الحُمسي د فسبېنډر سره
الحُمسي د فسبېنډر سره

آلمان په تيرو کالونو کې نژدې ۳۰ زره کم سن مهاجرو ته ځای ورکړی دی. سوريايي مهاجر محمود الحمسي يو له دوی څخه دی او وايي چې پوهېږي په آلمان کې څه شی مهم دی.

محمود الحُمسي د خپل ژوند له پاره نور پلانونه جوړ کړي ول. هغه په دمشق کې د فرانسوي ادب تحصيل کاوه او غوښتل يې چې معلم يا ښوونکی جوړ شي. خو په سوريه کې جنګ رامنځ ته شو او د الحُمسي تر څنګ د مليونونو نورو سوريايانو د ژوند پلانونه ړنګ شول.

الحُمسي چې سني مسلمان دی، وايي چې د جګړې د پېل وروسته په سوريه کې يې ځان ته حلقه تنګه احساس کړه. دا ځکه چې له هغه وغوښتل شول چې د اسد د رژيم په دفاع کې وجنګېږي. همدا ؤ چې الحُمسي د ترکيې، بالقان، مقدونيې، سربيا، هنګري او اتريش له لارې په ۲۰۱۵ کال د آلمان و لوېديځ ښار بون ته ځان ورساوه.

الحُمسي په آلمان کې پناه تر لاسه کړه او هغه وکولای شول چې خپله مېرمنه آلمان ته راوغواړي. هغه وايي چې دا هغه وخت ؤ چې په دې پوه شو چې د ژوند ارمان چې دی ښوونکی شي له منځه تلل ؤ. هغه وايي چې که يې د خپل ارمان د تعقيب هيله لرله، نو مجبوره ؤ چې ټول پوهنتون له سره پېل کړي او دا هغه څه ؤ چې ورته ده نور وخت نه درلود.

الحُمسي د ځان له پاره په نورو بديلو لارو پسي وکتل. هغه د آلمان د کار له دفتر څخه يو داسې لېسټ تر لاسه کړ چې پکښې بېل مسلکونه تعريف شوي او تشريح شوي ول. همدا ؤ چې الحُمسي له دغو څخه د ځان له پاره د عينکه يا چښمو جوړونکي کسب انتخاب کړ او د دغه کار له پاره يې حرفوي زده کړې پېل کړې.

هغه اوس د آلمان د بون د ګودس بېرګ په ناحيه کې د عينکو په يو دکان کې درې کلنې حرفوي زدکړې کوي. هغه له خپل دغه کار څخه ډېر خوښ دی او وايي چې ډېر چانسونه لري او دا چې دغه حرفوي زدکړې بېل په زړه پوري اړخونه لري. هغه وايي چې هم په فابريکه کې کار کولای شي او هم د مشتريانو سره کار کولای شي چې دا هغه څه دي چې دی يې ځان ته «بهترين» بولي.

خو هغه وايي چې و دغه ځای ته د رسېدو له پاره يې ډېرې ننګونې په لاره کې وې. دا چې الحُمسي وکولای شول چې يادي حرفوي زده کړې پېل کړي ورسره د اولا فسبينډر په نوم آلمانۍ مېرمنې زياتې مرستې او هلې ځلې وکړې. الحُمسي وايي چې بېله د فسبينډر د مرستې به هغه هېڅکله هم دغه ځای ته نه وای رسېدلی. د هغه په وينا فسبينډر په ۲۰۱۶ کال د الحُمسي له پاره د حرفوي زدکړو د ځای په لاس راوړلو هلې ځلط پېل کړې چې يو کال يې دوام وکړ. د هغه په وينا فسبينډر تر يو کال پورې د بيوروکراسۍ سره مبارزه وکړه تر څو د هغه له پاره يې د حرفوي زدکړو اجازه تر لاسه کړه.

فسبينډر د دوسيو يوې لويې کوټې ته اشاره کوي او د خپلو هلو ځلو د وخت په هکله وايي: «دا په رشتيا چې د يوې خپسکې يا بېرونکي خوب په شان وخت ؤ. خو ما د ځان سره هوډ کړی ؤ چې په دغه کار کې به بريا په لاس راوړم.» دا هغه دوسيې دي چې پکښې د فسبينډر ليکونه، د چارواکو د ليکونو جوابونو او نور اسناد پراته دي، چې د الحُمسي له پاره د حرفوي زدکړو د موضوع سره تړلي دي. فسبينډر وايي چې کوښښ يې کاوه چې د دغې قضيې ټول اسناد او پروتوکولونه د ځان سره وساتي. فسبينډر خاندي او وايي: «دا په رشتيا چې يوه لويه فاجعه وه.»

خو د فسبينډر هلې ځلې ګټورې تمامې شوې ولې چې هغې ته اجازه ورکول شوه چې هغه په خپل تجارت کې د الحُمسي په شمول يو شمېر پناه غوښتونکو ته د حرفوي زدکړو آسانتيا برابره کړي. فسبينډر وروسته د کولون د تجارت له اطاق څخه د خپلو مدني او ټولنيزو هلو ځلو په عوض يوه جايزه هم وګټله. د دې تر څنګ د آلمان د کار ادارې د حرفوي زدکړو د برابرونکو په قطار کې د هغې هلې ځلې په يوه بله جايزه قدرداني کړل شوې.

د فسبينډر له پاره دغه کار آسانه نه ؤ خو دا چې هغې ولې دومره زحمتونه پر ځان وګالل په هکله يې هغه وايي: «موږ دلته د باد ګودسبېرګ په ناحيه کې زيات عربي ژبه ويوونکي اوسېدونکي لرو. هغوی اوس زما په دکان کې يو داسي کس لري چې په عربي ژبه خبري کوي او دا د تجارت له پاره ډېره ګټوره خبره ده.» فسبينډر وايي چې د دې تر څنګ اوس دا ډېره مشکله شوې ده چې د عينکي جوړونې د کار له پاره آلماني زده کوونکي وموندل شي. فسبينډر وايي چې زياتې مياشتې يې په مسلکي کارګرو او يا هم حرفوي زده کوونکو پسي لټون وکړ خو څوک يې نه وموندل. هغه وايي چې دا چې د هغې دکان د شنبې په ورځ هم خلاص وي نو دوی په عاجله توګه کارګرو ته اړتيا درلوده.

الحُمسي د عينکو جوړولو د کار سره هېڅ ستونزې نه لري. هغه وايي چې ورور يې ترکاڼ ؤ او دا چې ده به ورسره زيات وختونه په کار کي کومک کاوه. همدا وجه ده چې الحُمسي وايي چې لاسي کار ورته مشکل نه معلومېږي.

الحُمسي وايي چې آلمان کې د ژوند کولو له پاره يوه له تر ټولو مهمه خبره د آلماني ژبې زده کړه ده. هغه په نژدې وخت کې د
C1 د درجې د آلماني ژبې امتحان په بريا سره ورکړ چې د ژبې د امتحانونو د لړۍ شپږمه برخه وه. الحُمسي وايي: «د چا بايد آلماني ژبه زده وي. خو زيات مهاجر په دغه کار کې پاته راځي. حال دي چې ژبه دلته د هر قلف کيلي ده.»


د مطلب د خپرېدنې لومړۍ نېټه: د ۲۰۱۸ مال د اګست ۲۲مه نېټه
منبع: د آلمان ږغ دويچه وېله (آلماني څانګه)
د چاپ حقونه د آلمان ږغ سره خوندي دي.
د آلمان ږغ دويچه وېله د باندني وېبپاڼو د متونو مسؤليت نه اخلي.