کډوال له سلوانیا څخه اتریش ته اوړي. ارشیف انځور: رویترز، ۲۰۱۵
کډوال له سلوانیا څخه اتریش ته اوړي. ارشیف انځور: رویترز، ۲۰۱۵

په داسې حال کې چې د اتریش د ولسمشریزو ټاکنو په نږدې کېدو سره د کډوالو مسله یو ځل بیا توده شوې ده، سږ کال تر دې دمه دغه هېواد ته د رسېدلو مهاجرو شمېر د تېر کال په پرتله ان له دوه چنده کېدو هم لا زیات شوی دی.

د وراکتیو سایټ د یو خبر له مخې، سږ کال تر اوسه اتریش کې د کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی او د تېر کال په پرتله له دوه چنده ډېر زیاتوالی پکې راغلی دی. د دغه سایټ په حواله، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۴۷۰۰۰ ډېرو مهاجرو ځانونه اتریش ته رسولي دي خو په ۲۰۲۱ کې بیا ۱۹۰۰۰ کډوال دغه هېواد ته داخل شوي وو.

تازه شمېرې ښيي چې یوازې په روانه اونۍ کې تر ۳۰۰۰ ډېر سند نه لرونکي کډوال اتریش ته رسېدلي دي چې ډېری یې د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د افغانستان، پاکستان او هند اتباع دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اتریش د ولسمشریزو ټاکنو په نږدې کېدو سره (د اکټوبر ۹مه) د کډوالۍ مسله یو ځل بیا توده شوې ده. د اتریش سخت دریځې ښې اړخې ډلې د اتریش پر حکومت نیوکه کوي‌ او وایي چې د کډوالو د مسلې د هوارولو توان نه لري.

د اتریش د ښې اړخې ګوند اف پي او ویاند هانس امسباور د دغه هېواد د کورنیو چارو پر وزیر ژرالر کارنر نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې نوموړی د کډوالو د مخنیوي اراده نه لري.‌ هغه خبرداری ورکړی دی چې ښایي د کال تر پایه پورې به «تر ۱۰۰ زره ډېر غیرقانوني کډوال» دغه هېواد ته ور دننه شي.

همداراز د اتریش سوسیال ډموکرات ګوند هم پر اوسني حکومت نیوکه کړې ده او په نړیواله کچه یې د کډوالو د مسلې د هوارولو لپاره د ظرفیت پر نشتون ټینګار کړی دی.

د اتریش حکومت د پخواني لومړي وزیر سباستین کورتڅ د واکمنۍ پر مهال د سیاست ضد دریځ درلود او د کډوالو د منلو خلاف و.

 

نورې ليکنې