ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز
ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز

په افغانستان کې د پژواک خبري آژانس تازه موندنې ښيي چې د روان لمریز کال له پيل راهیسې څه باندې ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري او یا په خپله خوښه راستانه شوي چې له دې ډلې له نیمايي ډیر يي له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.

پژواک خبري آژانس خپل راپور د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په فیس بوک او ویب پاڼه کې د ۱۴۰۱ کال له پیل څخه د خپاره شویو معلوماتو پر مټ چمتو کړی.

په دغه راپور چې د یک شنبې په ورځ خپور شوی راغلي:« د ۲۵۲ زره افغانانو څخه شاوخوا ۲۳۱ زره تنه يي له ایران څخه راستانه شوي چې تر نیمایي زیات (څه باندې ۱۳۵ زره) یې په جبري ډول را ایستل شوي دي.»

د پژواک لخوا چمتوی شوی جدول ښيي چې د افغانان د اخراج کچه ډیره شوې.
د پژواک لخوا چمتوی شوی جدول ښيي چې د افغانان د اخراج کچه ډیره شوې.


پاکستان او نورو هیوادونه

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، امریکا او متحدین يي شاوخوا ۱۵۰ زره هغه افغانان چې له وړاندې يي له دوې سره کار کاوه، بهر ته لیږدولي.

د ارپور له مخې له پاکستان څخه د تیرکال د زمري میاشتې راهیسې څه باندې ۲۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

راستانه شوي کډوال څه وايي

یاد خبري آژانس لیکلي، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی شاه فیصل چې یوه اونۍ مخکې په جبري ډول له ایران څخه را ایستل شوی وایي چې په افغانستان کې له سیاسي تحول مخکې یې په یوه موسسه کې کار کاوه، خو وروسته بېکاره او اړ شو چي ایران ته ولاړ شي.

نور ولولئ: له ترکیې څخه ولې د افغان کډوالو ایستل ډیر شوي ؟

هغه وویل: «له ډېرې مجبورۍ ایران ته ولاړم، څلور میاشتې مې هلته کار وکړ، بیا مې له ایرانه ترکیې ته په قاچاقي لارو حرکت وکړ، هلته په مرز کې پولیسو له نورو ملګرو سره یو ځای ونیولم، بېرته یې ایران ته را واړولم، هلته یوه اونۍ بندي وم، بیا یې له ایرانه بېرته افغانستان ته راواړولم.»

ده وویل، په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کیږي او افغانان د بیکارۍ له امله اړ دي چې د اوږدو قاچاقي لارو ستونزې او دغه بد چلند وزغمي او په سختو قاچاقي لارو سفرونو ته زړه ښه کړي.

دی زیاتوي: «په ایران کې چې افغانان ونیسي، بیا یې اردوګاه (زندان) ته بیایي او څو چې افغانستان ته د تګ لګښت ترې وانه خلي، همالته یې بندي ساتي، ځوروي او ډبوي یې؛ له ما سره هم پیسې نه وې، درې شپې مې بندي وم، وروسته مې ورور پیسې راحواله کړې او ایرانیانو ته مې ورکړې، بیا یې افغانستان ته راواړولم».

 

نورې ليکنې