آرشيف انځور ـ وسله وال طالبان
آرشيف انځور ـ وسله وال طالبان

افغان يوټوبر اجمل حقيقي له څو مياشتو راهيسي له طالبانو سره بندي دی. ويل کيږي چي هغه څه موده مخکي حتی د ځان وژني هڅه کړې وه چي وروسته بيا روغتون ته بېول سوی وو. خو هغه ولي د ځان وژني هڅه کړې وه؟

افغان يوټوبر اجمل حقيقي له څو مياشتو راهيسي له طالبانو سره بندي دی. هغه په دې تور نيول سوی دی چي ګويا ديني مقدساتو ته يې سپکاوی کړی دی. ويل کيږي هغه حتی د ځان وژني هڅه کړې وه. له دغه شان بنديانو سره د طالبانو چلند څه ډول وي؟ دويچه ويله د طالبانو له بنده آزادو شويو کسانو سره خبري کړي.

ويل کيږي چي هغه څه موده مخکي حتی د ځان وژني هڅه کړې وه چي وروسته بيا روغتون ته بېول سوی وو. خو هغه ولي د ځان وژني هڅه کړې وه؟

د طالبانو له زندانونو څخه ځينو راخوشي سوو کسانو دويچه ويله ته د بند پرمهال په زندانونو کې د شکنجو او ربړولو کيسې کړي دي.د طالبانو له زندانونو څخه ځيني خوشي سوي کسان وايي چي دوی د منتقدينو، مدني فعالانو یا د ملي بیرغ د پلويتوب په تور زنداني او ربړول شوي دي.

د طالبانو له زندانه خوشي سوي کس چي خپل نوم محمود (مستعار نوم) ښيي دويچه ويله ته وويل: «کله چي د زندان وخت را یاد سې د بدن وېښتان مې نیغ ودریږې، هره شپه په خوب کې ویريږم او راپاڅيږم.»

هغه وايي په زندان کې مې هره شېبه مرګ غوښت او زياته يې کړه چې انساني چلند خو نه وو، حیواني چلند هم نه راسره کيدی.

محمود وایې چي ده خپل مدني فعاليتونه روا ګڼل او هيڅ باور يې نه کاوه چي دومره ظلم به ورسره وسي. هغه وويل: «کله چې يې د خوست د امنيت ادارې ته وروغوښتلم بې پوښتني يې نظارت خانې ته کش کړم او دومره یې ووهلم چې د غوږ پرده مې وشلېده، همدا مې ورته ویل چې ما څه کړې؟ پرته له هغې چې زما خبره تکمیل شې زه یې پر خوله خوله وهلم او ویل یې چې خنځیره غږ مه باسه.»

هغه وايي چې په لسو نفرو یې واهه «هیڅ یې نه لیده چې پر کوم ځایونو مې وهې». د محمود له خبرو ښکاريده چي هغه يې د افغانستان د ملي بيرغ د دفاع په خاطر بندي کړی وو.

شمس (مستعار نوم) هم يو له هغو کسانو څخه دی چې پر طالبانو يې نيوکي کولې هغه دویچه ویله ته وویل چي پر شکنجه کولو سربيره به بیا هم خپلې مبارزه ته دوام ورکړي.

هغه وايي په زندان کې یوازې فزیکي نه دی شکنجه شوی: «زما له موبایل څخه یې زما شخصي عکسونه اخیستل په ځورولم يې. زما له موبایل څخه یې نورو ته داسې پیغامونه لیږل چې اوس یې زه پر خولې نشم راوړلای. هغوی غوښتل په دې ډول پرما د اخلاقي فساد تورونه ولګوي.»

شمس وايي درې مياشتي د طالبانو په زندان کي د دوږخ حالت ته ورته وخت پر تېر سوی. هغه زياته کړه: «موږ یې په ورځ کې یو ځل په ډیرو زاریو تشناب ته پریښودلو، هر سهار به یې له خوبه په یخو او کله په جوشو اوبو را پاڅولو.» هغه حتی دې نتيجې ته رسېدلی وو چي خپل مرګ يې غوښت: «هر ځل مې له هغوی غوښتله چې لطفاً ما ووژنی ما له دې عذاب څخه خلاص کړی بس مې دي.»

شمس دويچه ويله ته د طالبانو د زندان په اړه کيسه کي وويل چې د طالبانو په زندان کي په سلګونه داسې ځوانان وه چې د بندي کیدو یې میاشتي کېدلې او هيچا يې پوښتنه نه کوله. هغه زياته کړه چي اجمل حقيقي يې هم په زندان کي وليد: «زه هلته وم چې یو افغان یوټوبر چې اجمل حقیقي نومید رایوسته او له واره یې دومره وهلی وو چې نه پیژندل کیدی.»

طالبانو تر اوسه پوري په خپلو زندانونو کي د شکنجو په اړه راپورونو ته هيڅ ډول غبرګون ښوولی نه دی.

د طالبانو د زندانونو يوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې خپور سي دويچه ويله ته دا خبره ومنله چي له ځينو بنديانو سره به سخت چلن سوی وی، خو ټينګار يې وکړي چي شکنجه سوي څوک نه دي.

خو د نړيوالو سازمانونو څېړني ښيي چي د طالبانو په زندانونو کي حتی ښځي شکنجه کيږي.

د بخښني نړيوال سازمان استازو په افغانستان کي د ښځو د شکنجه کولو په اړه يوه څېړنه کي له ځينو هغو ښځو سره خبري کړي چي د طالبانو په زندانونو کي ربړول سوي دي.

د ياد سازمان یوې غړې نیکولیت ولدمن چې په افغانستان کي يې د خپل سفر په ترڅ کې له ښځو سره ليدلي له دویچه ویله سره په یوې ځانګرې مرکې کې وویل: «د دغي څېړنې له پاره زموږ فوکس پر ربړول شويو ښځو او د هغوی د کورنۍ پر معلوماتو وو چې زما په نظر زموږ له پاره همدا کافي وه، خو د لا ډیرو معلوماتو له پاره ښایې د روغتون ځینو معایناتو ته هم اړتیا شې.»

د بخښني نړیوال سازمان دې غړې د طالبانو زندانونو ته په اشاره سره وویل: «موږ د طالبانو د زندانونو په تړاو د شوې څېړنې په اړه نه غواړو څه ووایو، ځکه چې باید ډاډه اوسو چې مرکه شوې کسانو ته ستونزه رامنځته نه شي، خو کوم څه چې مو وموندل هغه دا دی چې زندانیان نشې کولی د ځان له پاره مدافع وکیل ونیسې، او نه هم په عادلانه توګه محکمې ته معرفي کیږې.»

د بښنې نړیوال سازمان په یوه بل راپور کې راغلي دي چي «د بشري حقونو نړیوال قانون د بیان د آزادۍ محدودیت ته اجازه نه ورکوي».

په راپور کي راغلي دي: «طالبان د واک له ترلاسه کولو راهیسې، د هر هغه چا پر وړاندي چې د بشري حقونو یا عصري ارزښتونو ملاتړ يې څرګند کړی، په ځانګړې توګه د بشري حقونو مدافعین، ښځي فعالانې، ژورنالیستان او د نورو په ګډون د اکاډمۍ غړي له ګواښونو، ځورونې او تاوتریخوالي څخه کار اخلي.» په راپور کي زياته سوې ده چې «طالبان باید د بشري حقونو نړیوال قانون مراعت کړي او د هر چا د بیان د آزادۍ حق ته له تبعیض پرته درناوی وکړي.»

ش/ا/ن/ز

منبع: د آلمان ږغ دويچه وېله پښتو

 

نورې ليکنې