اروپا دلته پای ته رسيږي: د يونان او ترکيې تر منځ پر پوله لوحه
اروپا دلته پای ته رسيږي: د يونان او ترکيې تر منځ پر پوله لوحه

يونان ته د داخلېدونکو مهاجرو د شمېر په زياتېدو سره د دغه هيواد پر چارواکو د ناقانونه اقداماتو تورنه لګول شوي دي.

د هغو مهاجرو شمېر بېرته د زياتېدو په حال کې دی چې کوښښ کوي له ترکيې څخه يونان ته ځان ورسوي. اوس پر يوناني چارواکو تورونه لګول شوي چې ګواکي هغوی د مهاجرو د مخنيوي له پاره له غير قانوني بېرته لېږدونو او تاوتريخوالي څخه کار اخيستی دی. کډوال نیوز داسې يوه ويډيو ترلاسه کړې چې جوړونکی يې ادعا کوي چې په خپله هم د دا ډول عملياتو له قربانيانو څخه دی.

کوردی ژورنالست هيوا دارتاس او د هغه مېرمنې چې کله د عراق له شمال څخه د اروپا پر لور خپل مهاجرت پيل کاوه نو يې تر زياتي اندازې د ستړياؤ انتظار درلود. خو دا چې و يونان ته د رسېدو وروسته به دوی نيول کيږي او په يوه کوچنۍ او تنګه کوټه کې به بېله د دوی د ملکيت د څيزونه بندي کيږي او بيا به په تېروتنه سره د مخ پټو کماندويانو له خوا د ترکيې و پولې ته اړول کيږي، دا اټکل يې نه ؤ کړی.

په کوم زندان کې چې دغه ژورنالست او د هغه مېرمنه بندي کړل شوې وه، په هغه يې وايي: «په يو نامعلوم ځای کې د توقيف دغه خونه دوه پر څلورو مترو کي لویوالی درلود. خلکو په دغه خونه کې لوی او کوچنۍ بولي کولې، بيدېدل او آرام به يې کاوه.» هغه وايي چې په موبايل تليفون ثبت سوې ويډيو کې دغه خونه ښودل کېږي چې پکې د بولو يو بوتل هم تر سترګو کېږي. د دغه کوردي په وينا مېرمني او ماشومان له دغې کوټې څخه دباندي بوتلل سول او د هغه څخه ژر وروسته ۵۰ نور انسانان هلته همدغه يوې خونې ته راوستل. هغه وايي چې په دغه خونه کې تقريبا آکسيجن پای ته رسېدلی ؤ. هغه وايي چې کله چې په خونه کې بند شوو کسانو کوښښ وکړ چې د هوا له پاره دروازه پرانيزي نو چارواکو هغوی ووهل خو د څو دقيقو له پاره يې دروازه پرانستله.

دغه کوردی ژورنالست زياتوي: «د غرمې پر وخت مخ پټي کوموندويان راغلل او موږ يې د نارينه ؤ او ښځو پر دوو برخو ووېشلو او زموږ څخه د ټولې ډوډۍ، اوبو، بستو، قمربندانو او بوټونو د اخيستلو وروسته يې په ناقانونه کښتۍ کې د ترکيې پولې ته بوتلو او هوايي ډزي يې وکړې چې ترکی پوځ خبر شي چې د دوی پر اړخ يو شی سته دی.»

هيوا او داناڅ دارتاس وايي چې دوی له يوناني چارواکو له خوا د اخراج کېدلو وروسته په دې وتوانېدل چې د ترکي چارواکو له خوا له نېول کېدنې ځان وساتي. خو هغوی وايي چې د دوی سره ملګري نور تر ۹۰ زيات اخراج شوي کسان د ترکي چارواکو له خوا ونيول شول.

راپور: بېرته لېږد د زياتېدو په حال کې

په يونان کې د مهاجرو د ملاتړ د سازمان (GCR) يا په يونان کې د مهاجرو شورا په وينا داسې راپورونه مخ په زياتېدو دي چې پکې ويل کېږي چې د يوناني چارواکو له خوا د اخراج ياد شوې طريقه او تاوتريخوالی په کار اچول کېږي. ياد سازمان تېر کال داسې يو راپور خپور کړ چې پکښې د نورو موضوعاتو تر څنګ دا هم ويل شوي ول چې زيات شمېر مهاجرو شاهدې ورکړي چې په غيرقانوني توګه له يونان څخه د ترکيې سرحد ته اخراج کړل شوي دي.

د مهاجرو د ملاتړ ياد سازمان ادعا کوي چي يوناني چارواکي په سيستماتيکه توګه د نړيوال حفاظت اړتيا لرونکي کسان نيسي او توقيف کوي يې. دغه سازمان وايي چي يوناني چارواکي «د پناه په تلاښ انسانان او حتی قبول سوي مهاجر» نيسي او ترکيې ته يې اخراجوي.

دغه ډول اخراج چي په انګريزي ژبه ورته (
Pushbacks) يا بېرته شاته تمبول ويل کيږي، هغه عمل دی چي پر سرحد باندي مهاجر ونيول سي او د دغه هيواد ته د داخلې اجازه نه ورکړل سي بلکه هغوی دې ته مجبوره سي چي بېرته پر شا ولاړ سي او هغه مخکني هيواد ته له کوم څخه چي دوی راغلي ول بېرته ستانه سي. خو دغه اجتماعي بېرته لېږد د بشري حقونو د اروپايي کانونسيون د څلورم پروتوکول د څلورمې مادې له مخي منع دی.

 د نړيوال قانونه له مخي هيوادونه په دې مکلف دي چي د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه پروسس يا وارزوي. په دې ترڅ کي د يوې ډلې د بېرته لېږد اجازه تر هغه وخت پوري نسته چي له دغې ډلې څخه د هر کس دوسيه جلا جلا او په انفرادي توګه نه وي ارزول سوې. خو که د هغه باوجوده يو څوک د يادې ممنوعه لاري په ترڅ کي بېرته ولېږدول سي نو هغه د دغه پر ضد د دعوی کولو حق لري.

 «د خواښينۍ وړ حالات او تاوتريخوالی»

 د (GCR) سازمان تور لګوي چي له سرحد څخه په بېرته لېږدول سوو کسانو کي ضعيف کسان لکه حامله داره مېرمنې، داسي کسان چي د شکنجې قربانيان ول او ماشومان هم شامل دي. دغه سازمان وايي چي په ادعا سوو ټولو قضيو کي يو ډول «طرز العمل» تر سترګو کيږي د کوم له مخي چي چارواکي مهاجر توقيفي مراکزو ته لېږي. په دغو توقيفي مراکزو کي بعضي وختونه وسله وال ساتونکي هم موجود وي چي بعضي وخت يې ماسکونه هم پر مخونو اغوستي وي او له کاموفلاژ ټوټو څخه جوړ يونيفورم يې په ځان وي. د دغه سازمان په وينا ورته له مهاجرو راپورونه رسېدلي چي مهاجر نيول کيږي، د هغوی تليفونونه، پيسې، و هويت اسناد لکه تذکرې او په همدې شان د قانوني اقامې اسناد ورڅخه ضبط کيږي.

د (GCR) سازمان وايي چي د يوناني چارواکو له خوا ياد عمل نه يوازي د نه ثبت سوو داسو مهاجرو په وړاندي تر سره سوی چي د نړيوال حفاظت له پاره د غوښتنې امکان يې نه دی درلودلی، بلکه د داسو کسانو سره هم چي په يونان کي يې د پناه غوښتنه کړې او حتی داسي کسان چي تر مخه لا په نورو اروپايي هيوادونو کي د پناه غوښتونکو په توګه قبولي لرونکي دي.

پر يونان باندي فشار

 په داسي حال کي چي د ۲۰۱۵ کال په پرتله و اروپا ته په مجموعي توګه د نوو مهاجرو په راتګ کي کمولای راغلی دی، خو پر يونان باندي د اروپا پر باندنۍ پوله پر پروت هيواد په توګه لا د مهاجر د راتګ فشار زښت زيات دی. يوناني چارواکو راپور ورکړی چي د روان ۲۰۱۸ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۲۲۸۹۹ نوي مهاجر يونان ته رسېدلي. دا په داسي حال کي چي دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال د لومړيو شپږو مياشتو په جريان کي د راغلو مهاجرو په پرتله دوه چنده او په همدې شان د اروپا د بل هر هيواد په پرتله هم زيات دی.

 و يونان ته د مهاجرو د رسېدو پر طرز کي هم تغير راغلی دی. په داسي حال کي چي و يوناني ټاپوګانو ته د سمندر له لاري د تلو لاري تر زياتي اندازې بندي کړل سوي دي، اوس زيات مهاجر د مځکي پر لار له ترکيې څخه و يونان ته د ځان رسولو هڅې کوي. د روان ۲۰۱۸ کال د جنورۍ مياشتي راهيسي ۹۳۸۵ کسانو د مځکنۍ لاري له ترکيې څخه يونان ته ځان رسولی دی. د مهاجرو د نړيوال سازمان په وينا په غير اصولي توګه د مځکي د لاري پر پوله د اوښتنو په تناسب کي په دوامداره توګه زياتوالی راغلی دی.

پر يونان د نړيوال قانون د ماتولو تورونه

 د مهاجرو د ملاتړ ياد يونانی سازمان (GCR) او نور سازمانونه پر يونان د شته فشارونه خبره مني، خو د دغه هيواد پر سرحد د مهاجرو د بېرته لېږد، توقيف او خرابو شرايطو راپورونه دغه سازمانونه اندېښمن کړي دي. د حقوقو يوناني کارپوهان وايي چي د يونان د چارواکو ياد چلن د نړيوالو قوانينو د نقض معنی ورکوي ولي چي د . په زياته بيا هغه پرنسپ د يوناني چارواکو د يادو کړنو له کبله تر پښو لاندي سوی ګڼل کيږي چي د مهاجرو د بېرته لېږد اجازه نه ورکوي او هغوی د پناه غوښتنې مستحق بولي. د (GCR) سازمان وايي چي د چارواکو ياد عمل غير انساني او سپکاوی کوونکی چلن دی او دا چي دغه عمل ښايي د دې لامل سي چي مهاجر د شکنجې او يا ژوند د ګواښ سره مخامخ سي.

د ژنيف د کنوانسيون په ړنا کي بېله د هغوی د دوسيې د ارزولو د مهاجرو د بېرته لېږد د ممانعت پرنسیپ دا معنی لري چې مهاجر نه بايد داسې ځای ته بېرته ولېږدول شي چېرې چې د هغوی ژوند يا آزادۍ ته ګواښ موجود وي. تر اوسه پوري د يادي قضيې په تړاو کومي بې طرفې مرجعې دا تورونه نه دي تائيد کړي لکه څنګه چې کوردي ژورنالست هيواد دارتاس يې ادعا کوي. خو که دغه تورونه رشتيا ثابت سي نو دا د يوناني چارواکو له خوا تر سره سوي اعمال به په د نړيوالو قوانينو مجروح کول وي.

کډوال نیوز د مهاجرت له پاره د يونان له اړونده وزارت څخه هيله وکړه چې د يادو تورونه په تړاو خپل نظر ووايي خو دغه وزارت جواب ورنکړ. د (GCR) سازمان وکيل، کلايو نيکولوپولوس، وايي چې د يونان چارواکي دا نه مني چې د دغه هيواد پر پوله مهاجر په ياده توګه بېرته لېږدول کيږي.

په عين حال کې هيوا او داناڅ دارتاس د دې په لټه کې دي چې بيا و يونان ته د داخلېدو کوښښ وکړي. خو د دې واري دوی په دې زيات پوه دي چې په داسې کوښښ کې څه پښېدلای شي.