د بلغاریا ګزمه کوونکي. ارشیف انځور: واسیل دونېف، پېکچر الاینز
د بلغاریا ګزمه کوونکي. ارشیف انځور: واسیل دونېف، پېکچر الاینز

د بلغاریا حکومت د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په بورګاس، یامبول او هاسکوو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د چارواکو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې تر ۱۰۰ زره ډېرو کډوالو بلغاریا ته د داخلېدو هڅه کړې ده.

د بلغاریا په څو سیمو کې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان شوی دی. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر اوان دمردژیېف د مالکو تارنوفو له سرحدي پوستې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د دغې پرېکړې موخه «د سرحدي پولیسو د فعالیتونو اسانول او د خرابو سرحدي سړکونو رغول» دي.

نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ سرحدي ځواکونه د خرابو سړکونو له کبله د خپلو وسایلو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په وینا یې دغه حالت د دې سبب شوی دی چې غیر قانوني کډوال بلغاریا ته داخل شي.

بل لور ته د بلغاریا د کرنې وزیر جاوور ګېچېف ویلي دي چې سر له تېرې جمعې د بلغاریا سرحدي ځواکونو او د ځنګلاتو وزارت ګډو ډلو د کډوالو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله ګزمه پیل کړې ده. 

د بلغاریا خبري اژانس په حواله، د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د هاسوکوفو مینکو انجلوف والي د دغه زون په سویلنګراد او توپولوګراد ښارونو کې هم د سپتمبر تر ۲۹مې پورې بېړنی حالت اعلان کړی دی. زیاته شوې ده چې د دغه اقدام موخه د ترکیې او بلغاریا پر پوله «د انساني ژوند ساتنه، د خلکو د اموالو، اقتصاد او چاپېریال ته د زیان رسېدو مخنیوی» دی.

د بلغاریا د کورنیو چارو زارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل څخه د سپتمبر تر ۱۸مې نېټې پورې ۱۰۳ زره او ۹۹۸ مهاجرو له ترکیې څخه دغه هېواد ته د داخلېدو هڅه کړې ده چې دا د تېر کال همدې مودې پرتله ۳-۴ چنده زیاتوالی ښيي. چارواکو ویلي دي چې یوازې په روانه اونۍ ۷۸۶۴ کډوالو هڅه کړې ده چې له ترکیې څخه بلغاریا ته واوړي.

بیا ولولئ: بلغاریا: تور سمندرګي کې د افغانانو په ګډون ۳۸ کډوال نیول شوي

بلغاریايي چارواکو د اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو بورګاس ښار ته نږدې ۱۴۱ افغان کډوال نیولي دي چې غوښتل یې په ناقانونه طریقه د بلغاریا خاورې ته داخل شي. د چارواکو په حواله، ۸۸ افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې سپاره ول د بلغاریا سرحدي ښار بورګاس ته نږدې نیول شوي. امنیتي ځواکونو دغه راز بورګاس ښار ته نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې ۵۳ تنه نور افغانان نیولي وو چې موټر ته یې انتظار کاوه.

همدارنګه د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۵مه ویلي وو چې د پنجشنبې ورځې په سهار دوه بلغاریایي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې یو بس ودروي چې کډوال یې انتقالول. په وینا یې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه بس چلوونکي د بورګس ښار د پولیسو پوسته کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه. 

بلغاریا پر بالکان لار پراته ده. ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې اروپا ته د راتګ په موخه لومړی دغه هېواد ته ځان ورسوي.

 

نورې ليکنې