آرشيف انځور / اي پي اې
آرشيف انځور / اي پي اې

د کاريتاس نړيوال مرستندويه سازمان په وينا په افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت په دغه هيواد کې د زياتو مړينو لامل کېدلای شي.

د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخې د کاريتاس رئيس اوليور ميولر وايي چې په افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت مرګونی دی. هغه زياته کړې: «په افغانستان کې تر مخه لا يوه بشري فاجعه روانه ده، که د مېرمنو پر کار د بنديز له کبله مرسته نوره هم کمه شي، نو دا په افغانستان کې د زياتو انسانانو د مړيني سبب ګرځېدلای شي.» د ملګرو ملتونو په وينا د افغانستان دوه پر دريمه برخه اوسېدونکي چې ۲۸ مليونه انسانان کيږي، د ژوندي پاته کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

د ميولر په وينا خو افغانانو ته اړينه مرسته نه رسيږي. نوموړي ويلي: «بېله مېرمنو څخه موږ نشو کولای چې اکثريت و مرستې ته اړو کسانو، مېرمنو او ماشومانو ته رسيدګي وکړو.»

هغه زياته کړې چې دا هم نه ده څرګنده چې ايا پيسې هغه چا ته رسيږي چې ورته اړتيا لري که نه. په وينا يې د دې کنټرول ډېر مشکل دی. نوموړي زياته کړې: «کله چې موږ کار کنټرول نه کړلای شو، نو موږ د خپلو امکاناتو پولې ته رسيږو.» په وينا يې دغه موضوع د دوی سازمان د يو دوه لاري سره مخامخ کوي، «ځکه چې موږ غواړو په ټولو شرايطو کې مرسته وکړو.»

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه په مرستندويه سازمانونو کې د مېرمنو پر کار بنديز ولګاوه. په استدلال کې يې ويلي ول چې ګواکې مېرمنو د دوی له خوا وضعه شوي د جامو اصول نه دي مراعت کړي. تر دمګړيه طبي مرسته هم په ډېر مشکل اړمنو ته رسيږي.

ميولر وايي چې په افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت د نورو سازمانونو تر څنګ د دوی سازمان هم حيران او پرېشان کړ. هغه زياتوي: «خو دغه نوي اصول پر دې دلالت کوي چې په مجموع کې وضعيت مخ د لا مشکل کېدو پر لور روان دی.» په وينا يې نه يوازي دا چې د افغانستان اوسېدونکو ته رسيدګي مشکله شوې، بلکه د طالب چارواکو سره خبرې اترې هم مشکله شوې دې.

ميولر اټکل کوي چې ښايي طالبان غواړي چې له افغانستان څخه مرستندويه سازمانونه وتلو ته مجبوره کړي. د هغه په وينا بېله نورو غيردولتي سازمانونو څخه به صرف د ملګرو ملتونو مرسته د افغانانو په کافي نه وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې