بلغاریا: پراخو عملیاتو کې انساني قاچاقچیان نیول شوي دي
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت او څارنوالۍ پرون دوشنبه د جنورۍ ۱۶ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د انساني قاچاقبرو د نیولو لپاره پراخ عملیات ترسره کړي دي.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت او څارنوالۍ پرون دوشنبه د جنورۍ ۱۶ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د انساني قاچاقبرو د نیولو لپاره پراخ عملیات ترسره کړي دي.
د پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او اریتریا ۲۷ کډوال چې د هنګري له پولې څخه يي په ناقانونه ډول د تیریدو هڅه کوله، د رومانیا پولیسو لخوا نیول شوي. دغه کډوال د جامو او فلزي موادو څخه ډک دوو موټرو کې ځانونه پټ کړي و.
د بلغاریا چارواکِي وايي چې پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په شمال کې ۵۸ ناقانونه کډوال له یوه لارۍ موټر څخه موندلي. ویل کیږي چې نیول شوي کسان چې د ۱۳ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، ټول افغانان دي.
د بلغاریا چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې د دغه هېواد سلیون ښار ته نږدې په یوه بس کې ۷۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي. زیاته شوې ده چې ځینې کډوال د ستړیا له کبله روغتون ته وړل شوي دي.
د رومانیا د اراد سیمې پولیس وایي چې له هنګري سره پر پوله په په دوو لاریو کې ۴۶ کډوال موندل شوي دي. دغه کډوال د سوریې، نیپال، سري لانکا او بنګلادېش اتباع دي او غوښتل یې چې هنګري ته واوړي.
له تېرې څه مودې راهیسې د بالکان پر مسیر د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شوی دی چې د بالکان ځینې هېوادونه پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي. خو ولې مهاجر هڅه کوي چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي؟
د بلغاریا چارواکي وایي چې د تور سمندرګي په شمال ختیځه شبلا دماغه کې د کډوالو یوه ډله موندلې ده چې ویل کېږي افغانان هم پکې شامل دي.
رومانیايي چارواکي وایي چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو په درېو لاریو کې سپاره ۷۲ کډوال نیولي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې افغانان هم دي.
د رومانیا ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هېواد د نادلاک ۲ سرحدي پوسته کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال نیولي دي چې په دوو لاریو کې سپاره وو.
د رومانیایي رسنیو په حواله تېره دوشنبه د دغه هېواد د پیتیا سیمې په سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې ۵۰ کډوال نیول شوي چې د پاکستان، هند او بنګله دېش اتباع دي.
د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه د اروپایي هېوادونو د مهاجرتي پالیسو لومړیتوب بلل کېږي. خو دا کلیمه څه مانا لري؟ د اسناد نه لرونکو کډوالو لپاره د همغږۍ نړیوال پلټفورم د جولای میاشتې په وروستیو ورځو کې د یو راپور په خپرولو سره وویل، دا اصطلاح باید په سمه توګه تعریف شي. کډوال نیوز په دې هکله د یاد پلټفورم د مهاجرتي سیاست کارپوهې مارتا ګیونکو سره مرکه کړې ده.
د اتریش دولت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوه ۲۰۵ کسیزه ډله چې په مرکزي اروپا کې يي فعالیت درلود، د انساني قاچاق په تور نیولې. دغه ډله له هنګري څخه اتریش ته د لسګونه زره کډوالو د قاچاق زمینه برابره کړې.