د ترکیې او ایران ترمنځ سرحدي ډېوال. د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز
د ترکیې او ایران ترمنځ سرحدي ډېوال. د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ډېری کسان او په ځانګړې توګه پخواني پوځیان له ګواښ سره مخ کړي دي. احمد خان یو له دغو کسانو دی چې د طالبانو له وېرې له افغانستانه ترکیې ته د ځان رسولو هڅه کړې، خو هغه وایي‌ چې له زیاتو سختیو وروسته افغانستان ته بېرته شړل شوی دی.

کډوال نیوز څو میاشتې مخکې له احمد خان* سره مرکه کړې وه. نوموړی هغه مهال په افغانستان کې و او هڅه یې درلوده چې نورو هېوادونو ته ځان ورسوي. د هغه د سترګو لیدلی حال.

«هره ورځ به مې له سختیو او ګواښونو ډکه وه. ډېری ملګري مې په زندانونو کې وو، شکنجه شوي وو او یا هم طالبانو وژلي وو. ما د خپل سر د ساتنې لپاره پرېکړه وکړه چې په ناقانونه طریقه له افغانستانه ووځم. د نیمروز له لارې مې خپل سفر پیل کړ. لومړی پاکستان او ورپسې ایران ته لاړم. موږ لسګونه کسان په یوه کورونا موټر کې سپاره وو.

کله چې ایران ته ورسېدو، ایراني پولیسو ونیولو او له موږ سره یې ډېر تاوتریخجن چلن وکړ. دوی کډوال وهي ډبوي او بیا یې زندان ته اچوي. د ایران په یو زندان کې مې اته شپې تېرې کړې. ایراني چارواکو بیا له هر یو کډوال څخه دوه لکه تومانه واخیستل او موږ یې لومړی تهران او ورپسې زاهدان ته بوتلو. هلته یې بیا له موږ نه دوه لکه اویا زره تومانه واخیستل او نیمروز ته یې وشړلو.»

د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د جون په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دوی زیاته کړې وه چې ډېری دغه کسان په زوره له ایرانه شړل شوي دي.

ایراني رسنیو بیا د امنیت او قانون په برخه کي د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په حواله خبر ورکړی دی چې د جون میاشتي له یوشتمې نېټې وروسته به نور هغه افغان کډوال له ایران څخه ایستل کیږي چې له حکومت سره ثبت نه دي. د ایراني مسئولینو په وینا د مهاجرو د نوم لیکنې په پروسه کې تر دونیم ميلیونه پوري افغانانو نوم لیکنه کړې، خو هغه کسان چې نومونه یې نه دي راجستر یا جرمي اسناد او د ترهګریزو ډلو نظریات پالې له ایران څخه ایستل کیږې.

بیا ولولئ: د افغانستان او ایران ترمنځ کړکېچ: د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ۶۰ سلنه ډېره شوې

په یوه نېکر کې یې ایران ته وشړلو

«دویم ځل مې هم په همدې لاره سفر پیل کړ. دا ځل نږدې دوه اوونۍ د ایراني او ترکیې ترمنځ د ماکو په سرحدي ښار کې پاتې شوم. نږدې څلوېښت تنه نور افغان هم راسره وو.

کله مو چې ترکیې ته د اوښتو هڅه وکړه، دا ځل د ترکیې پولیسو ونیولو. دوی د کډوالو بوټان، جامې او ټول شیان وسوځول، موږ یې وهلو ډبولو، د ځینو کسانو لاسونه یې مات کړل او یوازې په یوه نېکر کې یې ایران ته وشړلو.

څو ورځې وروسته مو یو ځل بیا ګېم [په ناقانونه توګه له سرحد څخه تېرېدل] وواهه. سفر مو ډېر سخت و، خو بالاخره مو ځان وان ښار ته ورساوه. هلته د ترکیې پولیسو یو ځل بیا ونیولو او له وهلو ټکولو وروسته یې داسې یو زندان ته واچولو چې کافي ډوډۍ او اوبه پکې نه وې. پولیسو له کډوالو سره غیرانساني چلن کاوه. پنځه لس ورځې وروسته یې افغانستان ته وشړلو.

د کډوالۍ نړېوال سازمان او ترکي چارواکو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره زیات افغانان په ۷۹ چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

د کډوالې نړېوالې ادارې شمېرې ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې نږدې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته نورو هېوادونو ته تللي دي. د دغو افغانانو په ډله کې ډېری یې د طالب ډلې له ګواښونو سره مخ دي. ځینې نور بیا له وزګارۍ او بې کارۍ څخه کړېږي او یا هم نه غواړي چې داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې مدني ازادي او بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي.

بیا ولولئ: ترکیه په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۸ زره افغانان شړلي دي

ماشومان مې له وېرې ښوونځي ته نه شي تللی

«زه اوس په افغانستان کې یم. خو دلته حالت نور هم سخت شوی دی. هره ورځ پخواني پوځیان شکنجه او یا وژل کېږي. زه اوس پټ ژوند کوم. طالبانو مې پخواني کور کې دوه ځله چاپه ووهله. خو ما خپل ځای بدل کړی و.

نه پوهېږم چې برخلیک به مو څنګه شي. لس میاشتې کېږي چې وضعیت مې نامعلوم دی. ماشومان مې له وېرې ښوونځي ته نه شي‌ تللی.

له ژونده سخت تنګ راغلی یم. بېخي ناهیلی شوی یم. بهرنیانو له موږ سره ژمنه کړې وه چې افغان پوځیان له افغانستانه باسي، خو خپله ژمنه یې عملي نه کړه. نه پوهېږم چې دا حالت به څومره دوام وکړي.»


  • مستعار نوم