرکزونو کې ښايي د پخواني حکومت یو شمیر پوځي سرتیري او پولیس هم موجو وي چې د طالب له ویرې نه شي کولای بیرته خپل هیواد ته ستون شي نو له همدې المه د بیرته ستنیدنې سند نه لاسلیک کوي چې له امله يي په همدغه مرکز کې ساتل کیږي او یا په زور سره پر دوې دغه سند لاسلیک کیږي.

د شکور هغه سند چې  له ترکیې څخه د ایستلو پر مهال يي ترلاسه کړی. انځور: شکور
د شکور هغه سند چې له ترکیې څخه د ایستلو پر مهال يي ترلاسه کړی. انځور: شکور

ویل کیږي چې پر یو شمیر افغانان د سخت فشار له امله اړ کیږي ترڅو د داوطلبانه راستنیدنې دغه سند لاسلیک کړي او ځینې بیا له لاسلیک پرته د بل چا په جعلي لاسلیک بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.

علي حکمت په دې باور دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له یوې هوکړې پر ته او له قید او شرط نه بغیر د افغانانو ایستل له نړیوالو قوانینو او د جنیوا ۱۹۵۱ کنوانیسیون څخه په ښکار سرغړونه ده.

 

نورې ليکنې