د مصر او یونان تر منځ هوکړه
د مصر او یونان تر منځ هوکړه

مصر او یونان دوه داسې ټړونونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې د مدیترانې په بحر کې د مهاجرینو د ژغورني او له قاهرې څخه اتن ته د موسمي کارګرانو د راوستلو همکارۍ رامنځته شې.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد یې له مصر سره د ګډو همکاریو پر دوو پروژو موافقه کړې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د یونان او مصر د دفاع وزیرانو لومړی په مدیترانې سمندرګي کې د کډوالو د ژغورنې د ماموریتونو په اړه موافقه لاسلیک کړه. په دویمه موضوع کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالانو په یونان کې د څه باندې پنځه زره مصري موسمي کارګرانو د نهه میاشتني حضور په اړه موافقه کړې ده.

دغه هوکړه ليک په قاهره کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او لیبیا د دوو سیالو حکومتونو تر منځ د سمندري او ګازو د لانجې د هوکړې له لاسلیک وروسته په څه کم دوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه غونډه ده.

د مدیترانې په اوږدو کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي پلان

د یونان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د مصر او یونان د دفاع وزیرانو لومړی د ژغورنې د ماموریت په اړه تړون لاسلیک کړ.

د ایټالیا سمندري ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: مدیترانه، اګست ۲۰۲۲. کریډټ: رویټرز
د ایټالیا سمندري ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: مدیترانه، اګست ۲۰۲۲. کریډټ: رویټرز

وروسته بیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو د کرهڼې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د مصر څخه ۵۰۰۰ موسمي بزګرانو ته اجازه ورکول شي چي تر نهو میاشتو پورې په یونان کې پاتې شي.

مدیترانه: اروپایي کمېسیون د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له درېمو هېوادونو سره همکاري کوي

په دغه بیانیه کې راغلي چي د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس ډینډیس له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل: "زموږ موخه دا ده چې د ارزښمندو انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره یو چوکاټ جوړ کړو."

د منځني ختیځ، اسیا او افریقا له جګړو او بې وزلۍ څخه تښتېدلي په لسونو زره کډوال هر کال هڅه کوي چې اروپايي ټولنې ته ځانونه ورسوي، اکثره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې د مدیترانې له لاري ځانونه یونان او یا ایټالیا ته ورسوي.

وروسته له هغې چې ترکیې د لیبیا د اوسني حکومت سره سمندري او د ګازو هوکړه لاسلیک کړې ده، یونان او مصر هم د خپلو اړیکو د ټینګولو په هڅه کې دي.

د اتن او انقرې تر مینځ ترینګلتیا هغه وخت بيا راتازه شوه کله چې د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته د اقتصادي پلوه دا اجازه ورکړه چې د مدیترانې په ختیځ کې فعالیت وکړي.

دې معاملې د کریټ په ګډون د څو یوناني ټاپوګانو موجوديت له پامه غورځولی. لیبیا د دوو سیالو حکومتونو تر منځ ویشل شوې، چې د هیواد په لویدیځ او ختیځ کې یې پراته دي.

 

نورې ليکنې