د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد پلازمېنه انقره کې یې په یوه کور کې د پنځو افغان کډوالو مړي موندلي دي. ویل کېږي چې دغه افغانان په چړو وژل شوي دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي وایي چې پولیسو د پنجشنې په ورځ (د نومبر ۱۰مه) په یوه کور کې د پنځو افغانانو مړي موندلي دي چې په چړو وژل شوي دي. دا پېښه د ترکیې پلازمېنه انقره کې شوې ده او چارواکو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د اناتولي د خبر له مخې، د وژل شویو کسانو مړي وروسته له هغه وموندل شول چې د کورنیو غړو یې پولیسو ته د هغوی د ورکېدو راپور ورکړ.
بل پلو خبر ترک ټلویزون د ځینو سرچینو له قوله وایي چې داسې ګومان کېږي چې دغو افغانانو یوه اونۍ مخکې د چړو د ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په هکله معلومات نشته.
دغه مړي د انقرې په وروسته پاتې اندر سیمه کې موندل شوي دي چې تر ډېره پکې افغانان او سوریایان اوسېږي. تېر کال هم یاده سیمه کې ځینو کسانو د یو ترکي هلک له وژل کېدو وروسته د سوریایي مهاجرو پر دوکانونو او کورونو بریدونه کړي وو.
په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ترکیه د افغان کډوالو له نوې څپې سره مخامخه کړه. ترکي چارواکو د افغان مهاجرو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر سخت کړل او په بېلابېلو ښارونو کې یې د کډوالو د نیولو عملیات پیل کړل.
بیا ولولئ: له ترکیې څخه ولې د افغان کډوال ایستل ډېر شوي؟
په ترکیه د افغان کډوالو د ټولنې مشرعلي حکمت د سپتمبر په میاشت کې کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې «د حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو د ترکیې د ملتپال ګوند او د دغه ګوند په ګټه د رسنیو تبلیغات د دې لامل شوي چې د کډوالو په ځانګړي ډول د سوریايي او افغان مهاجرو پر وړاندې د ولس کرکه او احساسات ډېر شي.»
نوموړي وه زیاته کړې چې مخالف سیاسي ګوندونه د دغه هېواد د اقتصاد د کمزوري کېدو لامل هم په ترکیه کې د کډوالو د شمیر ډېرېدل بولي.