بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز
بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز

د بي بي سي موندنې ښيي چې بریتانیا ته ورغلي ۱۱۶ کډوال ماشومان چې د حکومت لخوا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي و، د ۱۴ میاشتو په موده کې لادرکه شوي دي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه موده کې له ۱۶۰۰ ډیر کډوال ماشومان چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته رسیدلي و، په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي و.

دغه کډوال ماشومان د تیر ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې څخه تر روان اګست پورې له هوټلونو وتلي او لادرکه دي. یو شمیر سازمانونه اندیښنه ښودلې چې ښايي له دغو ماشومانو چې د ځینو عمرونه ۱۱ کلونو ته رسیږي په جرمي او ناوړه جنسي فعالیتونو کې ګټه اخیستل شوی وي.

د بي بي سي د Newsnight پروګرام موندلي چې په مجموع کې ۱۸۱ ماشومان چې ۱۸ او یا له هغه څخه ټیټ عمرونه يي درلودل، په یاده موده کې له هوټلونو وتلي و چې وروسته بیا ۶۵ تنه يي و موندل شول.

د حکومت ناکامي

له هوټلونو څخه د کډوالو ماشومانو ورکیدل د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیر سازمانونه اندیښنه راپارولې او حکومت يي په دې برخه کې په ناکامۍ تورن کړی.

د «ریفیوجي کونسل» د خیریه بنسټ د بهرنیو چارو مسولې تمسین باکستر کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل:« دا د حکومت یو لویه ناکامي ده چې متضرر تنکي ځوانان چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي لاهم په هوټلونو کې ساتل کیږی چې له همدې امله یو شمیر يي لادرکه کیږي.

د کافي استوګنځایونو د نه شتون له امله، بریتانیا ته نوي ورغلي کډوال د لنډ مهال لپاره په هوټلونو کې ساتل کیږي.

کډوال نیوز چې د روان کال د اپریل په میاشت کې له ځینو دغو هوټلونو لیدنه وکړه او ځینو کډوالو سره يي په دې اړه خبرې وکړې موندلي چې په سترو او دنګو ودانیو کې چې ځینې مهال له زرو ډیر کډوال په یوه وخت کې دغلته ساتل کیږي،هیڅ ډول اطلاعاتو ته په ځانګړي ډول د پناه غوښتنې ادارې کارونو ته لاسرسۍ نه لري.

نور ولولئ: لاهم ۱۲۰۰۰ افغان کډوال د لندن په هوټلونو کې بتد پاتي دي

چارواکو کډوال نیوز ته ویلي :« بې سرپرسته کډوال ماشومان په اوسط ډول، هوټلونو ته له رسیدو ۱۵ ورځې وروسته د پناه غوښتنې د ثبت لپاره د کډوالو د هرکلي مرکزونو ته استول کیږي.». چارواکي مني چې هڅې يي کافي نه دي او باید ډیر څه وشي.

تمسین باکستر وايي:« تر هغه چې ماشومان په هوټلونو کې ساتل کیږي، له قانوني څارنې بې برخي پاتي کیږي او په خورا ناوړه حالت کې وي.» میرمن تمسین زیاتوي چې مونږ له دغو ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستې په اړه اندیښمن یو چې ښايي اوسمهال دوې ورسره مخامخ شي.

بریتانیا کې د ماشومانو د قاچاق په اړه اندیښنې

په بریتانیا کې انساني قاچاق د شبکو فعالیت یو حقیقت دی او اندیښنې دادي چې یو شمیر ماشومان هم د دغې سوداګرۍ ښکار ګرځي.

 د ECPAT خیریه بنسټ مشرې پاتریشیا دور په دې اړه د اندیښنې په څرګندولو سره بي بي سي ته ویلي:« ښايي دوې د چرسو په یوه کارخانه کې کار وکړي، د کورنۍ غلامي او یا کیدای شي له دوې څخه په جرمي او ناوړه جنسي فعالیتونو کې ګټه پورته شي.» نوموړې په هوټلونو کې د ماشومانو ساتل د حیرانتیا او اندیښنې وړ بولي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې په هوټلونو کې د دوې له ساتلو ډ ډه وکړي.

 

نورې ليکنې