آرشيف انځور ـ په شتراسبورګ کي د اروپا پآرلمان / انځور: پاتريک سېګر، اي پي اې
آرشيف انځور ـ په شتراسبورګ کي د اروپا پآرلمان / انځور: پاتريک سېګر، اي پي اې

د اروپايي پارلمان غړو په اروپايي اتحاديه کي د مهاجرت په تړاو د يو مشترک سياست غوښتنه کړېده. دا د هغه وروسته چي د «اوشين وايکينګ» د مرستندويه کښتۍ موضوع د ايټاليې او فرانسې تر منځ لانجمنه شوه.

په اروپايي پارلمان کي محافظه پالو ګوندونو د اتحاد له فراکسيون څخه مانفرېډ وېبر د مهاجرت پر موضوع د همږغي غوښتنه کړېده. نوموړي د چهار شنبې په ورځ په شتراسبورګ کي وويل: «دلته د يو غير دولتي سازمان د يوې واحدي کښتۍ موضوع مطرح نه ده بلکه دلته د يو سيستماتيکې ننګونې موضوع مطرح ده.»

په يو پارلماني بحث کي د زرغون ګوند استازي اېريک مارکواردت وويل چي «بالآخره» بايد د دې غم وخوړل شي چي «له سمندر څخه په ژغورنه کي پيسې ولګول شي، او بايد په سمه توګه ويش ممکن شي.» د فرانس پرېس د راپور پر اساس د ليبرال ګوند استازي ين کريسټوف اوتين پر ايټاليې او فرانسې تنقيد وکړ چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو «اکثريت د دې په حق کي دی چي پر دغه موضوع رغاونکی سياست وشي.»

اروپايي اتحاديه له ۲۰۱۵ کال راهيسي د زياتو هلو ځلو باوجوده په دې نه ده توانېدلې چي د پناه غوښتنې او کډوالۍ په تړاو سياست کي پر پراخو اصلاحاتو توافق ته سره ورسيږي. آلمان او يو شمېر نور هيوادونو د روان کال په جون مياشته کي د «د پېوستون پر رضاکارانه ميکانيزم» تفاهم سره وکړ. د ياد تفاهم په چوکاټ کي به د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه په رضاکارانه توګه له داسي هيوادونو لکه يونان او ايټاليې څخه به هغه مهاجر مني چي د پناه ترلاسه کولو امکان يې موجود واوسي.

د کورنيو چارو د سياست لپاره د اروپايي اتحاديې کميساره يلفا جوهانسون ژمنه کړې وه چي ۸۰۰۰ انسانان به له يو هيواد څخه بل هيواد کي ميشت کړل شي. خو له دغو څخه تر اوسه صرف ۱۰۰ له سره مېشت شوي دي. آلمان په اول سر کي غوښتل چي ۳۵۰۰ مهاجر ومني او فرانسې هم ورته شمېر منلی ؤ. خو فرانسې خپله ژمنه د هغه وروسته کنګله کړه، کله چي يې د «اوشين وايکينګ» ژغورونکي کښتۍ پر سر د ايټاليې سره لانجه رامنځته شوه.

د کيڼ ګوند استازي کورنيليا اېرنسټ دا د نه زغم وړ بللي چي «لا زيات اروپايي دولتونه له دې څخه ډه ډه کوي چي د (مهاجرو) ژغورنې او منلو لپاره خپل نړيوال مکلفيتونه عملي کړي.»

د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيران د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۵نېټه) د مخ په زياتېدونکو مهاجرو د شمېر په هکله ځانګړې غونډه لري. د دپلوماتانو په حواله په زياته ايټاليې او فرانسې د خبرو اترو غوښتنه کړېده. دا له هغه وروسته چي د ايټاليې نوي ښې اړخي حکومت د نوامبر مياشتي په نيمايي کي د «اوشين وايکينګ» په نوم ژغورنکي کښتۍ ته اجاز ورنکړه چي په بندر کي يې لنګر واچوي. دغې کښتۍ له سمندر څخه په سلونو مهاجر ژغورلي ول. وروسته فرانسې دغې کښتۍ ته د لنګر اچولو اجازه ورکړه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې