آرشيف انځور ـ د آلمان په رمشتاين کي په انتظار افغانان / انځور: پيکچر الاينس، اسوشيېتد پريس، ماتياس شرېدر
آرشيف انځور ـ د آلمان په رمشتاين کي په انتظار افغانان / انځور: پيکچر الاينس، اسوشيېتد پريس، ماتياس شرېدر

د آلمان يو شمېر مشهورو مرستندویه سازمانونو د آلمان د حکومت هغه پلانونه ناکفي بللي دي چي غواړي په مرسته يې نور افغانان آلمان ته راولي. سازمانونو له خبرو اترو څخه د پرېکون ګواښ هم کړی دی.

يو شمېر سازمانونو د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر او د باندنيو چارو وزيري انالېنا بېربوک ته يو ليک لېږلی دی. سازمانونو په دغه ليک کي له افغانستان څخه د تر ګواښ لاندي افغانانو د په آلمان کي منل کېدلو د نوي پروګرام پر څرنګوالي خپله ناخوښي او تنقيدونه شريک کړي دي. دغو سازمانونو ګواښ هم کړی دی چي که په دغه پلان سوي پروګرام کي اصلاحات رامنځته نسي نو به د ياد پروګرام پر سر له روانو خبرو اترو څخه جلا سي. د آلمان د پروتستانت خبري آژانس په يو راپور کي راغلي دي چي په ياد ليک ويل سوي دي چي دغه سازمانونه فکر کوي چي که بېله تغير څخه د پروګرام اوسنۍ طرحه عملي سي نو هغه به د ناکامۍ د ګواښ سره مخامخ وي.

ياد ليک د بخښني د نړيوال سازمان، پرو ازيول، بې پولو ژورنالستانو او د افغانستان د ځايي همکارانو د شبکې تر څنګ د نورو سازمانونو له خوا لاسليک سوی دي.

سازمانونه له زيات وخت راهيسي داسي اندېښنه لري چي له زيات وخت راهيسي د انتخاب پروسه د هغو کسانو سره به مرسته ونکړي چي د آلمان د پوځ او نورو آلماني ادارو لپاره يې په افغانستان کي کار کړی دی. په ليک کي راغلي دي چي د افغانانو د منلو پروسه به يوازي هغه وخت بريالۍ او ګړندۍ سي کله چي د ګواښ سره مخامخ د افغانستان د مدني ټولني غړو لکه د بشر د حقونو مدافعينو، ژورنالستانو او د مېرمنو د حقونو فعالينو ته مخ په وړاندي هم بشري ويزې ورکول سي او د هغوی د کورنيو د الحاق پروسه تعديل او چټکه کړل سي.

سازمانونه بېره لري چي هغه تنظيمي او مشاورتي مراکز به په کافي اندازه سره امکانات ونلري، چي دغه پروګرام ته پلان سوي دي. دغو سازمانونو ويلي دي د پروګرام هغه بڼه چي په پام کي نيول سوې ده، د دغو سازمانونو په آند په تنظيمي او د مهتوا له مخي په لوړه اندازه د فکر وړ ده. دغو سازمانونو ويلي دي چي د ياد پروګرام د جوړولو په پروسه کي شريک کړل سوي ول.

يادو سازمانونو له حکومت څخه هيله کړېده چي د دوی له خوا وړانديز سوو تعديلونو ته دي عملي جامه ورواغوندي چي دغه سازمانونه «ځان مجبوره احساس نکړي چي له دغي پروسې څخه ځان جلا کړي.» دغه ليک د سپتامبر په اتمه نېټه و شولڅ، فيزر او بېربوک ته لېږدول سوی ؤ. 

د آلمان ائتلافي حکومت په ائتلافي قرارداد کي ژمنه کړېوه چي د فدرالي آلمان له خوا به د افغانانو د منلو لپاره يو پروګرام جوړ کړي. د هغو افغانانو لپاره چي له افغانستان څخه د باندنيو عسکرو د وتلو وروسته د تعقيب او د ګواښونو سره مخامخ دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې