د بلغاریا سرحدي پولیس. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د بلغاریا سرحدي پولیس. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د بلغاریا چارواکي وایي‌ چې د تور سمندرګي په شمال ختیځه شبلا دماغه کې د کډوالو یوه ډله موندلې ده چې ویل کېږي افغانان هم پکې شامل دي.

د بلغاریا د سرحدي پولیسو د سیمه ایزې ادارې کمېشنر انتون میرکوف او تور سمندرګي کې د همغږۍ مرکز مسول اوایلو نیکولوف بورګاس ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دغه ډله کې ۲۲ نارینه، اته ښځه او اته ماشومان شامل دي چې وایي د افغانستان او سوریې اتباع دي.

د چارواکو په حواله، نیول شوي کډوال د کاوارنا سیمې روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

انتون میرکوف دا هم ویلي دي چې دغه ۷-۸ متري کښتۍ کې له اندازې زیات کډوال سپاره وو.

یاده کښتۍ د پنجشنبې سهار په ۶ نیمو بجو تور سمندرګي کې لیدل شوې وه چې د رومانیا خوا ته روانه وه. چارواکو ویلي دي چې د سرحدي ځواکونو بېړۍ ته د یادو مهاجرو انتقال د څپو د لوړوالي له امله شونی نه و.

دا عملیات د رومانیا ساحلي ځواکونو او د اروپا د پولې ساتنې ادارې په همغږۍ ترسره شوي دي.

داسې ویل کېږي چې دغو کډوالو له ترکیې څخه خپل سفر پیل کړی او رومانیا ته یې تلل غوښتل.

د انتون میرکوف په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې دا لومړی ځل دی چې د بلغاریا په ساحلي اوبو کې د کډوالو کښتۍ لیدل کېږي. نوموړي زیاته کړې ده چې سږ کال رومانیا کې ورته پېښې ثبت شوې دي.

بیا ولولئ:‌ د بلغاریا ځواکونو بورګاس ښار ته نږدې ۱۴۱ افغانان نیولي دي

د بلغاریا د کډوالۍ ادارې د روان کال په اګست میاشت کې ویلي وو چې د تېر کال پرتله دغه هېواد کې د نیول شویو غیر قانوني‌ کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

بلغاریا پر بالکان لار پراته ده. ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې اروپا ته د راتګ په موخه لومړی دغه هېواد ته ځان ورسوي.

 

نورې ليکنې