آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان حکومتي کابينې پر هغه مسوده بحث کوي چي په ترڅ کي به یې و بهرني مسلکي کارګرو ته و دغه هيواد ته راتګ آسانه شي. دغه مسوده بايد په پارلمان کي هم تصويب شي.

د آلمان حکومت غواړي چي له اروپا څخه دباندي هيوادونو تابعيت لرونکو مسلکي کارګرو ته د راتګ او کار لپاره آسانتياوي برابري وکړي. په زياته د هغو مسلکونو کارګر چي په آلمان کي يې د کارګرو سخت کمښت دی، هغوی به وکولای شي چي په لا آسانه شرايطو آلمان ته راشي او کار وکړي.

البته دا هغه وخت که د آلمانۍ کابينې له خوا تصويب وروسته دغه مسوده د پارلمان له خوا هم تصويب شي. د آلمان کابينه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۳۰نېټه) پر دغه مسوده غور کوي. د دغې مسودې له مخي به و آلمان ته د کار لپاره راتګ به د شمېرو پر اساس ممکنه شي، چي د کاناډا و سيسټم ته به ورته وي. د دغه وړانديز شوي پروګرام په ترڅ کي به بهرني مسلکي کارګر د (Chancenkarte) يا چانس کارډ په نوم اقامه ترلاسه کړلای شي.

د مسودې له مخي په ټوليزه توګه و آلمان ته د راتګ لپاره به څلور شرايط ايښودل کيږي چي ورڅخه د درو شرطونو پوره کول به حتمي وي:

۱ ـ درخواست ورکوونکي بايد چي د پوهنتون يا د مسلکي زدکړو بری ليک په لاس راوړی وي

۲ ـ په خپل مسلک کي يې بايد لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه ترلاسه کړې وي

۳ ـ آلماني ژبه يې بايد زده وي او يا يې پخوا په جرمني کي ژوند کړی وي

۴ ـ تر ۳۵ کالو يې بايد عمر کم وي

 و چانس کارډ ته درخواست ورکوونکی کس بايد له يادو شرايطو څخه د درو شرايطو د پوره کولو تر څنګ دا هم ثابته کړي چي په آلمان کي د کار د تلاښ پر وخت پخپله د خپلو مصارفو د پوره کولو اقتصادي توان لري. معنی دا چي د ځان سره به اړين مقدار پيسې لري او دولتي مرستو ته به نه اړ کيږي.

د مسودې له مخي که يو څوک له يادو څلورو شرطونو څخه درې پوره کړي، نو آن کولای شي چي بېله دې چي مخکي له مخکي په آلمان کي کار پيدا کړي، و دغه هيواد ته د راتلو ويزه ترلاسه کړي. خو دغه ويزه به مؤقتي او مقصد به يې دا وي چي راتلونکی کس په آلمان کي په کار پسي لټون وکړي. هغه څوک چي په ټاکلې موده کي په آلمان کي کار پيدا نه کړلای شي، نو هغه به بېرته له آلمان څخه دباندي وځي.

د آلمان حکومت هيله لري چي د راتلونکي عيسوي کال کي به دغه قانون تصويب کړلای شي. هيله يې دا ده چي په آلمان کي د مسلکي کارګرو لويه تشه به له دې لاري ډکه کړلای شي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې