د اوشين وايکينګ له خوا ژغورل شوی مهاجر / انځور: د اس او اس مدیترانې، ټويټر پاڼه
د اوشين وايکينګ له خوا ژغورل شوی مهاجر / انځور: د اس او اس مدیترانې، ټويټر پاڼه

فرانسې پسله زياتې رسه کشۍ څخه د «اوشين وايکينګ» مرستندويه کښتۍ له خوا ژغورل شوو مهاجرو ته د ورتلو اجازه ورکړې وه. خو پاريس غواړي ورڅخه ۴۴ کسان خپلو هيوادونو ته اخراج کړي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ګيرالد دارمانين د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۱۵ نېټه) وويل چي د «اوشين وايکينګ» مرستنديه کښتۍ له خوا ژغورل شوي مهاجرو څارنه وشوه. نوموړي دا څرګندونې د فرانسې ملي شوار ته په پاريس کي وکړې. هغه وويل چي د تولون په نظامي بندر کي د مهاجرو د پلټنې وروسته څرګنده شوه چي ورڅخه ۴۴ يې داسي کسان دي چي د پناه غوښتنې د پروسې مستحق نه دي. د فرانسې دغه داخله وزير زياته کړه چي دغه ۴۴ کسان به بېرته خپل هيوادونو ته ولېږل شي. خو هغه په تړاو دلايل او نور معلومات وړاندي نه کړل.

د فرانسې داخله وزير وويل چي د دغې قضيې په تړاو يې د ۴۴ مهاجرو د اصلي هيوادونو سره تماس نيولی دی چي ژر تر ژره د دغو کسانو ورته اخراج تنظيم کړل شي. هغه وويل چي اخراج به هغه وخت عملي کړل شي کله چي د مهاجرو روغتيايي وضعيت د دې اجازه ورکړي. فرانسې، آلمان او نهو نورو اروپايي هيوادونو د «اوشين وايکينګ» له خوا د ژغورل شوو پاتو نورو مهاجرو د منلو لپاره چمتو والی ښودلی ؤ.

دارمانين د ښې اړخو ملتپال فرانسوي سياستوالو د نيوکو په جواب کي له خپلې هغې فيصلې څخه دفاع وکړه چي په ترڅ کي يې «اوشين وايکينګ» ته اجازه ورکړې وه چي د فرانسې په بندر کي لنګر واچوي. دغه کښتۍ لومړی و ايټاليې ته تللې وه خو ايټاليې ورته د لنګر اچولو اجازه نه وه ورکړې. دارمانين د خپلي فيصلې په دفاع کي د ژغورل شوو کمسن مهاجرو په هکله وويل: «که تاسو زما پر ځای وای نو ايا تاسو به اجازه ورکړې وای چي دغه ۴۴ ماشومان مړه شي؟»

د ايټاليې د نوي توندلاري ښې اړخي حکومت مشري جيورجيا ميلوني ادارې و يادي مرستندويه کښتۍ ته اجازه نه وه ورکړې چي د ايټاليې په کوم بندر کي لنګر واچوي. دغه موضوع د ايټاليې او فرانسې تر منځ د لانجې لامل شوه. فرانسې پر ايټاليې تور ولګاوه چي د نړيوالو قوانينو څخه يې سرغړونه کړېده. فرانسې په غبرګون کي د اټياليې سره د پېوستون هغه تړون هم د دمګړي لپاره کنګل کړ چي په ترڅ کي يې فرانسې بايد له ايټاليې څخه مهاجر منلي وای. دغه هيواد د ايټاليې سره پر سرحد کنټرول هم زيات کړ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې