تصویر: فرانسه کې افغان کډوال اجمل. انځور کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲
تصویر: فرانسه کې افغان کډوال اجمل. انځور کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲

د پاریس په سویل لویدیځه څنډه کې له نورو هیوادونو څخه راغلي شاوخوا ۲۰۰ تنکي ځوانان تر یوه پله لاندې خیمې تړلي چې هر ماښام یو شمیر نوي کډوال هم دغه کمپ ته اضافه کیږي. د نورو کډالو ترڅنګ لسګونه افغانان هم دلته د سړک پر غاړه له کړاوه ډکې شپې سبا کوي چې په یوه خیمه کې دوه کسان ویده کیږي. کډوال نیوز له دغه کمپ څخه لیدنه کړې.

د دوشنبې ماښام ۷ بجې دي او پاریس ته نږدې د «شرانتون لو پون» په دغه سیمه کې د دوو پلونو لاندې د سړک دواړو غاړو کې یو شمیر تنکي کډوال تر خپلو خیمو لاندې د خپل سرنوشت انتظار باسي. د دنګو ودانیو ترڅنګ د سړک په یوه غاړه کې ډیری افغانان او په بله غاړه کې بیا د افریقايي هیوادونو وګړي خپلې خیمې تړلي. د موټرو غږونه، سړه هوا، باد او باران دغه تنکي ځوانان خوب ته نه پریږدي. په وړه خیمه کې د دوو کسانو ویده کیدل، د حمام، څښاک اوبه او خوراکي موادو ته نه لاسرسۍ هغه څه دي چې د دغو تنکیو ځوانو ژوند يي لا ستونزمن کړی.

دغه پنډغالي کې چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې جوړ شوی هره اونۍ له ۲۰ څخه تر ۳۰ خیمې اضافه کیږي. د یوتوپیا ۵۶ سازمان چې کډوالو لپاره د سرپناه اود خیمو د موندلو په برخه کې کار کوي په دې اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره وايي: «حتی ځینې شپې مونږ ۱۲ نوي تنکي ځوانان چې سرپناه نه لري، دغه پنډغالي ته راولو.»

د ماښام لخوا یو شمیر خیریه بنسټونه دغه دلته د مرستې لپاره راځي ترڅو دغو ځوانانو ته خواړه او د څښاک اوبه وویشي. د میدي دیو مي (Midis du Mie) سازمان یو شمیر رضاکارانې راغلي ترڅو له دوې سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړي.

تنکي ځوانان

د فرانسې د قوانینو له مخې هغه بهرنی وګړی چې عمر يي له ۱۸ کلونو کم وي او سرپرست و نه لري نو د دولت لخوا له ټولو هغو مرستو برخمن کیږي چې «کم عمره بې سرپرسته بهرنیانو» ته ځانګړی شوی خو د دغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره فرانسې ته تازه رسیدلي بهرنیان اړ دي چې باید ثابته کړي چې عمرونه يي له ۱۸ کلونو کم دي.

د دغه کمپ ډیری اوسیدونکي هغه تنکي ځوانان دي چې فرانسه کې د کم عمره (۱۸ کم عمر) ځوانانو په توګه نه دي پیژندل شوي نو ځکه د دولت د سرپناه او نورو ټولنیزو مرستو څخه محروم شوي او اړ دي چې دلته تر خیمو لاندې خپلې شبې سبا کړي.

د پاریس ته نږدې تر یوه پله لاندې لسګونه افغان تنکي ځوانان تر خیمو لاندې شبې سبا کوي. انځور کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲
د پاریس ته نږدې تر یوه پله لاندې لسګونه افغان تنکي ځوانان تر خیمو لاندې شبې سبا کوي. انځور کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲

د یوتوپیا ۵۶ خیریه سازمان کارکوونکي هره ماښام د پاریس ښار د تالار له مخې نه یو شمیر کډوال دغه کمپ ته راوړي تر څو تر خیمو لاندې ورته سرپناه برابره کړي. دا هغه تنکي ځوانان دي چې د کم عمره کډوالو په توګه نه دي پیژندل شوي نو ځکه له دولتي استوګنځایونو شړل شوي دي.

د معمول په څیر د شپې په تیاره کې د یوتوپیا ۵۶ خیریه سازمان دوه تنه کارکوونکي له ۷ نویو کډوالو سره چې د کم عمره په توګه نه دي ثابت شوي او له خپلو استوګنځایونو دباندې ایستل شوي، دغه پله لاندې رسیږي. د یاد سازمان یوه کارکوونکې پریسکوین چې له دغو کډوالو سره یو ځای رسیدلی وايي: «د دوې ټولو لپاره مونږ یوازې درې خیمې لرو. مونږ باید یو بل کس پیدا کړو تر څو دوې ته په خپله خیمه کې ځای ورکړي.»

خپلواک صافی هغه افغان تنکی ځوان دی چې په دې وروستیو کې فرانسې ته رسیدلی او اوس دلته تر خیمې لاندې ژوندي کوي.

هغه چې خپل عمر ۱۷ کاله په ګوته کوي له دې وړاندې د کم عمره بې سرپرسته ماشومانو ته ځانګړي شوي استوګنځای کې اوسیده. نوموړی وايي: «له دې وړاندې په یوه هوټل کې وم او د زده کړو ترڅنګ د ژوند نورو لازمو آسانتیاوو ته مې لاسرسۍ درلود خو د عمر د ارزونې وروسته يي له هغه ځایه وویستل او وراته يي وویل چې عمر دې له ۱۸ کلونو کم نه دی.»

تصویر: پاریس کې افغان کډوال خپلواک صافی. انځور: کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲
تصویر: پاریس کې افغان کډوال خپلواک صافی. انځور: کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲

له کونړ څخه راغلی دغه ځوان کډوال نیوز ته وویل: «دزیر سن د ارزولو له مصاحبې ۲۰ ورځې وروسته راته ځواب راغی او و وویل شو چې ته زیر سن نه يي. له ۱۰ نورو کډوالو سره يي دلته راستلم او راته يي خیمه راکړه.» خپلواک صافی وايي چې عمر يي له ۱۸ کلونو کم دی غواړي د دغې پریکړې پر وړاندې محکمې ته ولاړ شي او وکیل و نیسي.

یوازې خپلواک صافی نه دی چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ دی بلکه ګڼ شمیر نور ځوانان هم په دغه کمپ کې ورسته ستونزې لري.

محمد چې له سومالیا څخه فرانسې ته راغلی وايي چې له ۱۶ کلونو ډیر عمر لري او له درې ورځو راهیسې په دغه پنډغالي کې له یو بل کس سره یوځای ترخیمې لاندې ویده کیږي. هغه هم چې مخکې له نورو تنکیو ځوانانو سره یوځای په یوه هوټل کې اوسیده د عمر د اثبات وروسته دلته راوستل شوی. محمد په دې اړه وویل: «له یوې مصاحبې وروسته يي راته وویل چې زیر سن نه يي، نه پوهیږم چې دوې په یوه لنډه مصاحبه کې زما عمر څنګه ثابتولای شي.»

تر خیمې لاندې له کړاوه ډک ژوند

د سړک پر غاړه دغه پنډغالی کې یوازې تنکي ځوانان نه بلکي یو شمیر نور کډوال هم چې عمرونه يي له ۱۸ کلونو پورته دي، دلته اوسیږي. څلور ویشت کلن اجمل یوه میاشت څخه ډیره موده کیږي فرانسې ته رسیدلی او له خپل ترور زوی سره یوځای دلته تر یوې خیمې لاندې شپې سبا کوي. نوموړي ته د پناه غوښتنې پر مهال ویل شوی چې د اوس لپاره سرپناه نشته او باید انتظار و باسي.

د پاریس ته نږدې تر یوه پله لاندې لسګونه افغان تنکي ځوانان تر خیمو لاندې شبې سبا کوي. انځور: کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲
د پاریس ته نږدې تر یوه پله لاندې لسګونه افغان تنکي ځوانان تر خیمو لاندې شبې سبا کوي. انځور: کډوال نیوز/ ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۲

هغه چې د بې کورۍ له ستونزې سرټکوي وايي: «دلته د موټرو غږونه مو خوب ته نه پریږدي. باد او باران دی او له یوې کمپلې سره تر یوې خیمې لاندې د دوو کسانو ویده کیدل ستونزمن دی.»

اجمل چې اوسمهال د کور لپاره د دولت ځواب ته په تمه دی وايي چې د موبایل چارج کولو لپاره اړ دی چې بل ځای ته ولاړ شي او د څښاک اوبه هم له بل ځایه راوړي.

۱۸ کلن فیروز یو بل افغان کډوال دی چې تر خیمې لاندې اوسیدل يي ژوند ګران کړی. هغه وايي: «له دې وړاندې د پاریس په یوه بله سیمه کې تر پله لاندې ویده کیدم او څلور شپې کیږي چې دلته راغلی یم.» فیروز وايي چې یوازې یوه جوړه کاليو سره تر خیمې لاندې شپه سبا کوي.

فیروز د خوراکي موادو د کمښت په اړه اندیښنه لري او وايي: «که چیرې دلته ډوډۍ و نه ویشل شي نو وږي ویده کیږم.»

نوموړی د ژمي د سړې هوا، باد او باران په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي: «تیره شپه سخت باد و او زما د خیمې ترپال يي یو وړ او سم خوب مې و نه کړ.» فیروز چې د سرپناه ستونزه لري خو اندیښنه يي د اسنادو اخیستلو ته ډیره ده، له دولت څخه غواړي چې د پناه غوښتنه يي ومني.

ورځ تر بلې د سړک تر غاړې د خیمو ډیریدل

پاریس او د فرانسې په نورو ښارونو کې دا یوازینۍ ځای نه دی چې کډوال د سړک پر غاړه تر خیمو لاندې ژوند کوي بلکه ګڼې داسې سیمې شته چې نوي رارسیدلي کډوال په کې تر خیمو لاندې شپې سبا کوي. دغه حالت د کډوالۍ د ملاتړ بنسټونه اندیښمن کړي.

د یوتوپیا ۵۶ سازمان چې کډوالو لپاره د بیړنۍ سرپناه په برابرولو کې مرسته کوي وايي چې یوازې تیره اونۍ ۳۰۰ کورنۍ د سرپناه غوښتنه کړې چې په دغه ډله کې ۱۲۲ ماشومان شامل دي.

نور ولولئ: پاریس کې ترخیمو لاندې افغانان وايي چې د موټرو غږونه مو خوب ته نه پریږدي

له دغه سازمان څخه میرمن پریسکوین د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د سپتمبر له میاشتې راهیسې دغه پنډغالي کې د خیمو شمیر په چټکۍ سره په ډیریدو ده چې د اوسیدو شمیر يي نږدې ۲۰۰ تنو ته رسیدلی. د نوموړې په خبره ډیرۍ تنکي ځوانان حتی بې سرپناه پاتي کیږي.

پریسکوین د خپلو خبرو په دوام وویل چې د جون د میاشتې راهیسې یوازې ۶۰ تنکي ځوانان چې د کم عمره په توګه و پیژندل شول، له دغه ځایه مناسبو ځایونو ته واستول شول.

د میدي دیو مي یوه رضاکاره آگاته ندیمي چې کله ناکله د دغو کډوال حال اخلي او له دوې سره مرسته کوي، د دغه حالت په اړه دولت ګرم بولي او وايي: «د سړک تر غاړې تر دغه پله لاندې دغه ځای ویرونکی او ډیر شور او خطرناک دی او تنکي ځوانان په بد حالت کې دي.»

بل پلو چارواکي بیا وايي چې یوازې په ۲۰۲۱ کې يي د نږدې ۸۰۰۰ بې سرپناه کډوال له سړک غاړو څخه نورو استوګنځایونو ته لیږدول شوي.

 

نورې ليکنې