په پاکستان کي د افغان کډوالو ارشيف انځور / ارشد ارباب، اي پي اې 
 | Photo: Arshad Arbab/EPA
په پاکستان کي د افغان کډوالو ارشيف انځور / ارشد ارباب، اي پي اې | Photo: Arshad Arbab/EPA

د افغان مهاجرو لپاره يو له تر ټولو مهمو هدفونو څخه د پاکستان هيواد دی. خو د دغه هيواد سخت قوانين او بې وزلي د مهاجرو لپاره لويي ننګونې دي.

د پېښور په يو ابتدايه ښوونځي کي د ماشومانو د ږغونو زوږ دی. د اوبو د منګيو سره بايسکلان ولاړ دي او بعضي وخت يو يا بل شاګر د ښوونځي په غولي کي تېر شي چيري چي د لمر وړانګې رالوېدلي دي. د فضل مولا په نوم يو ښوونکی تقريبا ۴۰ زده کوونکو ته د انګرېزي درس ورکوي. دغه ماشومان د استاد مخي ته په شنه وردۍ يا يونيفورم کي ناست دي او کتابونه يې پرانستلي دي. له دغو ماشومانو څخه نيمايي يې افغانان دي. فضل مولا وايي چي پر ده باندي فرق نه لري چي ماشوم ځايي او که مهاجر دی. په وينا يې دی د ټولو سره يو شانته چلن کوي. د دغه ښوونکي په وينا افغانان د ټولنې برخه ګرځېدلي دي.

له تقريبا ۴۰ کالو راهيسي زیات افغان مهاجر په پاکستان کي ژوند کوي. لومړي مهاجر په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د شوروي يلغار وروسته دغه ګاونډي هيواد ته مهاجر شول. د يو اټکل له مخي په پاکستان کي تقريبا درې مليونه افغانان ژوند کوي چي ورڅخه زيات شمېر يې په خيپر پښتونخوا کي دي چي مرکزي ښار يې پېښور دی. دلته زيات شمېر افغان مهاجر شته چي په پاکستان کي يې ځان ته ژوند جوړ کړی دی. بعضي ورڅخه مزدورۍ، بعضي ورڅخه کسبګري او بعضي يې لکه دکانداري او ورته تجارتونه کوي. که څه چي پاکستان په نړۍ کي يو له تر ټولو زياتو مهاجرو ته ځای ورکوونکی هيواد دی، ځکه چي افغان مهاجر پکښي مېشت دي، خو دغه هيواد د مهاجرو سره د چلن لپاره هيڅ ملي قانون نه لري. د دې تر څنګ دغه تر اوسه د کډوالو په تړاو د جنيوا کنوانسيون هم نه دی لاسليک کړی.

په خيبر پښتونخوا کي د مهاجرو لپاره کمشنر محمد عباس خان وايي چي په پاکستان کي د مهاجرو له پاره د قوانينو نشته والی د مهاجرو لپاره د زياتو ناډاډمنۍ لامل دی. د هغه په وينا د بېلګي په توګه دا چي يو افغان مهاجر ماشوم په يو ښوونځي کي داخله ترلاسه کولای شي که نه، په دې پوري مربوطه ده چي د ښوونځي سرمعلم د افغان مهاجرو په هکله څه ډول دريځ لري.

د شمس الدين په نوم افغان مهاجر چي ۴۵ کاله عمر لري، پخپله د يو ماشوم په توګه پاکستان ته رامهاجر شوی و. د هغه دوه زامن اوس د پېښور په دغه ښوونځي کي زدکړه کوي. شمس الدين د ښوونځي د شاګردانو د پلار او مېندو د کمېټې غړی هم دی. دغه کمېټه د ښوونځي په بيلو چارو کي مشاورت کوي او د مثال په توګه په دې فيصله کي چي کوم مقدار پيسې په کومه ساحه کي مصرف کړل شي.

دغه ښوونځی چي پکښي نيمه برخه يې افغان مهاجر او نور ځايي ماشومان دي، د آلمان د جي آی زېډ بنسټ له خوا هم ملاتړ تر لاسه کوي. د همدغه بنسټ له لاري د شاګردانو د مېندو او پلرونو د مشاورتي جرګه ګۍ مفکوره عملي کيږي. په ټوليزه توګه دا ډول جرګه ګۍ چي پکښي افغان مهاجر هم برخه وال دي په ۶۰ ښوونځيو کي جوړي شوي دي. د دغه مفکورې مقصد دا دی چي افغان مهاجر هم وکولای شي چي د خپلو ماشومانو په تعليمي ادارو کي ورته مهم موضوعات مطرح کړلای شي.

شمس الدين په وياړ سره وايي چي د ده په مرسته يو شمېر نور افغان ماشومان په دغه ښوونځي کي داخل شوي دي. هغه وايي چي په دی خوشاله دی چي له دې لاري د خپلې ټولنې سره مرسته کوي.

شمس الدين چي لس ماشومان لري نه پوهيږي چي له اتمي ټولګي وروسته به د خپلو ماشومانو د تعليم لګښت څنګه برابروي. که څه چي د هغه په ښوونځي کي د هغه ماشومان فيس نه ورکوي او کتابونه يې هم مفت دي، خو هغه وايي چي د ښوونځي لپاره يونيفورم چي په دوه زره روپۍ دی، ورته رانيول يې ډېر ګران دي. دغه افغان مهاجر وايي چي د بوټونو او چوټو د ترميم کار کوي، له دولت څخه هيڅ دول مرسته نه ترلاسه کوي.

شمس الدين د خپلو ماشومانو په تړاو هيله لري چي د ده تر ژوند به بهتر ژوند ولري او «په لويو دفترونو کي به کار وکړي.» هغه دا خبره په داسي مسکا سره کوي لکه پخپله چي يې زړه ته نه لويږي چي دا ارمان به يې پوره شي. خو د ټولو ستونزو باوجوده هغه نه غواړي چي بېرته افغانستان ته ستون شي. د هغه په وينا په ۱۹۹۸ کال يو ځل د خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ولاړ خو طالبانو يې پلار ور وواژه. هغه وايي: «زه لپاره بس دغه يو واري تلل کافي دي. زه به بيا بېرته واپس ولاړ نه شم.» هغه زياتوي: «زه همدلته پاته کېږم او د دې غم به وخورم چي ماشومان مي دلته رالوی شي.»

پروتستانت خ.آ./ا.ا.