د برېتانیا سویلي ښار له برایتون هوټل څخه لسګونه کم عمر لرونکي کډوال د جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي. انځور: کریېتیو کامنز
د برېتانیا سویلي ښار له برایتون هوټل څخه لسګونه کم عمر لرونکي کډوال د جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي. انځور: کریېتیو کامنز

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې لیکلي دي چې د برېتانیا په سوېل کې له برایتون هوټل څخه لسګونه کم عمر لرونکي کډوال د جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي. د راپور له مخې، د تښتول شویو ۱۳۶ ماشومانو له ډلې چې برایتون هوټل کې اوسېدل ۷۹ تنه یې تر اوسه لادرکه دي.

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې لیکلي دي چې د برایتون له یو هوټل څخه چې د کورنیو چارو وزارت تر مدیریت لاندې دی لسګونه کم عمر لرونکي کډوال د جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارو ګارډین ته ویلي دي چې ځینې وختونه دغه ماشومان د هوټل له مخې تښتول شوي دي. یوې سرچینې ویلي دي: «ماشومان د هوټل له مخې تښتول کېږي، دوی لادرکه کېږي او څوک یې موندلی نه شي.» 

د ګارډین په حواله، د تېرو ۱۸ میاشتو په جریان کې څه باندې ۶۰۰ کم عمر لرونکي کډوال د برایتون په هوټل کې ځای پر ځای شوي وو. د دغو ماشومانو له ډلې ۱۳۶ کسان تښتول شوي دي چې ۷۹ تنه یې لا اوس هم لادرکه دي.

ګارډین تېر اپریل په یو راپور کې لیکلي وو چې په څو ورځو کې لږترلږه ۶ کم عمر لرونکي کډوال د برایتون له هوټل څخه لادرکه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې په اګست میاشت کې ۴۰ ماشومان ورک شوي وو.

جرمي ډلې

د میتي شرکت یوه کارکوونکي ګارډین ته ویلي دي چې ډېری ماشومان د هغو جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي چې له ماشومانو څخه د مخدره توکو د انتقال لپاره ګټه پورته کوي. نوموړي زیاته کړې ده چې البانیایي او اریتریایي ډلې کډوال ماشومان خپلو بي ام ډبلیو او اوډي موټرو کې سپروي او تښتوي یې. د نوموړي په وینا د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته د ماشونو د تښتونې په اړه څو ځله خبرداری ورکړل شوی دی، خو دغه وزارت هېڅ کوم اقدام نه دی کړی.

سرچینو ګارډین ته ویلي دي چې برایتون او هاو کې د غونډو پر مهال د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حضور کې پر دغو ستونزو بحث شوی دی. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې د کډوالو ماشومانو د امنیت لپاره یې لازمي او کافي تدابیر نیولي دي.

د برېتانیا حکومت سلګونه کم عمر لرونکو ماشومانو ته په هوټلونو کې ځای ورکړی دی. د بي بي سي د خبر له مخې، د ۲۰۲۰ د جولای د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې پورې له ۱۶۰۰ ډېر ماشومان په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

بیا ولولئ: له سلو ډېر کډوال ماشومان د برېتانیا له هوټلونو لادرکه دي

«د حکومت ناکامۍ نښه»

خو ډېری کډوال هوټلونو کې د استثمار له ګواښ سره مخ دي. د رېفیوجي کونسل د خیریه بنسټ مسولې تمسین بکستر تېر اکټوبر کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې «دا د حکومت د ناکامۍ نښه ده چې متضرر تنکي ځوانان چې پناه غواړي لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي چې زیات شمېر یې تښتول کېږي».

بي بي سي د اېکپت یو کې سازمان مشرې پتریسیا در له قوله لیکلي وو چې «کډوال ماشومان ښایي چې د چرسو په کروندو او فابریکو کې کار وکړي او یا په کورني غلامي کې [ژوند تېر کړي]... دا امکان هم شته چې له ماشومانو جنسي او جرمي ګټه واخیستل شي».

کډوال نیوز د ۲۰۲۲ په اپریل میاشت کې برېتانیا ته د سفر پر مهال له دغو هوټلونو لیدنه کړې وه او له کډوالو سره یې خبرې کړې وې. ځینو کډوالو ویلي وو چې هېڅ ډول معلوماتو ته لاسرسی نه لري او څوک یې ستونزو ته رسیدنه نه کوي.

د برېتانیا حکومت بیا ویلي وو چې کم عمر لرونکي ماشومان په اوسط ډول هوټلونو ته له رسېدو ۱۵ ورځې وروسته د کډوالو د هرکلي مرکزونو ته استول کېږي. چارواکو منلې وه چې هڅې یې کافي نه دي او لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا شته.

 

نورې ليکنې