آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان حکومت غواړي چي د ال جي بي ټي کيو ټولنې پناه غوښتونکو ته له دې وروسته په آلمان کي د محافظت بهتر امکانات برابر کړي.

په آلمان کي د زيات شمير ال جي بي ټي کيو ټولنې د غړو پناه غوښتنه په دې دليل رديږي چي ګواکي که خپل جنسي تمايل پټ وساتي نو په خپل هيواد کي هم ورته ګواښ نه مواجه کيږي. 

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په يوه نوې مسوده کي راغلي دي چي اينده کي به د يادو کسانو د پناه غوښتنې د ردېدنې وروسته دا هم کتل کيږي چي که د هغوی جنسي تمايل «چارواکو او نورو کسانو ته څرګند سي نو د هغوی سره به څه کيږي.» په دغه مسوده کي راغلي دي چي له دې وروسته به اټکل کولو ته اړتيا نه وي چي وکتل سي چي پناه غوښتونکي ته د خپل جنسي تمايل سره په مطابقت کي ژوند کولو څومره مهم دي. ياد نوي اصول به د روان کال د اکتوبر مياشتي له اولې نېټي څخه عملي کېدل پېل سي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوالو ديرګ ويزه او فالکو دروسمن د کورنيو چارو د وزير نېنسي فيزر ياد آوامر ښه اقدام بللی او ويلي يې دي چي دا اقدام بايد تر مخه لا سوی وای. هغوی ويلي دي چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالي ادارې بامف له کالونو راهيسي په دې دليل د ال جي بي ټي ټولنې د غړو پناه غوښتنې ردولې چي ګواکي خپل جنسي تمايل محرم ساتلای سي.

د زرغون ګوند استازو فيليڅ پولات او اوله شاوس په ياده موضوع کي د آلمان پخوانی دريځ او اصول يوه لويه رسوايي ياد کړي دي. دواړو سياستوالو ويلي دي چي دا يو ښه اقدام دی چي د آلمان ائتلافي حکومت اوس په دې ډګر کي پخواني اصول ليري کړل. 

ويل سوي دي چي په يادو قضيو کي د روانو پروسو اصلاح به وسي او د پناه غوښتنو په پلان سوو جوابونو کي به اړونده اصلاحا راوستل سي.

په آلمان کي د همجنسبازانو سازمان د آلمان د حکومت له ياد تعديل څخه ستاينه کړېده. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې