شاوخوا ۲۰۰ کډوال د پاریس په زړه کې د دولت د عالي شورا ودانۍ مخې ته خیمې تړلي. انځور: رویټرز
شاوخوا ۲۰۰ کډوال د پاریس په زړه کې د دولت د عالي شورا ودانۍ مخې ته خیمې تړلي. انځور: رویټرز

په داسې حال کې چې د جمعې د ورځې راهیسې شاوخوا ۲۰۰ کم عمره کډوال د پاریس یوې مهمې دولتي ودانۍ مخې ته د اعتراض په ډول خپلې خیمې تړلي، د پاریس ښاروالۍ ویلي چې د پسرلي تر پایه به ۱۰۰۰ نور بیړني استوګنځایونه چمتو کړي.

د پاریس ښاروالۍ په داسې مهال دغه پریکړه کړې چې په پاریس کې د کډوالو شمیر ورځ تر بلې ډیریږي. ښاروالۍ ویلي چې نوي استوګنځایونه به په بیړنیو حالاتو او د کډوالو په ډیریدو سره دولت او انجمونونه ته وسپاري.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د پاریس ښارواله آن هیدالګو د کډوالو له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال مطبوعاتو ته وویل:« د سړکونو پر غاړه د خلکو له ډیریدو سره زمونږ په ښار کې وضعیت خورا بد دی.»

د ښاروالۍ شورا ویلي چې ۱۰۰۰ نوي ژمني شوي استوګنځایونو به پر ۶۳۰۰ شته استوګنځایونو چې له وړاندې په پاریس کې موجود دي، اضافه شي. دا د هغو ۲۰ زرو استوګنځایونو د چمتوکولو یوه برخه ده چې د دولت لخوا په پام کې نیول شوې.

د پاریس ښاروالۍ ویلي چې د ښار په بیلابیلو ځایونو کې شاوخوا ۶۰۰ ځایونه تر اوسه مشخص شوي او د ژمې په اږدو کې به پرانیستل شي.

د کډوالو لپاره د سرپناه کړکیچ

شاوخوا ۲۰۰ کم عمره کډوال چې ګڼ شمیر افغان ځوانان هم په کې دي د جمعې د ورځې راهیسې د پاریس په زړه کې د دولت د عالي شورا ودانۍ مخې ته د اعتراض په ډول خپلې خیمې تړلي تر څو دولت ور ته د سرپناه زمینه برابره کړي.

شاوخوا ۲۰۰ کډوالو د پاریس په زړه کې د دولت د عالي شورا ودانۍ مخې ته خیمې تړلي. انځور: ایتوپیا ۵۶
شاوخوا ۲۰۰ کډوالو د پاریس په زړه کې د دولت د عالي شورا ودانۍ مخې ته خیمې تړلي. انځور: ایتوپیا ۵۶

دغه تنکي ځوانان چې د زیرسن د تثبیت لپاره د دولت د ځواب په تمه دي، شاوخوا ۴۷۰ تنه يي له دې وړاندې د شپږو میاشتو لپاره پاریس ته نږدې په یوه پنډغالي کې ترخیمو لاندې شپې سبا کولې.

د دغو کډوالو د بې سرپناهۍ په اړه یو شمیر انجمنونه سخت اندیښمن دي او له دولت څخه غواړي چې دوې ته دې سرپناه برابر کړي.د ایتوپیا ۵۶ انجمن څخه یان مانزي په دې اړه وايي:« ستړي شوي یو، مونږ باید دغه ځوانان په سړکونو کې پرې نږدو. دولت په دغه تاوتریخوالی کې ګرم دی.»

همدارنګه له سیمې څخه یوه رضارکاره وویل:« تیره شپه ډیره یخني وه، دوې نه شوای کولای دغه حالت وزغمي. جدي روغتیايي ستونزي شته، له خارښ څخه نیولي تر رواني فشاره پورې.»

په پاریس کې د کډوالو لپاره د سرپناه ستونزه یوه نوې خبره نه ده خو د ژمي په راتګ سره دغه ستونزه لا پسې ډیره شوې. د بې سرپناه کډوالو له ډلې ډیرۍ يي افغانان دي چې تر خیمو لاندې له کړاوه ډک ژوند تیروي.

نور ولولئ: د پاریس په لاشاپل سیمه کې تر یوه پله لاندې سلګونه افغانان تر خیمو لاندې ژوند کوي

 

نورې ليکنې