فرهاد ایوبي وايي چې په توقیف خونه کې ژوند سخت دی، کډوال نیوز
فرهاد ایوبي وايي چې په توقیف خونه کې ژوند سخت دی، کډوال نیوز

فرانسه کې هغه کډوال چې پناه غوښتنونه یې رد شوې له اخراج نه مخکې په توقیف خونو کې اوسېږي. کډوال نیوز له داسې یو کډوال سره خبرې کړې دي چې پناه غوشتنه یې د څلورم ځل له پاره رد شوې ده.

زما نوم فرهاد ایوبی دی. ۲۸ کلن یم او د جلال آباد د بهسود ولسوالۍ یم. په جلال آباد کې مې زده کړې کړې دي. د څو کالو له پاره آهنګر وم او جلال آباد کې مې کار کاوه. په افغانستان کې مشکلات ډېر و نو په ۲۰۱۵م کال کې د ایران له لارې ترکیې ته لاړلم. بیا له ترکیې بلغاریا، صربیا، هنګري و اتریش ته. د ۲ و نیمو کالو له پاره اتریش کې وم. د پناه غوښتنه مې وکړه خو لومړی ځل غوښتنه مې رده شوه. بیا هم ډېرې هڅې مې وکړې خو یو ځل بیا هم رد شوم. اتریش کې ښوونځی کې وم او له یوې ښځې سره مې کار کاوه.

کله چې زما دویمه پناه غوښتنه رده شوه نو په یوه اورګاډی کې پاریس ته راغلم او له پاریسه د پېرپینیون ښار په لور روان شوم. دلته مې یو ځل بیا د پناه غوښتنې وکړه خو بیا هم رد شوم. تر اوسه پورې د څو ځلو له پاره محکمې ته تللی یم خو هر ځل قاضي را ته وایي چې نه شم کولای فرانسه کې ژوند وکړم. دریمه محکمه مې زما په غیاب کې دایره شوه.

اوس یو کال کېږي چې فرانسه کې یم. نن هم محکمه کې وم او قاضی را ته وویل چې باید د ۲۲ ورځو له پاره انتظار باسم. بیا ټکټونه مې راځي او باید اتریش ته ولاړ شم.

توقیف خونه کې ژوند سخت دی

توقیف خونه کې کافي ځای نه شته. موږ درې کسان یو چې په یوه کوټه کې اوسېږو خو دا کوټه د دوو کسانو له پاره ده. زه ناروغه یم خو هېڅوک را ته پام نه کوي. هر لور ته چې ګورئ چټل دی. دلته ټولټال ۴۵ کسان ژوند کوي او اکثریت یې عربان دي. دوی له پولیسو نه ډارېږي او هر ډول کارونو ته لاس اچوي.


دلته موږ ته د سهار، ماسپښين او مازدیګر له خوا خواړه ورکول کېږي. سهار کې شیدې او چای، ماسپښین کې کب او مستې او مازدیګر کې هم ډوډۍ او کب او مستې. خو ستونزه دا ده چې توقیف خونه کې نه شو کولای کافي خوب وکړو. غالمغال ډېر دی او هر څوک خپل کار کوي.

کمپ کې کورس ته ځم او فرانسوي زده کوم خو نه پوهېږم چې فایده یې څه ده. که اخراج شم نو فرانسوي ژبه هېڅ ګټه نه لري.

«زه مجرم نه یم»

کله چې له پولیسانو سره محکمې ته ځم په لاسونه کې مې هټکرۍ دي. څلور کسان له ما سره راځي. زه حق نه لرم چې په خپله له توقیف خونې څخه بهر ته لاړ شم. دلته لکه ګوانټانامو دی. په ۷ بجو کې دروازه تړل کېږي. دوی نه پوهېږي چې زه مجرم نه یم، پناه غوښتونکی یم. زه له سختیو څخه وتښتېدم خو نه پوهېدم چې اروپا کې له نورو سختیو سره مخ کېږم.

«مور مې دعا کوي چې زما ستونزې به حل شي»

واده مې کړې او دوه ماشومان لرم. کله کله چې خپله کورنۍ ته تېلېفون کوم ور ته وایم چې دلته هېڅ مشکل نه شته. نه غواړم چې دوی هم په تشویش کې شي. خو یوازې مور مې پوهېږي چې وضعیت مې ښه نه دی. د محکمې نه مخکې مور مې را ته وویل، دعا کوي چې زما ستونزې به زر حل شي. اوس ۱۲ ورځې وخت لرم. بیا ټکټونه مې راځي او باید اتریش ته لاړ شم. خو دا په دې مانا ده چې دوی غواړي زه بیا افغانستان ته لاړ شم.