انګلیس کانال. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
انګلیس کانال. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د برېتانیا ساحلي ځواکونه وایي چې پرون پنجشنبه د سپتمبر ۱۵ یې د کنت په ساحلي اوبو کې هغه ۳۸ کډوال ژغورلي دي چې کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې وه. په ورته مهال ۶۱۷ تنه نور برېتانیا ته اوښتي دي.

د امنیتي تدابیرو او ګواښونو سربېره، زیات شمېر کډوال لا هم هڅه کوي چې له فرانسې څخه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. پرون پنجشنبه د سهار په ۶ بجو د کډوالو یوه بېړۍ د برېتانیا د کنت ښار ساحلي‌ اوبو کې ډوبه شوه.

د برېتانیا ساحلي ځواکونو د پېښې په هکله د اطلاع له ترلاسه کولو سره سم د یوې کښتۍ، الوتکې او چورلکې په کارولو د کډوالو د ژغورلو عملیات پیل کړل. د جي بي نیوز په حواله، ژغورونکي هغه مهال د پېښې سیمې ته ورسېدل چې ځینې مسافر اوبو ته غورځېدلي وو.

د برېتانیا د دفاع وزارت وایي چې ټول مهاجر ژغورل شوي او دوور بندر ته لېږدول شوي‌ دي.

د یو بل خبر له مخې د برېتانیا ساحلي‌ ځواکونو پرون پنجشنبه ۶۱۷ تنه نور کډوال چې په ۱۴ کښتیو کې سپاره وو، په انګلیس کانال کې وژغورل او دوور او دنجنس ته یې انتقال کړل.

همدارنګه د سه شنبې په ورځ ۵۳۸ تنو نورو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.

یو شمېر نور فرانسې ژغورلي

بل پلو بیا فرانسوي چارواکي وایي چې د چهارشنبې په شپه یې انګلیس کانال کې څو عملیاتونه ترسره کړي دي.

ژغورونکو د ورځې په ۷ نیمو بجو بلېریو ساحل کې د البانیایي کډوالو یوه ډله وژغورله چې ماشومان هم پکې وو. د نور لیتورال ورځپاڼې په حواله، د ځینو کډوالو د بدن د تودوخې درجه ټیټه شوې وه نو ځکه دوی د کالې روغتون ته یووړل شول.‌

همدرانګه فرانسوي چارواکو د پنجشنبې په سهار د کالې په اوبو کې ۳۹ تنه نور مهاجر وژغورل. د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه کډوال تېره غرمه بولونی بندر ته انتقال شوي دي.

پولیسو دغه راز د چهارشنبه په شپه د افغان، ایراني او سوډاني کډوالو یوه ۴۵ کسیزه ډله ونیوله. د رسنیو د راپورونو له مخې، د یو ۲۲ کلن افغان او یو ۱۸ کلن سوریایي مهاجر د بدن د تودوخې درجه ټیټه شوې وه نو ځکه دواړه یې روغتون ته یووړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په روان ۲۰۲۲ کال چې لا يې بشپړه کېدو ته تر درېو مياشتو زيات وخت پاتې دی، د تېر کال د دوه لسو مياشتو په پرتله ډېر مهاجر تر مانش کانال څخه اوښتي دي. د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال تر اوسه ۲۸۵۶۱ مهاجر د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي.

بیا ولولئ: سږ کال تر تېر بشپړ کال زیات مهاجر له مانش کانال تېر شوي دي

دغه سمندري لاره د تجارتي کښتيو د تګ او راتګ له کبله د نړۍ يوه له تر ټولو مصروفو سمندري لارو څخه او په دې توګه د مهاجرت لپاره خطرناکه هم بلل کېږي.

 

نورې ليکنې