کم سنه مهاجر د فرانسې په شمالي کالې ښار کې. ارشیف انځور: کډوال نیوز، مهدي شبیل
کم سنه مهاجر د فرانسې په شمالي کالې ښار کې. ارشیف انځور: کډوال نیوز، مهدي شبیل

د فرانسې د لیل ښار د ادارې محکمې راپور جوړوونکي پل ګروش د سه شنبې په ورځ کالې ښار کې پر کډوالو د خوړو د وېشلو بندیز «نامتناسب» وباله. نوموړي د کالې قومندانۍ د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او و یې ویل چې د چارواکو له خوا وړاندي شوي دلایل بې بنیاده دي.

د لیل اداري محکمې تېره سه شنبه د سپتمبر ۲۰مه د فرانسې په شمالي ښار کالې کې کډوالو ته د خوړو د وېشلو د منع فرمان په هکله غونډه جوړه کړه. له دې وړاندې د سکور کاتولیک، د نړۍ ډاکټرانو او د اوبرژ دو میګران په ګډون له لسو ډېرو ټولنو د پا دو کالې قومندانۍ د دغه فرمان پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی و.

د ۲۰۲۰ له سپټمبر میاشتې راهیسې د پا دو کالې قومندانۍ د یو فرمان پر اساس بشري سازمانونه اجازه نه لري چې کالې ښار کې پر کډوالو خواړه ووېشي. دغه فرمان یوازې د تېر اوړي په جریان کې ځنډول شوی و.

د پا دو کالې قومنداني وایي چې د «عامه نظم د ټینګولو او د صحي ستونزو د مخنیوي» لپاره یې د ناراجسټرو سازمانونو له خوا پر کډوالو د خوړو وېشل منع کړي دي.

خو د لیل د اداري محکمې راپور جوړوونکي پل ګروش د تېرې سه شنبې په ورځ دغه پرېکړه «نامتناسبه» وبلله او د خوړو د وېشلو د منع فرمان د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. ښاغلي ګروش وویل یوازې په لږو او غیرجدي مواردو کې عامه نظم ته زیان رسېدلی خو دا زیان پر کډوالو د د خوړو د وېشلو سره تړاو نه لري. نوموړي زیاته کړه چې سازمانونه په احتیاط سره کډوالو ته د خوړو د ورکولو چارې پر مخ وړي او پر مهاجرو ماسکونه وېشي هم.

د خوړو «کمیت ناکافي» دی

د پا دو کالې قومندانۍ د دغه فرمان پر اساس، دمګړۍ یوازې له دولت سره راجسټر شوی سازمان له وي اکتیو اجازه لري چې پر کډوالو خواړه ووېشي. خو پل ګروش وایي چې کالې کې د کډوالو شمېر ته په کتو سره د دولتي خوړو «کمیت ناکافي» دی. نوموړي زیاتوي چې دغه پرېکړه د دې سبب شوې ده چې «اړمن کسان لومړنیو ارتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ شي».

د لیبراسیون په حواله، د محکمې دغه غړي ویلي دي »کله چې پر ازادیو بندیز لګول کېږي، یاد بندیز باید د توجیه وړ او متناسب وي.»

په ورته مهال د سکور کاتولیک غړې ژولیت دلاپلاس د فرانسې له خبري اژانس سره خبرو کې د محکمې د راپور جوړوونکي دریځ ستایلی او پر کډوالو د خوړو د وېشلو په برخه کې یې د سازمانونو پر مهم رول ټینګار کړی دی.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې کې مهاجر پلوه سازمانونه د اکراینیانو او نورو مهاجرو ترمنځ پر توپیري چلند نیوکه کوي

همدارنګه د اوبرژ دو میګران سازمان غړي پییر روک ویلي دا ښه خبره ده چې راپور جوړوونکي یاده پرېکړه نامتناسبه بللې ده، خو په وینا یې «د محکمې تر پرېکړې پورې باید انتظار وکړو».

د یادولو ده چې د اداري محکمې د راپور جوړوونکي نظر حقوقي ارزښت نه لري. ټاکل شوې چې د لیل محکمه به په راتلونکو دوو-درېو اونیو کې خپله پرېکړه اعلان کړي. 

 

نورې ليکنې