بستي کې د ځوانو کډوالو پنډغالی د می میاشتې په ۲۸مه جوړ شوی و. انځور: یوتوپیا ۵۶
بستي کې د ځوانو کډوالو پنډغالی د می میاشتې په ۲۸مه جوړ شوی و. انځور: یوتوپیا ۵۶

نن جمعه سهار وختي د پاریس له بستي څخه هغه ۸۰ ځوان کډوال ایستل شوي چې له ۱۱۹ ورځو راهیسې یې یاد ډګر کې خیمې تړلې وې. که څه هم چارواکو دغو کډوالو ته سرپناوې برابرې کړې، خو یوتوپیا ۵۶ سازمان چې یاد پنډغالی یې جوړ کړی و د دوی د نامعلوم برخلیک په هکله اندېښنه څرګندوي.

له تېرو ۱۱۹ ورځو راهیسې د پاریس په بستي ډګر کې ۸۰ ځوانو کډوالو خیمې درولې وې. دوی نن جمعه د سپتمبر ۲۳مه د پولیسو د قومندانۍ د یو فرمان پر اساس له یاد ډګر څخه وایستل شول. د یوتوپیا ۵۶ غړی نیکولای پوسنر کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې دغه کډوال امنیتي ځواکونو د سهار په ۷ بجو له خوبه راوېښ او د ځانګړو پولیسو په شتون کې یې سرویسونو کې سپاره کړل.

یوتوپیا ۵۶ د می میاشتې په ۲۸ د کډوالو دغه پنډغالی د پاریس په بستي ډګر کې جوړ کړی و. دا هغه کډوال دي چې وایي کم عمره دي خو چارواکي یې ادعا رد کړې ده. دوی چې له محکمې څخه د استیناف غوښتنه کړې ده د چارواکو تر پرېکړې پورې په نامعلوم وضعیت کې ژوند تېروي. د یوتوپیا ۵۶ غړی پیر ماتورین تېره جولای میاشت ویلي وو چې یاد وضعیت د دغو کډوالو د «لالهاندۍ» سبب ګرځېدلی دی.

بیا ولولئ: د پاریس په بستي ډګر کې د تنکیو ځوانانو پنډغالی: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې دلته بې برخلیکه یم»

ټاکل شوې وه چې نن جمعه یوتوپیا ۵۶ د دغو کډوالو د ستونزو د هوارېدو لپاره لاریون وکړي، خو د ایل دو فرانس او پاریس قومندانیو پرون شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایل دو فرانس د روغتیا سیمه ایز اژانس له خوا یاد کمپ کې د روغتیایي ستونزو او د ګرګ ناروغۍ پېښو ثبت ته په کتو سره دغه لاریون عامه نظم ته زیان رسوي او نه یوازې د کمپ اوسېدونکي بلکې نور خلک هم په خطر کې اچوي.

یوتوپیا ۵۶ بیا وایي چې کمپ کې د ګرګ یوازې یوه پېښه ثبت شوې او په هکله یې د روغتیا سیمه ایزې ادارې ته اطلاع ورکړل شوې وه.

په ۲۰۲۳ کې۴۰ تر ۶۰ سرپناوې

په ورته مهال د یاد سازمان غړی نیکولای پوسنر دا عملیات په انساني لحاظ یو بریا او مثبته خبره بولي. په وینا یې دغه ځوانان کولی شي چې حداقل د څه مودې لپاره له ساتنې او نورو خدماتو څخه برخمن شي. نوموړي زیاتوي چې ځایي اوسېدونکو ته د نوموړو کډوالو د ستونزو په اړه اطلاع ورکړل شوې او د پاریس ښاروالۍ ژمنه کړې چې سرپناه ور برابره کړي. د نوموړي په حواله، په ۲۰۲۳ کې به پاریس کې د دغو مهاجرو لپاره ۴۰ تر ۶۰ پورې سرپناوې برابرې شي.

دمګړۍ پاریس کې یوازې د امیل زولا مرکز استیناف غوښتونکو کډوالو ته ځانګړی شوی دی چې په یو وخت کې د ۴۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري. ټاکل شوې ده چې دا مرکز د ۲۰۲۲ په پای کې وتړل شي.

د یادولو ده چې کم سنه کډوال د فرانسه په بېلابېلو برخه کې له ورته برخلیک سره مخ دي. دمګړۍ په مارسی ښار کې نږدې ۵۰ کډوال چې د چهارشنبې په ورځ کانبیر سرک کې واقع له یوه ودانۍ څخه وایستل شول، لالهاند ګرځي.

همدارنګه د فرانسې په تولوز ښار کې ۱۴۱ تنه نور چې د محکمې مخې ته یې خیمې تړلې وې له کمپ څخه وایستل شول.

لیون ښار کې بیا نږدې ۶۰ کډوال له جولای میاشتې راهیسې د کروا روس سیمې په یوه عامه پارک کې شپې سبا کوي.

 

نورې ليکنې