له ایران څخه راستنیدونکي کډوال. انځور: IOM
له ایران څخه راستنیدونکي کډوال. انځور: IOM

له ایران سره پر پوله د نیمروز ولایت چارواکي ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۹۲۵ افغان ماشومان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي. ګڼ شمیر دغه ماشومان له پولې څخه په ناقانونه ډول د اوښتو پر مهال له خپلو کورنیو بیل شوي خو ځیني نور بیا د کار لپاره ایران ته له تګ څخه بیرته ګرځول شوي.

ډیری دغه ماشومان له ایران سره پولې ته نږدې د مرستندویه ادارو په مرسته په یو مرکز کې ساتل کیږي چې وروسته بیا له خپلو کورنیو سره ځای کیږي. دوې هیله لري چې ژر تر ژره له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د یکشنبې په ورځ طلوع نیوز ټلویزیون ته په دې اړه وویل:« په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۹۲۵ تنه مو راټول کړي. پر پوله د ساتنې یو مرکز لرو او دوې هلته سپارو.»

۱۴ کلن امیر محمد او د هغه خور له دغو ماشومانو دي چې ایران ته د تګ پر مهال د ایراني پولیسو څخه د تیښتې پر مهال له خپلې کورنې بیلې شوې او بیرته نیمروز ته استول شوي. امیرمحمد وايي چې له مور او پلار څخه بیلوالی يي زره په تګ کړی او هیله لري چې ژر له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

نوموړی طلوع نیوز ته په دې اړه وویل:« هغو ماشومانو ته چې زما په عمر کې دي غواړم ووایم چې ایران ته تګ ښه کار نه دی او لاره ډیره خطرناکه ده.»

په افغانستان کې بې وزلي او د کار روزګار نشتوالی ګڼ شمیر افغان ماشومان دې ته اړ باسي تر څو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د کار لپاره په قاچاقي لارو له خطره ډک سفر پیل کړي.  د راپورونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ایران ته په قاچاقي توګه د ځوانانو او ماشومانو په تګ کې ډیروالی راغلی.

له کورنیو سره د ماشومانو یو ځای کول

په افغانستان کې د ماشومانو د مرستې ادارې یونیسف چې له ایران سره پر پوله د راستنیدونکو ماشومانو سره مرسته کوي وايي چې ډیری دغه ماشومان د بیرته ستنیدو وروسته له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

یونیسف او نورې ادارې چې له ایران سره پولې ته نږدې هرات ولایت کې هم دفتر لري لومړی دغه ماشومان له یوې ارزونې وروسته د نورو مرستو لپاره یو مرکز ته استوي چې په دغه مرکز کې بیا دوې ته روغتیايي خدمات،خواړه، کالي او نورې مرستې برابریږي.

له دې وروسته مرستندویه ادارې د دغو ماشومانو له کورنیو سره اړیکه نیسي تر څو دوې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي. له هغه وروسته هم له دوې سره د ژوندانه په ځینو برخو کې مرستې دام پیدا کوي.

له ایران څخه د افغان کډوالو شړل یوه نوې خبره نه ده بلکه هره اونۍ ګڼ شمیر افغانان د نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له دغه هیواد څخه شړل کیږی.

مسولین وايي چې یوازې په شپږو میاشتو کې ټولټال ۲۰۰ زره افغانان یوازې د نیمروز ولایت د میلک بندر له لارې له ایران څخه بیرته استول شوي.

 

نورې ليکنې