آرشيف انځور ـ د اوکراين زيات مهاجر برلين ته رسېږي
آرشيف انځور ـ د اوکراين زيات مهاجر برلين ته رسېږي

د آلمان د ښارونو د شورای رئيس راينهارد زاګر په دې نظر دی چي ګواکي په آلمان کي سوسيال مرستي د مهاجرو د جذبولو او آلمان ته راتللو سبب کيږي.

راينهارد زاګر چي د سي ډي يو ګوند سياستوال دی وايي چي د آلمان سوسيال مرستي آن د هغو مهاجرو د و آلمان ته راتلو لامل کيږي چي تر مخه يې په نورو هيوادونو پناه ترلاسه کړې وي. نوموړي زياته کړې ده: «د سوسيال مرستو په تړاو د آلمان قوانين و آلمان ته د خلکو د راتګ لپاره ځانګړی جذابيت لري.» د آلمان د اولستون شتاين د ښاري شورا دغه غړي يادي څرګندونې د چهارشنبې په ورځ و «کيلر ناخريشتن» ته وکړې.

د زاګر په وينا کله چي په آلمان کي د اوکرايني مهاجرو سره د مرستي طرحه جوړه سوه، نو هيڅ چا اټکل نه ؤ کړی چي جګړه به دومره اوږده سي او نه چا دا اټکل کړی ؤ چي په دومره لوی شمېر اوکراينيان به راسي. هغه وويل چي د طرحي مقصد دا ؤ چي اوکراينيانو ته د آلمان په کاري بازار کي چټک ځای ورکول سي. د نوموړي په وينا خو کوم اوکراينيان چي آلمان ته راغلي دي اکثريت يې زاړه انسانان، مېرمني او ماشومان دي چي د بيلو دلايلو پر اساس د کار د بازار لپاره حاضر نه دي. د نوموړي په وينا دا خبره د شمېر له کبله ورو ورو په يوه ستونزه بدلېدونکې ده.

له دې مخکي د سي ډي يو ګوند مشر فريدريش مېرڅ په همدغه موضوع کي د «سوسيال سياحت» لغت کارولی ؤ. که څه چي مېرڅ خپله ياده خبره بېرته واخيسته، خو زاګر د مهاجرو په هکله وايي چي «هغوی حساب کولای سي.» اوکرايني مهاجر د جون مياشتي له لومړۍ نېټي راهيسي د هارڅ څلور په نوم په آلمان کي د سوسيال مرستو مستحق دي. د راتلونکي کال له جنورۍ مياشتي څخه به د مرستو مقدار نور هم ډېر کړل سي. زاګر ويلي: «د نورو اروپايي دولتونو په پرتله موږ طلايي معيار لرو چي د پناه غوښتونکو په تړاو د اروپايي سياست د همږغي کېدو مخنيوی مشکله کوي.»

د زاګر په وينا آلمان په کاري ساحه کي و مهاجرت او کډوالو ته اړتيا لري. د هغه په وينا خو له اوکراين او ورسره ګاونډي هيوادونو لکه مالدا ويا او په همدې شان له افغانستان، سوريې او ايريتريا څخه مهاجر په اکثريت توګه د کار بازار ته نه وي حاضر.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې