د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز
د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې د تېرې جمعې په ورځ یې اژه سمندر کې د شپږو کډوالو مړي موندلي دي. زیاته شوې ده چې د یو ورک شوي کډوال د لټون هڅې لا هم ادامه لري.

د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې د تېرې جمعې په ورځ د سپتمبر ۱۷مه اژه سمندر کې د هغو پنځو کډوالو مړي موندل شوي دي چې کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې وه.

د ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کښتۍ چې ۲۰ کسان پکې سپاره ول تېره جمعه د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. چارواکو د ۱۴ تنو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی. په وینا یې د یو لادرک شوي کډوال د لټون هڅې لا هم ادامه لري.

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي ځواکونو د موګلا ولایت د بودروم تفریحي سیمې په ساحلي اوبو کې د یو بل کډوال جسد موندلی دی. ترکي چارواکو ویلي دي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د بودروم په اوبو کې یوه ربړي کښتۍ درولې ده چې پکې ۱۲ کډوال سپاره ول. زیاته شوې ده چې یو تن د انساني قاچاق په شک نیول شوی دی.

د نیول شویو کډوالو له قوله ویل شوي دي چې دغه کښتۍ کې سپاره څلور تنه نور سیند ته غورځېدلي دي. ترکي چارواکو له دغې ډلې څخه د درېو مهاجر د ژغورلو خبر ورکړی او د څلورم کس مړی یې موندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې سمندري ځواکونو د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه ویلي وو چې اژه سمندر کې یې د یوې ښځې او ۵ ماشومانو مړي موندلي او ۷۳ تنه نور یې ژغورلي دي. د چارواکو په حواله، دغه کډوال یوناني ځواکونو د ترکیې ساحلي اوبو پر لوړ شړلي دي.

بیا ولولئ: د ۵ ماشومانو په ګډون ۶ کسان اژه سمندر کې مړه شوي: ترکیه یوناني چارواکي پړه بولي

د ترکیې ساحلي ځواکونو د عیني شاهدانو له خولې ویلي وو چې دوی چې شمېر یې ۸۰ تنو ته رسېده د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۰مه) د لبنان له طرابلس ښار څخه د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی و. د یادو مهاجرو کښتۍ دوه ورځې وروسته د یونان د رودس ټاپو په اوبو کې تېل خلاص کړي وو.

عیني شاهدانو دا هم ویلي وو چې دوی یوناني ځواکونو خپله بېړۍ کې سپاره کړل، قیمتي وسایل یې ونیول او د ترکیې ساحلي اوبو ته یې نږدې پر څلورو کښتیو کې یوازې پرېښودل.

له تېرو څو کلونو راهیسې یونان او ترکیه د کډوالو د مسلې پر سر پر یو بل تورونه لګوي. ترکیه او بشري سازمانونه په منظمه توګه له یوناني اوبو څخه د کډوالو په شا تمبونې پېښو په هکله خبرداری ورکوي، خو یونان بیا وایي چې ترکیه دغه هېواد ته د مهاجرو د ورتګ زمینه برابروي. 

 

نورې ليکنې