آرشيف انځور
آرشيف انځور

د بلجيم هيواد چارواکو ويلي دي چي د نورو هيوادونو په مرسته يې د قاچاق وړونکو يوه ډله نيولې ده. دغو قاچاق وړونکو له جعلي دپلومات پاسپورټونو څخه ګټه اخيسته.

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي په پلټنو کي د آلمان، بلجيم او څلورو نورو هيوادونو پوليس برخه وال ول. ويل سوي چي پوليسو په عملياتو کي د انساني قاچاق وړونکو يو ډله نيولې ده. د بلجيم پوليسو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۱۴مه) وويل: «د عملياتو پر وخت دوې الوتکي ضبط کړل سوې او پنځه کسان ونيول سول چي دوه يې زموږ په هيواد کي ول.» د بلجيم د پوليسو په وينا د دغې قضيې په تړاو يې په بلجيم کي دننه پلټنې پېل کړي دي.

پر نيول سوو کسانو شک دی چي په انساني قاچاق، د پیسو په سپينولو، د جعلي اسنادو په جوړولو او د يوې مجرمې ډلې د تنظيم کولو په جرمونو کي برخه وال دي. د راپور له مخي تورن کسان د چهارشنبې په ورځ و توقيفي قاضي ته وړاندي کړل سول.

په راپور کي راغلي دي چي يادي ډلې هميشه همدا يو شان کار کاوه: په ترکيه کي به په جعلي دپلومات پاسپورټونو انسانان په شخصي جېټ الوتکو کي کښېنول کېدل. دغو کسانو به چارواکو ته ويل چي الوتکه يې په کارابيک کي کښېني خو هغوی به الوتکه د اروپايي اتحاديې پر سيمه کښېنوله. کوم کسان چي په دغو الوتکو کي سپاره ول، هغوی به خپل جعلي اسناد له منځه وړل او په اروپايي اتحاديه کي به يې د پناه غوښتنه کوله. 

د قاچاق وړونکو پر دغه ډله تور دی چي د هوټلونو او هوايي شرکتونو سره يې هم درغلۍ کړي دي. ويل سوي چي دغي ډلې له يادي لاري د انسانانو د قاچاق لپاره شل زره يورو غوښتل. 

د پوليسو په وينا د دغې ډلې مرکز په بلجيم کي ؤ. د آلمان، ايټاليې، اتريش، بلجيم، فرانسې او د امريکا د متحده ايالاتو پوليسو د سه شنبې په ورځ په ځانګړو عملياتو کي د انساناني قاچاق وړونکو ياده ډله ونيوله. په دغو عملياتو کي د اروپا د پوليسو يوروپول اداره هم شريکه وه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې