ډنمارک کې د کډوالو یوه ډله. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
ډنمارک کې د کډوالو یوه ډله. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ډنمارک چارواکي وایي‌ له رونډا سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې له ډنمارک څخه دغه افریقایي هېواد ته د کډوالو ستنولو پر پلان کار پیل کړي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د سپتمبر ۹مه وویل چې رونډا ته د کډوالو د ستنولو پلان په هکله له دغه افریقایي هېواد سره هوکړې ته رسېدلی دی. دواړو هېوادونو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی پر داسې یو پروګرام غور کوي چې له مخې به یې ډنمارک ته رسېدلي پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د ارزول کېدو موده کې رونډا ته ولېږدول شي.

دغه بیانیه کې راغلي دي‌ چې «رونډا کې اوسېدنه» هم یاد پلان کې شامله ده.

ټاکل شوې ده چې ډنمارک به د دغه پلان د عملي کولو لپاره د رونډا پلازمېنه کیګالي کې یوه اداره پرانیزي چې دوه دیپلوماتان پکې کار کوي.

په ورته مهال د ډنمارک د کډوالۍ او ادغام وزیر کاره دیبواد ویلي یې دي چې دوی «د یو داسې مکانیزم د جوړولو پلان لري چې له ډنمارک څخه رونډا ته د پناه غوښتونکو د ستنولو زمینه برابروي».

بیا ولولئ: ډنمارک کې د مهاجرت نوی قانون:‌ پناه غوښتونکي له اروپایي ټولنې بهر هېوادونو ته لېږدول کېږي

د ۲۰۲۱ په جون میاشت کې ډنمارک د پناه غوښتنې په هکله یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې دغه هېواد کولی شي چې له اروپایي ټولنې څخه بهر پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي مرکزونه جوړ کړي. کډوال اړ دي چې د خپلو دوسیو د ارزول کېدو موده کې په دغو مرکزونو کې ژوند وکړي.

د دغه قانون له مخې پناه غوښتونکي باید په حضوري توګه د ډنمارک پر پوله خپلې دوسیې چارواکو ته وړاندې کړي. ورپسې بیا دوی هغو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې په غیر اروپایي‌ هېوادونو کې جوړ شوي دي.

که څه هم اروپایي کمېسیون دغه قانون د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې قواعدو خلاف بللی و، خو د ډنمارک حکومت ویلي وو چې د خپل پلان د عملي کولو په موخه یې له ځینو هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

د یادولو ده چې د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د برېتانیا د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې پریتي پاتل رونډا ته د یو سفر پر مهال دغه افریقایي هېواد ته د کډوالو د استنولو په هکله له رونډایي چارواکو سره تړون لاسلیک کړی و. 

ټاکل شوې وه چې د جون میاشتې په ۱۴مه د کډوالو لومړۍ ډله له برېتانیا څخه رونډا ته واستول شي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې په وروستیو شېبو کې د دغه پرواز مخه ونیوله او د برېتانیا له قضایي سیستم څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد تړون مشروعیت دې وارزوي.

د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو په وار وار سره پر دغه تړون نیوکې کړې او په اړه یې اندېښنې ښودلې دي. لږ مخکې یو برېتانوي سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې روانډا ته د اخراج ګواښ د کډوالو رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کړی. دغه راپور کې راغلي‌ وو چې د دې ګواښ له امله د کډوالو په منځ کې د ځان وژنې هڅې هم ډېرې شوې دي.

 

نورې ليکنې