کډوال سویس کې د جبري اخراج پر وړاندې مظاهره کوي. ارشیف انځور: اسوشیتد پرس
کډوال سویس کې د جبري اخراج پر وړاندې مظاهره کوي. ارشیف انځور: اسوشیتد پرس

د سویس د شکنجې د مخنیوي ملي کمېسیون په خپل نوي راپور کې له اخراج شویو کډوالو سره پر غیر انساني چلن نیوکه کړې ده. دغه راپور کې راغلي دي چې د سویس امنیتي چارواکو له یوې مېنداورې ښځې سره د هغې د ماشومانو په وړاندې «غیر انساني» چلن کړی دی.

د شکنجې د مخنیوي ملي کمېسیون په دغه راپور کې وایي چې د سویس په جنېوا ښار کې امنیتي ځواکونو له یوې مېندوارې مېرمنې سره چې لاسونه یې تړلي وو، د هغې د ماشومانو په وړاندې «نامناسب» چلن کړی دی. زیاته شوې ده چې پولیسو یاده مېرمن چې له درده یې شکایت کاوه په زینو کې کشوله. دغه ښځه ان دې ته اړ شوې ده چې په تړلو لاسونو خپل ماشوم ته شیدې ورکړي.

د شکنجې د مخنیوي کمېسیون له یادې مهاجرې سره د امنیتي ځواکونو چلن «د کرامت خلاف او غیرانساني» بللی دی.

د دې راپور له مخې سویسي چارواکو په ۲۰۲۱ کې ۱۳۰ کډوال په زوره د هغوی اصلي هېوادونو ته بېرته استولي دي. دغه اخراجونه د ځانګړو الوتکو په وسیله ترسره شوي او د ایستل شویو کسانو په ډله کې ۶ کورنۍ او ۱۵ ماشوم هم دي.

یاد کمېسیون ویلي چې زیات شمېر اخراجونه په مناسبو شرایطو کې ترسره شوي دي، خو له ځینو کډوالو سره غیر انسانی چلن هم شوی دی.

د کمېسیون په راپور کې راغلي دي چې چارواکي «یوازې په دې شرط له بشپړ زور څخه کار اخیستلی شي چې اخراجېدونکی کس په واضحه توګه [له اوامرو] سرغړونه وکړي او خپل یا د نورو ژوند په خطر کې واچوي».

یاد کمېسیون دا هم ویلي چې د سویس د وود په کانتون کې ځانګړو ځواکونو د هوایي ډګر پر لاره د یو بل اخراجېدونکي کس لاسونه د کوم دلیل پرته تړلي وو. په ځینو نورو پېښو کې هم پولیسو له زولانو او کمربندونو کار اخیستی دی.

د شکنجې د مخنیوي کمېسیون زیاته کړې ده چې ځینو مواردو کې د کورنیو غړي له یو بل نه بېل شوي دي. دغه کمېسیون ویلي دي چې چارواکي یوازې په استثنایي مواردو کې ماشومان د هغوی له مور او پلار سره بېلولی شي.

دغه کمېسیون دا هم ویلي دي چې تېر کال په هوایي ډګرونو کې د کورونا ۱۷ ازمایښتونه په جبري توګه ترسره شوي دي.

سویس د اروپایي ټولنې غړی نه دی، خو د افغان کډوالو په ګډون د یو شمېر مهاجرو کوربه بلل کېږي. دغه هېواد تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو لږ مخکې پرېکړه کړې وه چې د ناامنیو د زیاتېدو له امله د افغان کډوالو د اخراج لړۍ دروي.

سویسي چارواکو د ۲۰۲۱ په نوامبر میاشت کې ویلي وو چې تېر کال تر ۱۵۰۰ ډېر افغان کډوال دغه هېواد ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو په حواله ډېری افغانان په سویس کې د لنډمهال لپاره د جانبي حفاظت سندونه ترلاسه کوي، خو د مهاجرو په توګه نه پېژندل کېږي. 

 

نورې ليکنې