افغان کډوال د ترکیې وان ښار کې: «نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي»
افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی چې د زیاتو سختیو تر ګاللو وروسته ځانونه نورو هېوادونو ته رسولي دي وایي برخلیک یې لا هم نه دی معلوم. وحیدالله امیني یو له دغو کډوالو دی چې اوس د ترکیې د وان ښار په پارکونو کې شپې سبا کوي. د سترګو لیدلی حال.