په دغه کمپ کې یو شمېر کډوال له خیمو پرته تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي. انځور: کډوال نیوز
په دغه کمپ کې یو شمېر کډوال له خیمو پرته تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي. انځور: کډوال نیوز

انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې پوره یو کال وروسته کډوال نیوز د فرانسې د دنکرک ښار لون پلاژ کمپ ته تللی دی. په دغه کمپ کې سلګونه کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي چې په ډله کې یې ګڼ شمېر افغانان هم دي. د کمپ ډېری اوسېدونکي وایي چې د مخنیوونکو اقداماتو او ګواښو سربېره برېتانیا ته تلل غواړي.

حکیم له خپل ملګري ریحان سره تر ونې ناست دی. دغو افغان کډوالو د ځان د ګرمولو او د چای د تیارولو لپاره اور بل کړی دی. لږ اخوا د کډوالو کږدۍ لیدل کېږي. حکیم خپلې خیمې ته اشاره کوي او وایي چې د باران اوبه ور دننه شوې. د لوګر دغه ۲۴ کلن اوسېدونکی ۹ کاله مخکې له افغانستانه وتلی دی او اوس غواړي چې د انګلیس کانال له لارې ځان برېتانیا ته ورسوي. 

حکیم وایي: «دوه ځله مې برېتانیا ته د اوښتو هڅه وکړه، خو بریالی نه شوم.»

دغه ځوان کډوال ۵ کاله په ایران کې او ۳ کاله په یونان کې تېر کړي دي. نوموړی څه باندې درې میاشتې مخکې فرانسې ته رسېدلی او له یوې میاشتې راهیسې د فرانسې د دنکرک ښار په لون پلاژ کمپ کې اوسېږي. 

حکیم وایي‌ چې له خپلو ملګرو سره د یو ځای کېدو لپاره برېتانیا ته ځي. هغه چې دوه ځله یې برېتانیا ته د ورتګ هڅې ناکامې شوې وایي: «دوه اونۍ مخکې د کډوالو لېږدوونکې کښتۍ کې سپور شوم. ساحل ته نږدې د کښتۍ موټور له کاره ولوېد. لږ وروسته فرانسوي چارواکو وژغورلو. خو دویم ځل مې سفر ډېر خطرناک و.»

حکیم، ښې خوا، دوه ځله د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې ده. انځور:‌ کډوال نیوز
حکیم، ښې خوا، دوه ځله د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې ده. انځور:‌ کډوال نیوز

حکیم یوه اونۍ مخکې د دوېم ځل لپاره برېتانیا ته د اوښتو هڅه وکړه. خو څو ساعته وروسته یې کښتۍ د سمندر په منځ کې خرابه شوه. هغه وایي: «بېړۍ ته اوبه دننه شوې، ټول ډارېدلي وو. چارواکو ته مو بیا بیا تلېفون وکړ. هر ځل یې ویل چې راځو، راځو.» خو د حکیم په وینا فرانسوي ژغورونکي نږدې لس ساعته وروسته هغه سمندري زون ته ورسېدل چې کډوال پکې بند پاتې وو.

بیا ولولئ: برېتانیا ته سفر: له سمندر څخه د یوې افغانې کورنۍ د ژغورلو غمجنه ویډیو

خو ایا حکیم د سمندر له لارې برېتانیا ته د سفر کولو پر پرېکړه پښیمانه دی؟ هغه وایي: «ما مرګ په خپلو سترګو لیدلی، اوس هېڅ نه ترې ډارېږم.» هغه په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا برېتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي.

«هېڅوک هم نه غواړي چې په ورته شرایطو کې ژوند وکړي»

تېر کال په همدې ورځ (د ۲۰۲۱ د نومبر ۲۴) انګلیس کانال کې د مهاجرو لېږدونکې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې د قربانیانو په ډله کې څو تنه افغانان هم وو. 

بیا ولولئ: د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه: پلټنو د فرانسې د ژغورنې سیستم کې جدي نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي

د حکیم په څېر د لون پلاژ کمپ ګڼ شمېر اوسېدونکي برېتانیا ته تلل غواړي. د دغو کډوالو په ډله کې داسې کسان هم شته چې له دوو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي، ځینې نور بیا لږ مخکې دغه له خټو ډک کمپ ته رسېدلي دي چې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې موقعیت لري. یو شمېر نورو کډوالو په ځنګله کې د ونو ترمنځ‌ خیمې تړلې دي. 

په دغه کمپ کې تر هرې خیمې لاندې دوه یا درې کډوال خوب کوي. انځور: کډوال نیوز
په دغه کمپ کې تر هرې خیمې لاندې دوه یا درې کډوال خوب کوي. انځور: کډوال نیوز

شارلوت* د هېلپ فور دنکرک ټولنې رضاکاره ده چې نن پنجشنبه پر کډوالو د سبا ناري او د جامو د وېشلو لپاره له خپلو همکارانو سره یو ځای دغه کمپ ته راغلې ده. دوی همداراز په کمپ کې دننه د کډوالو لپاره یو سیار حمام جوړ کړی دی. د دغې رضاکاره په وینا دمګړۍ څه باندې ۴۰۰ کډوال په لون پلاژ کمپ کې اوسېږي چې ډېری یې عراقي کردان او افغانان دي.

نوموړې د امنیتي ځواکونو له خوا له خیمو څخه د کډوالو پر ایستلو نیوکه کوي او وایي‌ چې پولیس معمولا د سهار له خوا کمپ ته راځي او د مهاجرو خیمې راټولوي چې له امله یې یو شمېر کډوال تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

احمد مرید یو له دغو کډوالو دی چې پرون شپه لون پلاژ کمپ ته رسېدلی دی او خیمه نه لري. د کاپیسا دغه اوسېدونکی چې د افغانستان ملي اردو کې یې دنده درلوده او د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی وایي چې کمپ کې کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو هغه له مجبورۍ څخه دلته پناه اخیستې ده. احمد مرید وایي: «لس ورځې کېږي چې په فرانسه کې یم. پاریس کې مې د پناه غوښتنه وکړه، خو چارواکو وویل چې دوبلینی یم، اتریش کې مې ګوتې لګولې دي.»

د ملي اردو دغه پخواني افسر په وینا، طالبانو یې کور پر پوسته بدل کړی دی او کورنۍ یې د طالبانو له وېرې له کاپیسا څخه د افغانستان یو بل ولایت ته کډه شوې. احمد مرید چې د لون پلاژ کمپ مخې ته ولاړ دی خټو او کنډو کپرو ته اشاره کوي او وایي چې «هېڅوک هم نه غواړي چې په ورته شرایطو کې ژوند وکړي، خو بله چاره نه ده را پاتې».

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: طالبانو تر ۱۰۰ زیات پخواني چارواکي او امنیتي کسان وژلي دي

دغه ۳۳ کلن افغان کډوال چې د دوبلین د مقرراتو له مخې ښایي اتریش ته واستول شي وایي: «نږدې دوه کاله وخت نیسي ترڅو مې ګوتې په فرانسه کې پاکې شي.» 

نوموړی دا خبره مني چې د انګلیس کانال له لارې سفر کول له ګواښونو ډک دي، خو په وینا یې برېتانیا کې د ټولو لپاره د کار زمینه برابره ده. 

هغه وایي: «زه باید خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم چې په افغانستان کې بنده پاتې ده. دا مې مسولیت دی.»

د لون پلاژ په یو ساحل کې ربړي بېړۍ. انځور: کډوال نیوز
د لون پلاژ په یو ساحل کې ربړي بېړۍ. انځور: کډوال نیوز

«په هره بیه چې کېږي...»

محمد یوسف چې د احمد څنګ ته ولاړ دی ورسره موافقت ښيي. د کاپیسا دغه ۲۲ کلن اوسېدونکی له یوې اونۍ راهیسې لون پلاژ کمپ کې شپې ورځې تېروي. هغه چې ۱۵ میاشتې یې مهاجرت پر لار تېرې کړې وایي چې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی. 

نوموړی له کډوالو سره د فرانسې د امنیتي ځواکونو له تاوتریخجن چلن څخه شکایت کوي او وایي چې نه غواړي چې په فرانسه کې پاتې شي.

تېر کال انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې پر مهال محمد یوسف په ترکیه کې و او د پېښې خبر یې د رسنیو له لارې اورېدلی و. خو هغه وایي‌ چې «په هره بیه چې کېږي» برېتانیا ته تلل غواړي. 

څو اونۍ مخکې د برېتانیا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې سږ کال تر دې دمه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر له ۴۰ زرو تنو اوښتی دی. له دې وړاندې په یوه پارلمان کې راغلي وو چې ښايي د کال تر پایه پورې له دغې لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر پر ۶۰ زرو تنو واوړي. 

برېتانیا او فرانسې چارواکو د نومبر په میاشت کې په د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ننوتونکو کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره تړون لاسلیک کړ. د فرانسې حکومت د برېتانیا د مالي مرستو په بدل کې ژمنه کړې ده چې خپلو شمالي سواحلو کې ۳۵۰ تنه نوي سرتېري وګوماري او له دغو سواحلو څخه برېتانیا ته د کډوالو د تلو مخه ډبه کړي.

همدارنګه د روان کال په لومړیو میاشتو کې برېتانیا له رونډا سره دغه هېواد د کډوالو د ستنولو تړون لاسلیک کړی و. که څه هم دغه افریقایي هېواد ته د کډوالو د لومړۍ ډلې د اخراج پرواز ودرول شو، خو د برېتانیا چارواکو ویلي دي چې د تړون پر عملي کولو به کار وکړي.

بیا ولولئ: ایا رونډا د کډوالو مناسبو کوربه ده؟

خو ایا دغه تدابیر کولی شي چې برېتانیا ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسی؟ حکیم وایي چې دا تړون «هسې تشې خبرې» دي ځکه تر اوسه هېڅوک رونډا ته نه دی استول شوی. ځینې نور لکه محمد یوسف وایي چې په ژوند کې یې ډېره خواري ایستلې او د مخنیوونکو اقداماتو او ګواښونو په اړه اندېښنه نه لري. احمد مرید بیا وایي چې پوهېږي چې هم لاره خطرناکه ده او هم دواړو هېوادونو د کډوالو پر وړاندې تدابیر نیولي دي، خو له مجبورۍ برېتانیا ته ځي.


  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې