د فرانسې او ایټالیا ترمنځ پوله. ارشیف انځور: مهدي شبیل
د فرانسې او ایټالیا ترمنځ پوله. ارشیف انځور: مهدي شبیل

فرانسوي چارواکو له تېرې یوې اونۍ راهیسې څه باندې ۵۰۰ نوي سرتېري له ایټالیا سره پولې ته استولي دي ترڅو فرانسې ته د اوښتونکو کډوالو مخه ونیسي.

اوشېن وایکنګ ژغورونکې کښتۍ کې د سپرو کډوالو د منلو پر سر د پاریس او روم ترمنځ له ناندریو وروسته د فرانسې او ایټالیا پر پوله امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

د اسوشیتد پرس په حواله، فرانسه کې د یادو کډوالو له ښکته کېدو یوه ورځ وروسته د فرانسې پوله ساتو ځواکونو له ایټالیا سره پر پوله په ځانګړې توګه ونتمیل – مانتون سرحدي سیمه کې موټرونه لټول او د خلکو تلاشي یې کوله.

بیا ولولئ: فرانسه ۲۳۴ هغه کډوال مني چې ایټالیا کې د دوی کښتۍ ته د ښکته کېدو اجازه ورنکړل شوه

فرانسوي چارواکو له تېرې یوې اونۍ راهیسې له ایټالیا سره پولې ته ۵۰۰ نوي سرتېري استولي دي. د ایټالوۍ ورځپاڼې ال مساجرو په حواله، د فرانسې ملي پولیس او ژاندارمرۍ سرتېري نږدې لسو سرحدي سیمو و آن غرونو کې ځای پر ځای شوي دي. د فرانسې د ملي پولیسو د قومندانۍ په حواله د اورګاډو تمځيو کې او پر لویو لارو هم کنټرول زیات شوی دی.

ال مساجرو زیاتوي چې پر پولو امنیتي تدابیر د دې سبب کېږي چې کډوال فرانسې ته د رسېدو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي. دغه ورځپاڼه وایي چې ځینې مهاجر له پولیسو څخه تښتي او د اورګاډو سر ته خېږي ، ځینې نور بیا ځانونه د اورګاډو واګونونو کې پټوي. همداراز یو شمېر کډوال د شپې له خوا د غرونو له لارې فرانسې ته د راتګ هڅه کوي.

احمد صافي یو له دغو مهاجرو و چې د نومبر په ۷مه وینتمیل ته نږدې تونل کې تر موټر لاندې شو. دغه ۱۹ کلن افغان کډوال غوښتل چې د ایټالیا له پولې فرانسې ته واوړي.

ال مساجرو زیاتوي چې فرانسوي چارواکي هره ورځ له ونتمیل سره پر پوله ۸۰ کډوال د ایټالیا پر لور شړي. د فرانسې د پولیسو قومندانې امانویل ژوبرت په حواله، د ۲۰۲۲ له پیل راهیسې الپ ماریتیم سیمه کې ۲۸ زره بهرنیان د «نه میل کېدونکو» کسانو په توګه پېژندل شوي او ایټالیا ته شړل شوي دي. 

 

نورې ليکنې