څلور افغان ځوانان د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو وژل شوي
په افغانستان کې د باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې څلور تنه افغانان د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو هغه مهال ووژل شول چې د دوې په موټر ډزې وشوې. په دغه پیښه کې ۱۳ تنه نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې څلور تنه افغانان د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو هغه مهال ووژل شول چې د دوې په موټر ډزې وشوې. په دغه پیښه کې ۱۳ تنه نور ټپیان دي.
د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله ترکي چارواکو بې شمیره سوریایان، زياتره یې د زور په کارولو د سرحد له لاري گاونډي هیواد ته استولي دي. د بشري حقونو فعالان دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي. انقره دا هر څه ردوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو پر سفر بندیز لګولی چې غواړي په قاچاقي او ناقانونه لارو ایران او پاکستان ته سفر وکړي. خو بل پلو بیا د نیمروز ولایت له لارې له ایران څخه په یوه ورځ له ۱۴۰۰ څخه ډیر افغانان اخراج شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي.
ځیني افغانان چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتیدلي وايي چې د دغه هیواد چارواکي د دوې له مجبوریت څخه ګټه پورته کوي او د کور خاوندان پرې کرایه دوه او درې برابره لوړه کړې.
د فارین پالیسۍ نشريي په یو راپور کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، پاکستان پر خپلو پولو د محمدودیتونو پر وضع کولو سره ډیرۍ افغانان بیرته شاتګ ته اړ کړي او له پولو يي بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
د بېلاروس يا سپيني روسيې او پولنډ پر پولو د مهاجرو پر موضوع د اړخونو تر منځ ترينګلتيا مخ په زياتېدو ده. مرستندويه سازمانونه د مهاجرو د مراقبت غوښتنه کوي.
د اروپا سرحدي ساتونکو اداره ( فرانټکس) وايي چې روان کال کې د غربي بالکان له لارې په ناقانونه ډول د کډوالو شمیر دوه برابره ډیر شوی دی. یاده اداره وايي چې ډیری دغه کډوال د افغانستان او سوريي وګړي دي.
د اروپا سرحدونه چی د کورونا ویروس روغتیایي بحران له امله تړل شوي، په تدریج سره بیا پرانیستل شي. ټاکل شوی چې ځینې اروپایی هیوادونه خپل د پولې کنټرولونه د جون په ۱۵مه نیټه وځنډوی. کډوال نیوز د دی په اړه معلومات راکوی.
د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو یوه اونۍ وروسته د دغه هیواد او د یونان پر ګډه پوله د ژوند شرایط خورا سخت شوي دي. ادېرنې سیمه کې ایسار کسان وایي چې غواړي له سیمې څخه ووځي.
یوناني چارواکي وايي چې پر پوله يي د هغو ۱۰ زره کډوالو مخه ډب کړې چې غواړي له ترکیې څخه د دوې خاورې ته دننه شي.
ځینو اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه ایټالیا اروپا کې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیولي دي. خو دغه تدابیر پر مهاجرو څه اغېز لرلی شي؟ بشپړ معلومات.
د یونان سرحدي ځواکونو د نویو کډوالو د ورتګ د مخنیوي په موخه له ترکیې سره پولې ته څیرمه شمال شرقي برخه کې خپلې لارې تړلي، دغه ګام څو ساعته وروسته له هغه اخیستل کیږي چې ترکیې اروپا ته د تګ لپاره د کډوالو پر مخ لارې خلاصې کړې.