د ډليز اخراج له پاره اوس حکومت چارتر الوتکي کرايه کوي
د ډليز اخراج له پاره اوس حکومت چارتر الوتکي کرايه کوي

د رسنيو د راپورونو پر اساس په آلمان کې د رد شوو مهاجرو هر دويم اخراج له بشپړه کېدو مخکي ناکامه کيږي. د اخراج د ناکامه کېدو يو لامل د الوتکو د پلوټانو انکار بلل شوی دی.

د رسنيو د راپورنو پر اساس په آلمان کې د رد شوو مهاجرو د اخراج د امر په عملي کولو کې لويي ستونزي پر ځای پاتي دي. د فونکه رسنيو د ډلې په راپور کې په دې تړاو د آلمان د فدرالي پوليسو حواله ورکول شوې ده. د دغو معلوماتو له مخې د روان مېلادي کال په لومړيو درو مياشتو کې له المان څخه ۵۵۴۸ بهرنيان اخراج کړل شوي دي. د فدرالي پوليسو د معلوماتو پر اساس په همدغه موده کې تقريباً ۴۷۵۲ د اخراج پروسې له تکميل څخه تر مخه ناکامه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې يو شمېر د الوتکو پلوټانو په خپله الوتکه کي د اخراج کېدونکو مهاجرو له لېږد څخه انکار کړی او په دې توګه په وروستۍ دقيقه کې يې د هغوی د اخراج مخنيوی کړی دی. ويل شوي چي په ياده موده کي په تقريبا ۷۵ مواردو کې يا خو هوايي شرکت او يا پخپله پلوټانو د مهاجرو په اخراج کې د مرستي څخه انکار کړی او په دې توګه يې د اخراج مخه نيولې ده. په تول ۲۰۱۷ کال کي دغه شمېر ۳۱۴ او په ۲۰۱۶ کي دغه شمېر ۱۳۹ ؤ.

د پلوټانو د صنفي اتحاديې «کاکپيټ» د مشرتابه غړي يورګ هانډوېرګ ويلي دي چي که الوتکي ته يو داسې څوک راداخل کړل شي چي هغه د خپل اخراج پر ضد له قهره ډکه او تونده لهجه اختيار کړې وي نو پلوټ پر دې له سره غور کوي چي ايا هغه په خپله الوتکه کي پريږدي او که اجازه ورنکړي. خو د آلمان فدرالي پوليس د پلوټانو د دغه استدلال له پاره کافي پوهاوی نه لري. د اړونده چارواکو وياند ويلي چي پلوټانو په داسو مواردو کې هم د مهاجرو د اخراج مخنيوی کړی دی چي د دغو مهاجرو سره پوليس مل ول او د دې مخنيوی يې کاوه چي هغوی الوتکي يا په کي سپرو کسانو ته ګواښ جوړ کړي. زياته شوې چي د دغې ستونزي د هوارولو له پاره اوس په ځانګړې توګه د ډليزو اخراجونو له پاره الوتکي کرايه کيږي تر څو د پلوټانو له خوا د مخنيوي حل پيدا شي.

فدرالي پوليسو ويلي چې په ۲۰۱۷ کال تقريبا ۲۲ زره اخراجونه عملي شوي چي په کې د پلوټانو له خوا د مخنيوي شوي اخراجونو برخه ډېره وړه ده. خو پوليسو په عيني وخت کې ويلي چي بيا هم د پلوټانو له خوا د اخراج د مخنيوي موارد بايد راکم شي.

 

نورې ليکنې